CRI Online

د ٢٠١٣ کال د کارتون په اړه شين کتايب خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2013-11-27 15:48:46

د کارتون أبي کتاب يعنې د ٢٠١٣ کال د چين د کارتوني چارو پرمختيايي راپور د نومبر په ٢٦ نېټه په بېجينګ کې خپور شو. په دغه کتاب کې ويل کېږي چې د چين د کارتوني چارو پرمختګ چټک دی چې په ٢٠١٢ کال کې د کارتوني چارو توليدي ارزښت ٧٦ مليارډ يوانو ته رسېدلی دی. خو د چټک پرمختګ په وخت کې د چين کارتونی چارې د پرمختللو هېوادونو په پرتله لاهم کمزورې دي.

ښاغلی ما چې د امريکا د جنوبي کاليفورنيا پوهنتون د کارتون په څانګه کې يې زده کړه کړې، ٢ کاله مخکې خپل هېواد ته راستون شو او د کارتوني فلمونو د جوړولو خپل شرکت يې جوړ کړ. دده په اند بازار ته دده د شرکت له خوا د جوړ شويو کارتوني فلمونو راوتل ستونزمن کار دی .

(اواز ١)

خپل هېواد ته تر ستنېدو وروسته مې يوه اندازه کارتوني څېرې او فلمونه جوړ کړي، خو بازار ته زموږ د توليداتو تر راوتلو وروسته مشابه توليدات رامنځته کېږي. نو زما په اند په هېواد کې د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې په برخه کې د قوانينو د تطبيق تدبيرونه کمزوری دي. که غواړی لنډ کارتونی فلم په تلويزيون کې خپور شي، بايد تلويزيوني ستيشن ته زياتې پيسې ورکړی شي چې زموږ په شان کوچنی شرکت د تاديا توان نه لری.نو دا بازار ته د خپلو کارتوني توليداتو راوتل يو ستونزمن کار دی .

د ښاغلي ما په وينا د پوهنې تمليکي حق د ساتنې کارونه د چين د کارتوني چارو د ښه پرمختګ عمده لامل دی. د کارتون ياد أبي کتاب مسؤل مدير او د بېجينګ د فلم پوهنځی د کارتون څانګې پروفيسر لو بين وويل چې په چين کې د پوهنې تمليکي حق د ساتنې په برخه کې سخته نيمګړتيا شته . حکومت بايد په راتلونکي کې د کارتوني چارو د ساتلو لپاره ښه بازاري چاپيريال برابر کړي.

(اواز ٢)

د کولتوري چارو د پرمختګ يو مخکيني شرايط ښه ټولنيز چاپيريال يعنی د بازار چاپيريال بايد ښه وی.په چين کې د پوهنې تمليکي حق د ساتنې کارونه ډېر کمزوری دي.

د کارتوني چارو د ساتنې په برخه کې د هانکانګ حکومت يوه ښه نمونه قايمه کړې ده . د هانکانګ د تاکونګ ورځپاڼې د سرمسؤل مرستيال ښاغلي ما هاو ليانګ خبريال ته وويل چې د پوهنې د تمليکي حق ادارې او د ګمرکاتو ادارې رول د کارتوني تصديو د ښه پرمختګ لپاره د کلي اهميت لری

(اواز ٣)

د پوهنې د تمليکي حق اداره د منځنيو او کوچنيو تصديو د هڅونې لپاره ځانګړې پانګې لری او اړوندو تصديو ته پوره حقونه ورکولی شی چې د دوی له خوا جوړ شوي کارتوني توليدات د سيالۍ غښتلی توان ولري.

په أبي کتاب کې ليکل شوي چې اوس د چين کارتوني چارې د پرمختګ په ابتدايي پړاو کې دي او تر لاسه شوي لاسته راوړنې څرګندې نه دي.د کارتون د أبي کتاب مسؤل مدير او د جونګ يوان د کارتوني انسټيټوټ مشر نيو شينګ جن وويل چې اوس په چين کې د کارتوني چارو اړوند کارکوونکي ځوانان دي او زياتې تجربې نه لري.د چين د کارتوني چارو د پرمختګ لپاره بايد نړيوالې نظريې د چين له ځانګړتياوو سره يو ځای شي.

(اواز ٤)

دا ګټور کار نه دی چې په کورکورانه د بهرنيو هېوادونو موډل وکارول شی ، بلکي بايد نړيوالې نظريې د چين د بازارونو له مشخصاتو سره يو ځای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای