د ٢٠١٣ کال لپاره د چانګ بای شان غره د ايکولوژۍ په هکله نړيوال فورم د سپتمبر له ١٦ نېټې څخه تر ١٩ نېټې پورې د چين د جي لين ولايت په چانګ بای شان کې تر سره شو.د دغه فورم اصلی موضوع د طبيعت ساتنې پياوړی کول او ايکولوژيکي تمدن خپرول دی.څه د پاسه ٢٠٠ چيني او بهرنيو کارپوهانو په دغه فورم کې د ايکولوژيکي تمدن د په ميراث اخيستلو لپاره د نويو نظريو او تدبيرونو د لټولو په اړه ژور بحثونه کړي دي.
د دې فورم په ترڅ کې د نړيوالو طبيعت ساتونکو سيمو د ټولنې د احتمالي جوړونې په هکله غونډه او د ياد فورم د پرانيستونکو مراسمو په ګډون يو لړ فعاليتونه تر سره شوي دي.
د جي لين ولايت د ګوندي کميټې د منشي مرستيال او د دې ولايت والي باين چاولو وويل چې د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ کارونه د ټولو انسانانو د ګډې پاملرنې وړ چارې دي.
(اواز ١)
ښه ايکولوژيکي چاپيريال د انسانانو لپاره د ژوند او پرمختګ بنسټ دی. د ايکولوژيکي ساتنې پياوړتيا او د ايکولوژيکي تمدن ابادی د خلکو له ګټو او ملي راتلونکي سره تړاو لري چې د ټولو انسانانو د پاملرنې وړ چارې دي.
د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ مشر وانګ وی ګوانګ وويل چې بايد د ايکولوژيکي تمدن ابادۍ ته د لومړيتوب اهميت ورکړی شی
(اواز ٢)
د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرېس کې د ايکولوژيکي تمدن د ابادولو چارې د ګوند په اساس نامه کې ټاکل شوي او د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي چارو د عمومي ترتيباتو له مخې تشريح شوي چې يادې چارې د خلکو له ګټو او ملي راتلونکي سره نژدی تړاو لري.
د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ اکاډميک او په نړۍ کې د اروپا او اسيا د علومو اکاډمۍ غړي لي ون هوا په ياد فورم کې هيله څرګنده کړه چې د چين چانګ بای شان غره به په راتلونکي کې د ايکولوژيکي ابادۍ په بهير کې ستر رول ولوبوي.
د يو بل خبر له مخې، د ولسي هنر د نهمې دورې نړيوال فيسټيوال د روانې مياشتې له ١٣ نېټې څخه تر ٢٥ نېټې پورې تر سره شو چې ١٢٦ هنري ډلو د چين په يي چانګ او بېجينګ ښارونو کې خلکو ته يو لړ ځلاندې نندارې وړاندې کړې. په عين وخت کې د دې فيسټيوال له لارې د چيني او بهرنيو هنرمندانو ترمنځ د تبادلې ميدان برابر شوی دی.
(اواز ٣)
په چين کې د پولنډ سفارت مستشار مېسي ګاکا وويل چې د هنري تبادلې له لارې د دواړو هېوادونو خلک د متقابل کولتور په اړه لازيات معلومات تر لاسه کولی شي. له ١٩٥٣ کال څخه تر ٢٠١٣ کال پورې د پولنډ هنري ډلې ٦ ځلې چين ته د ليدنې او نندارې لپاره تللي او پخپلو سترګو يې د چين ستر بدلونونه ليدلي دی.
د چين د ادب او هنر د ګډې ټولنې د نړيوالو ارتباطو څانګې د مدير مرستيال دونګ جان شون وويل چې ياد فيسټيوال په هر ٣ کلونو کې يو ځل تر سره کېږي او د هرې دورې جوړونکی ښار بېل دی.د زياتو هېوادونو هنري ډلې د هرې دورې په فيسټيوال کې ګډون کوي او حتی يې ٢ کاله مخکې د ګډون غوښتن ليک وړاندې کوي.
0925wenhua.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |