CRI Online

په کولتوري چارو کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ همکاری د دواړو غاړو د سوله ييز پرمختګ يوه مهمه نښه ګرځېدلې ده

cri     (GMT+08:00) 2013-10-30 09:54:05

د اکتوبر د ٢٦ نېټې تر غرمې وروسته د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د ٩مې دورې په اقتصادي او سوداګريز فورم کې د دواړو غاړو پوهانو او اړوندو شخصيتونو په کولتوري چارو کې د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ په اړه تاوده بحثونه کړي او څرګنده يې کړې چې په کولتوري چارو کې د دواړو غاړو ترمنځ همکاری د دواړو غاړو د سوله ييز پرمختګ يوه مهمه نښه ګرځېدلې ده.

په وروستيو کلونو کې په کولتوري چارو کې د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ همکاری لا نژدې شوې ده . د شانګهای د ټرافيک پوهنتون د کولتوري چارو د اختراع او پرمختګ څېړنيزې اډې مدير هو هوی لين وويل (اواز ١)

د دواړو غاړو ترمنځ د کتابونو او ورځپاڼو په ګډون توليداتو د وارداتو او صادراتو ډولونه څلورو لکو او شپږ اتيا زرو او شپږو سوو ته رسېدلي او د وارداتو او صادراتو ارزښت ٢٢ مليونو څلورو لکو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی چې د تېر شوي کال په پرتله په جلا جلا توګه ١٦ اعشاريه ٦٧ سلنه او ٢٢ اعشاريه ٦٦ سلنه زيات شوی دی.د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ کولتوري نندارتون د هېواد په کچه يو نندارتون ګرځېدلی دی چې په ٢٠١٢ کال کې ١٥٥ پروژې په کې لاسليک شوي او د پانګونې عمومي ارزښت ٣٥ مليارډ ٩٧ مليونو يوانو ته رسېدلی دی.

د تايوان د کولتور د اختراعي چارو د ګډې ټولنې شورا مرستيال چيو جنګ شنګ وويل چې په وروستيو ١٠ کلونو کې په پولي او سيلانيزو برخو کې د دواړو غاړو ترمنځ تبادلې پياوړې شوې دي.په عين وخت کې خلک هيله لري چې په کولتوري برخه کې د دواړو غاړو ترمنځ تبادله نوره هم پياوړی شي. هغه زياته کړه ( اواز ٢)

د مثال په توګه د فلم جوړولو په ساحه کې د هېواد لويې وچې حکومت د تايوان لخوا د اخيستل شويو فلمونو د واردولو محدوديت لغوه کړی دی . که څه هم د زياتو کلونو کوششونه ترسره شوي ، خو د هراړخيزې همکارۍ د بشپړولو لپاره دواړه خواوې بايد لا هم خپلو کوششونو ته دوام ورکړي .

په ياد فورم کې د ګډون کوونکو کارپوهانو په اند د نړيالې سيالۍ د فشارونو په وړاندې د کولتور اختراعي چارې بايد د ګټو د زياتوالي او د جوړښت د غوره والي په بنسټ خپله ښيګڼه وساتي .د چين د کمونيکيشين پوهنتون د کولتوري پرمختګ د څېړنيز انسټيټوټ مشر فان جو په وينا د تايوان د کولتوري اختراعاتو تخنيکونه پرمختللي او د غوره کارکوونکو د روزنې تجربې يې ډېرې دي. هغه وويل(اواز ٣)

د تايوان تنګي دواړه غاړې ګډه کولتوري سرچينه لري راځۍ چې په يو زړه او هيله د په لاره کې خنډونه ليرې ، د ګډې موخې د پوره کولو لپاره د کولتوري چارو په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځی همکاری پياوړی کړو او د يو بل نيمګړتياوو د لېرې کولو لپاره د يوبل تجربو څخه زده کړه وکړو .

ښاغلي فان جو وويل چې د تايوان تنګي دواړه غاړې بايد په ګډه د کولتور، ساينس او ټکنالوژۍ او د نوی کولتوري چارو د پرمختګ لپاره کوښښ وکړي او د عصري کولتوري چارو سيسټم جوړ کړي، په تېره بيا د راډيو، فلم ، تلويزيون ، اطلاعاتو او چاپونې په برخو کې همکارۍ ته دې د لومړيتوب اهميت ورکړي څو چې نورو هېوادونو ته د چيني ژبې او کولتور د خپرولو لپاره دې خدمتونه وکړي.بر سېره پر دې ، د تايوان تنګي دواړه غاړې بايد د کولتور د اختراعي چارو د ګډ معيار د ټاکلو بهير چټک کړي، د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې کارونه دې پياوړی کړي او د کولتوري اختراعاتو په برخه کې د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ شرايط ښه کړي چې په نړۍ کې د چيني کولتور اغېزه به لوړه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای