CRI Online

د شانګهای د ازادې سوداګرۍ په سيمې کې کولتوري تصدۍ هيله لري چې د اصلاحاتو په رڼا کې ګټې تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2013-11-01 14:37:09

د شانګهای د ازادې سوداګرۍ سيمه د تېر سپتمبر په ٢٩ نېټه جوړه شوه چې د پولي، سوداګريزو او کولتوري ټولنو لخوا د ډېر پاملرنې وړ ګرځېدلې ده.په کولتوري برخه کې د دې سيمې اصلاحات به په عمده توګه د لوبو ماشينونو د خرڅلاو او خدمت ، د نندارو ځايونو او د هنري اثارو د نندارې او ليلام په ساحو کې تر سره شي.د چين او د نورو هېوادونو کولتوري تصدۍ د ازادې سوداګرۍ سيمې د اصلاحاتو او د کولتوري توکو نورهم ورخلاصون ته ډېره پاملرنه کوي چې په جلا جلا توګه خپلې پانګې پکې اچوي.د اکتوبر په ٢٩ نېټه د چين د کولتوري معاملې اډې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه چې په ترڅ کې يې د ازادې سوداګرۍ په سيمه کې د کولتوري تصديو د ادارې حالت معرفی کړ.

له يوې مياشتې راهيسې د چين او د بهرنيو هېوادونو زيات شمېر تصدۍ د ازادې سوداګرۍ سيمې ته ننوتلي يعنی خپلې فرعی څانګې پکې جوړې شوي دي. د يادې اډې عمومي منيجر ژن يي بياو وويل چې تر اوسه پورې څه د پاسه ١٥٠ کولتوري تصدۍ اډې ته ننوتلي دي.(اواز ١)

تر اوسه پورې د کريستي شرکت په ګډون څه د پاسه ١٥٠ کولتوري تصدۍ يادې اډې ته ننوتلي او د ازادې سوداګرۍ سيمې د ابادۍ او سمسسورتيا لپاره يې ښه فرصتونه برابر کړي دي.

د کريستي د ليلامولو شرکت په دې وروستيو ورځو کې ځيني اثار د لومړي ځل لپاره د چين په شانګهای کې مزايدې ته وړاندی کړي چې عمومي ارزښت يې له ١٥٠ مليونه يوانو څخه اوښتی دی. د شانګهای د نړيوالو هنري اثارو د معاملې مرکز عمومي منيجر هو هوان جونګ وويل

(اواز ٢)

دا په چين کې د کريستي شرکت لومړی ليلام دی ، که له دوديزې لارې سوداګرۍ وکړي، وخت به يي اوږد وي، د ازادې سوداګرۍ سيمه کولی شی چې تصديو ته اسانتياوې برابرې کړي.

بر سېره پر دې ، يادې سيمې د مالياتو په برخه کې هم کولتوري تصديو ته زيات امتيازونه برابروي.د هنري اثارړ د لټولو او ساتلو لپاره د شانګهای د ازادۍ سوداګرۍ په سيمه کې د نړيوالو هنري اثارو د مالياتو د ضمانت او د زيرمې مرکز جوړ شوی. د دغه مرکز مسؤل د يادې اډې عمومي منيجر ژن يي بياو خبريال ته وويل (اواز ٣)

دلته ٨ کوټې د مېلمنو لپاره جوړ شوی عامه خدمتي سيمه ده.

د خبر له مخې،دغه شان مرکز په نړۍ کې يوازی د سينګاپور د چانګي په هوايي ډګر کې ليدل کېږي. زموږ د مرکز پراخوالی ٣ زره مربع مترو ته رسېدلی دی او ډېر لوی نه دی. د سينګاپور مرکز پراخوالی ٢٠ زره مربع متره دی.

زيات شمېر کولتوري تصدۍ هيله لري چې د ازادې سوداګرۍ په سيمې کې د غوره شوې تګلارې په رڼا کې چيني تصدۍ په نورو هېوادونو کې بازارونه ولټوي او بهرنۍ پانګې راجلبې کړي .د شيدای د چاپونې او مطبوعاتو شرکت مسؤل شيو فنګ وويل چې اوس کولتوري تصدۍ له دې سره ډېره پاملرنه کوي چې ايا د ازادې سوداګرۍ سيمې د تصديو د هڅونې تګلارې پلی کړي که نه.(اواز ٤ )

موږ هيله لرو چې د دغه ميدان له لارې د تصديو دروازه نوره هم خلاصه کړي .اوس د چاپونې او مطبوعاتو په اړه د ازادې سوداګريزې سيمې زياتې تګلارې نه دي غوره کړي، موږ هيله لرو چې په راتلونکي کې د کولتوري تصديو د پانګونې د هڅونې په اړه لازياتې نوې تګلارې غوره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای