CRI Online

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ اړيکې نژدې شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2013-10-14 10:18:47

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ٣ نېټه په اندونيزيا کې يوه وينا وکړه چې په ٣٠ دقيقو کې يې په عمده توګه د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ اړيکې يادې کړې او هيله يې وکړه چې له اندونيزيا او د دې ټولنې له نورو غړو هېوادونو سره يو ځاي د دواړو خواوو خلکو ته د لازياتې ګټې رسولو لپاره کوشش وکړي.

رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ٣ نېټه سهار د اندونيزيا په پارلمان کې يوه وينا وکړه. د خبر له مخې،دا لومړی ځل دی چې اندونيزيا د بل هېواد مشر ته بلنه ورکړه چې په پارلمان کې وينا وکړي.په همدې ورځ د اندونيزيا پارلماني غړو، حکومتي چارواکو ، کارپوهانو او د بېلا بېلو ټولنو ٩٠٠ شخصيتونو په پارلمان کې د رئيس شي جين پينګ وينا واورېده.(اواز ١)

د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حلولو په بهير کې د چين او اندونيزيا ترمنځ همکاری ورځ په ورځ نژدې او په نړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اغېزه هم ورځ په ورځ پياوړې کېږي چې د نړيوالو سياسي او اقتصادي نظمونو د لا عدالتي کېدو لپاره فعال رول لوبوي.روان کال د چين او يادې ټولنې ترمنځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکو د ټينګېدو له ١٠ کاليزې سره برابر دی.

رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ٤ نېټه په کوالالمپور کې د ماليزيا له صدراعظم نجيب تون رزاق سره خبرې اترې وکړې او اعلان يې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د هر اړخيزې ستراتيژيکی همکارۍ اړيکې ګرځي.

په ٢٠٠٤ کال کې د چين او ماليزيا ترمنځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکی ټينګې شوې. تر ٩ کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ګرځېدلي دي. د چين د نړيوالو مسئلو د څېړنيز انسټيټوټ مشر چيو شينګ وويل (اواز ١)

د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې لوړپوړې اړيکې دي . له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ همکاريزه سويه لا لوړه او ساحه يې لا پراخه ده.دغه راز په سياسي، اقتصادي، پولي ، ښوونيزو او کولتوري برخو کې همکاری به هم لا نژدی شي.

په ياده ټولنه کې ماليزيا تر ټولو مخکې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې دي . په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په چټکۍ سره پرمختيا موندلې ده . د دواړو هېوادونو مشران له ماليزيا څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د دوی له خوا لاسليک شويو يو لړ سندونو کې د چين په چينجو او د ماليزيا په کوانتان کې د صنعتي سيمو جوړونه د ډېر پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. بر سېره پر دې، د چين حکومت هم د خپل هېواد د تصديو ملاتړ کوي چې د ماليزيا د شمالي سيمې او د کوالالمپور او سينګاپور ترمنځ د ګړندۍ اوسپنيزې لارې د ابادۍ په کارونو کې ګډون وکړي.د ښاغلي چيو شينګ په اند د اقتصادی او سوداګريزې همکارۍ نژديوالی د چين او ماليزيا لپاره ستر اهميت لري.

(اواز ٢)

د چين په چين جو او د ماليزيا په کوانتان کې د صنعتي سيمو جوړونه د چين د ورخلاصون تګلارې د پلی کېدو لپاره اهميت لرونکی نوښت ګڼل کېږي .

د چين او ماليزيا ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په تړون کې ټاکل کېږي چې تر ٢٠١٧ کال پورې به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګريزه اندازه ١٦٠ مليارډ امريکايي ډالرو ته ورسېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای