CRI Online

د لرغونو ښارونو د ساتنې کارونه بايد پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2014-01-02 17:00:27

د چين د تاريخي اثارو د اداري څانګو د مشرانو غونډه د دسمبر په ٢٧ نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.د لرغونو ښاونو ساتنه د غونډې د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. لرغونی ښارونه د چين په کولتوري ميراثونو کې خزانه ده، خو په وروستيو کلونو کې د ښاري کېدو بهير د ګړنديتوب له امله يو شمېر لرغوني ښارونه تر بيلا بيلې اندازې پورې ويجاړ شوي دي. د چين د کولتور وزير څای وو په ياده غونډه کې پر دی ټينګار وکړ چې د لرغونو ښارونو د ساتنې په ترڅ کې بايد د ويجاړونکې ابادۍ مخه ونيول شي. په بله ژبه د لرغونو ښارونو د ساتې په پلمه د قديمي ښارونو اصلي بڼې خرابېږي. د چين د تاريخی اثارو د ادراې مشر لي شياو جيه په ياده غونډه کې وويل

(اواز ١)

په بېجينګ کې د مينګ او چينګ په امپراطوري سلسلو کې ابادې شوې ودانۍ په نړۍ کې ډېر شهرت لری. د چين په جنوب سو جو ښار کې ډول ډول شخصي باغونه او رودونه او د ان خوي ولايت شه ولسوالۍ ځانګړتيا دا ده چې ځايي ودانۍ له ښکليو طبيعي منظرو سره ښه همغږی شوي دي .

ښاغلي لي شياو جيه په ياده غونډه کې د چين د لرغونو ښارونو د ځانګړتيا او ارزښت بيان کړ.اوس په چين کې ٤٥ ځايونه د نړيوالو ميراثونو په توګه پيژندل شوي چې دغه شمير يوازی د ايتاليا نه وروسته په نړۍ کې دوهم ځاي نيسي .خو په وروستيو کلونو کې د ښاري کېدو په بهير کې د ځينو لرغونو ښارونو دوديز واټونه او تاريخي منظرې ويجاړې شوي دي. د چين د کولتور وزير څای وو په غونډه کې وويل چې د لرغونو ښارونو ساتنه او د ښاري کېدو ترمنځ تضادونه نه شته .

(اواز ٢)

لرغونی ښارونه د تاريخي ودانيو او لاروکوڅو په ګډون د څو برخو له خوا جوړېږي چې په کې د ولسي دودونو او طبيعي منظرو په ګډون کولتوري اثار او د لرغونو ښارونو چاپيريال هم شامل دي.دغه راز لومړی بايد په عمومي توګه لرغونی ښارونه وساتو .دوهم، بايد د لرغونو ښارونو تاريخي او کولتوري ارزښت وساتو .

د چين د تاريخي اثارو د ادارې مشر لي شياو جيه وويل چې د لرغونو ښارونو د ساتنې کارونه بايد د خلکو د ګټو پر بنسټ تر سره شي او په عين وخت کې د ايکولوژيکی ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.

(اواز ٣)

زموږ په هېواد کې د لرغونو ښارونو د جوړېدو لاملونه بېل دي.نو د لرغونو ښارونو د ساتنې لپاره بايد په دغو ښارونو کې ايکولوژيک چاپيريال هم ښه وساتل شي.

د يو بل خبر له مخې، په ٢٠١٣ کال کې د چين او افريقا ترمنځ کولتوري تبادله ډېره پياوړې شوې چې دواړو خواوو د کولتوري تبادلې او همکارۍ يو لړ تړونونه لاسليک کړي او د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ راشه درشه هم زياته شوې ده.د چين د کولتور وزارت د بهرنيو ارتباطو د ادارې چارواکي جانګ هونګ هاو وويل

(اواز ٤)

د ٢٠١٣ کال په مارچ کې رئيس شي جين پينګ له تنزانيا او جنوبي افريقا څخه ليدنې کړې او په ترڅ کې يې د کولتوري تبادلې او همکارۍ په اړه يو لړ تړونونه لاسليک کړي دي.

ښاغلي جانګ هونګ هاو وويل چې په نوی کال کې به چين په پر له پسې توګه له افريقايي هېوادونو سره کولتوري تبادله او همکاری پياوړې کړي او په هر اړخيزه توګه به د چين او افريقا ترمنځ د ستراتيژيکی همکاری اړيکو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای