CRI Online

چين به د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو له ټولنې سره د نامادی کولتوري ميراثونو د ساتنې او خپرونې په اړه بحثونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2013-08-29 17:06:38

د چين د کولتور وزارت او د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې د حکومت له خوا جوړ شوی د ٢٠١٣ کال د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د کولتور فورم به د سپتمبر له ١٠ نېټې څخه تر ١٢ نېټې پورې ددې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې تر سره شي.ديالوګ او همکاری او د نامادی کولتوري ميراثونو ساتنه او خپرونه د روان فورم اصلی موضوع ده.

د خبر له مخې، د چين او د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې د ١٠ غړو هېوادونو د کولتور څانګو د چارواکو استازي، د نامادي کولتوري ميراثونو د ساتنې ارګانونو چارواکي او کارپوهان، د نامادي کولتوري ميراثونو خپروونکي ، د يادې ټولنې سکرتريت ، د م م د ښوونيز، علمي او کولتوري سازمان د اسيا او ارام سمندري سيمې د مرکز چارواکي ، د بېلا بېلو ولايتونو، خپلواکو سيمو ، د مرکز تر مستقيمې ادارې لاندې ښارونو ، د هانګ کانګ، مکاو او تايوان استازي او کارپوهان به په دغه فورم کې ګډون وکړي. د فورم په ترڅ کې به د ولسي دودونو نندارتونونه ، د چين او د يادې ټولنې د لاسي توکو نندارتونونه او د نامادي کولتوري ميراثونو د خپروونکو نندارې تر سره شي.

د يادې ټولنې پخوانی سرمنشي او د تايلنډ مشهور ديپلومات سورين پيتسوان په دې وروستيو ورځو کې د سي ار ای راډيو له خبريال سره د ځانګړې مرکې په وخت کې وويل چې له ١٠ کلونو راهيسې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ستراتيژيکی همکارۍ د اړيکو د پرمختګ په بهير کې د هراړخيزې همکارۍ او د ګډې پرمختيا د موندلو يو نظام جوړ شوی دی.د سورين په اند د چين د ګډون او ملاتړ له امله به په راتلونکي کې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې ورو ورو په ختيځه اسيا کې د اقتصاد د يووالي نظام وګرځي.

ښاغلي سورين وويل چې د چين او د يادې ټولنې ترمنځ توپيرونه موجود دي، دغه ټولنه له چين سره په جنوبي سمندر کې د عملياتي اصولو د جوړولو لپاره کوښښ کوي څو چې ددې نظام په رڼا کې بېلا بېلې مسئلې په ښه توګه حل شی .سورين وړانديز وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لار بايد پراخه شی ، دغه راز دواړه خواوې بايد متقابل باور او خپلمنځې تبادله پياوړې او د همکارۍ لازيات ميدانونه جوړ شي څو چې خپلمنځي اړيکې لا ټينګې شي.

له مسلسلو څلورو کلونو راهيسې چين او ياده ټولنه په جلا جلا توګه د يو بل په مقابل کې لومړنی او دريم لوی سوداګريز همکار دی .د ٢٠١٣ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين بهرنۍسوداګريز ارزښت ٨ اعشاريه ٦ سلنه زيات شوی او د چين او يادې ټولنې ترمنځ سوداګريز ارزښت ٢١٠ مليارډ ٥٦٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر شوي کال د همدې مودې په پرتله ١٢ اعشاريه ٢ سلنه زيات شوی دی.د څېړونکو په اند ، دواړه خواوې د طبيعي سرچينو ، توليدي توان او د صنعتي جوړښتونو په برخو کې توپيرونه لري او يو د بل اړتياوې پوره کولي شی.

د سينګاپور د ملي پوهنتون د جنوبي اسيا د اکاډمۍ غړي چن ګانګ وويل چې په راتلونکي وخت کې بايد په اسيا کې يو غښتلی بازار جوړ شي ، ياده ټولنه او چين نه يوازی يو د بل اړتياوې پوره کولی شی ، بلکې يو د بل په مقابل کې غټ مصرفي بازارونه به هم وګرځي .اوس د چين او د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ اقتصادي او سوداګريز پرمختګ لاهم له يو شمېر ننګونو سره مخامخ دی. دواړه خواوې بايد په پر له پسې توګه خپلمنځی اړيکې پياوړی کړي. بر سېره پر دې ، دواړه خواوې بايد ګمرکی ماليات نورهم کم کړي چې د ازادې سوداګرۍ تړون د لاسليک بهير به چټک شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای