CRI Online

د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د نهمې دورې اقتصادي ، سوداګريز او کولتوري فورم به په اکتوبر کې په نان نينګ کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2013-10-09 17:02:29

د چين د دولتي شورا په اړه د تايوان چارو د دفتر وياند يانګ يي د تېر سپتمبر په ٢٥ نېټه يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې د چين د کمونېست ګوند او ګوه مين دانګ ګوند د اړوندو خواوو د سلامشورې د نتيجې له مخې، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د نهمې دورې اقتصادي، سوداګريز او کولتوري فورم به د اکتوبر له ٢٦ نېټې څخه تر ٢٧ نېټې پورې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې په مرکز نان نينګ کې تر سره شي. د چين د ګوه مين دانګ ګوند افتخاری رئيس وو بوه شيونګ به د يوې پلاوی په مشرۍ په دغه فورم کې ګډون وکړي.

وياند يانګ يي وويل چې د دې فورم اصلی موضوع د تبادلې او همکاری پياوړيتا او د چين ګډه سمسورتيا ده.ګډون کووونکي به په اقتصادي ، علمي او کلتوري برخو کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او په ښوونيزه برخه کې د دواړو غاړو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ په اړه بحثونه وکړي او موخه يې دا ده چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو د سوله ييز پرمختګ بهير چټک شي. د ګوه مين دانګ ګوند ،د کمونېست ګوند او د نورو ګوندونو شخصيتونه، د دواړو غاړو اړوندو څانګو او د اقتصادي او علمي ، کولتوري او ښوونيزو ټولنو استازي به په دغه فورم کې ګډون وکړي.

وياند يانګ يي زياته کړه چې موږ د دواړو غاړو اړوندې خواوې هڅوو چې په ګډه تلويزيوني سريال جوړ کړي او هيله من يو چې لازيات تايواني تلويزيوني ډرامې د هېواد په ستره برخه کې او د سترې برخې لازيات غوره تلويزيوني ډرامې په تايوان کې وښودل شي.دا د دواړو غاړو ترمنځ د کولتوري تبادلې او د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم د ژورتيا لپاره ګټوره ده.

وياند يانګ يي وويل چې د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د خدمتي سوداګرۍ تړون د متقابلو ګټو پر بنسټ غوره تړون دی چې د دواړو غاړو د خدمتي چارو ترمنځ د همکارۍ، د دواړو غاړو د خدمتي چارو سويې د لوړتيا او د تايوان د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه لری.موږ هيله لرو چې د تايوان اړوندې څانګې ژر تر ژره اړين تشريفات بشپړ کړي څو چې ياد تړون ژر تر ژره نافذ شي او د دواړو غاړو وګړو ته ګټې ورسول شی.

د يو بل خبر له مخې، وياند يانګ يي د سپتمبر په ٢٥ نېټه يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د تايوان زياتره وګړي د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوله ييزې ترقۍ او د دواړو غاړو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ ملاتړ کوي.هغه وويل چې د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو د سوله ييز پرمختګ له ٦ کلونو راهيسې د تايوان خلکو ته واقعي ګټې رسول شوي دي.موږ به په پر له پسې توګه د ګڼ شمير تايواني وطنوالو سره يو ځاي په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځی همکاری پياوړی کړو چې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ سياسي،اقتصادي، کولتوري او ټولنيز بنسټ ټينګ شي او په پر له پسې توګه د دواړو غاړو ترمنځ اړيکې ټينګې او د هېواد د سوله ييز يووالي بهير ګړندی شی چې د دواړو غاړو خلکو ته لازياتې ګټې ورسول شي.

د تايوان د ليان هه ورځپاڼې د سپتمبر په ٢٤ نېټه د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو په اړه يو کلنۍ څېړنيز راپور خپور کړ چې ددې راډيو د نتيجې له مخې د تايوان د ٤٧ سلنې وګړي هيله لري چې اوسنی حالات د اوږدې مودې لپاره وساتي . بر سېره پر دې د ٦٦ سلنې وګړو په اند،د هېواد ستره برخه به په نړۍ کې د لومړي غښتلی هېواد وګرځي ، خو په دې اندېښنه کې نه دي چې د هېواد غښتليتوب به تايوان ته خطر ورسوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای