CRI Online

د توت ونو د پوستکو په وسيله جوړ شوی کاغذ

cri     (GMT+08:00) 2014-01-11 20:16:48

ټولو ته مالومه ده چې د کاغذ، باروت ، د چاپونې تکنالوژي او قطب نما په شمول د نړۍ څلور نوښتونه دچينايانو لخوا اختراع شوي چې همدغه څلور نوښتونه د نړۍ د بدلون سبب ګرځېدلي دي.

هان درې نيم زره کال مخکې جينايانو کرکترونه د څارويو په هډوکو باندی حکاکی کړي او وروسته د لويديځ هان په سلسله کې اشراف زاده ګانو پر ورېښمينو ټوټو باندی کرکترونه ليکلي وو چې بيې يې ډېرې قيمتې وې ، خو د لويديځ هان په لومړيو کلونو کې په چين کې ساده کاغذونه جوړ شوي چې په پاي کې د ختيځ هان په سلسله کې څاي لونګ د اوږدې مودې د څيړنو او ازموينو له کبله ښه کيفيت لرونکي کاغذجوړ کړی او هغه هم د چينايانو لخوا د کاغذ لومړي جوړونکي په توګه ګڼل کېږي.

د کاغذ جوړولو تکنالوژي تقريبأ په اوومه پيړۍ کې کوريا او جاپان ته او بيا په اتمه پيړۍ کې عربي او اروپايي هېوادونو ته خپره شوه چې دغه نوښت د نړۍ د کولتوري چارو د ابادۍ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي. په همدې موده کې د چين په لويديځو پرتو کوچنيو هېوادونو کې وګړو هم د کاغذ جوړولو تکنالوژي زده وکړه، په تيره بيا د ورېښمو لارې په جنوب د لرغوني خوتان په يو وړوکي کلي کې يعنی د اوسني خوتان د قاراقاش ولسوالۍ د پورچاقچي علاقه دارۍ په بودا کلي کې وګړو د توت ونو د پوستکو په وسيله د کاغذ جوړولو تکنالوژي خپله کړه چې دغه ډول کاغذ د ورېښمو له لارې د اوسني ايتاليا ميلان ښار ته نقل شو . د توت ونو پاڼې د ورېښمو چينجو د روزلو لپاره لازمې دي او دغه پاڼې د کاغذ جوړولو ښه اومه مواد ګڼل کېږي . هان دوه زره يو سل کاله وړاندی د چين په جنوب د ورېښمو جينجو روزنه پيل شوه ، خو د هېواد په لويديځ کې وګړو د اوښانو او اسونو په وسيله ورېښمينې پارچې واخيستلې ، په تيره بيا د خوتان وګړو هيله درلوده چې د ورېښمو توليدولو تکنالوژي لاس ته راوړي . نو د خوتان هوښيار پاچا د چين د مرکزي هېواد له امپراطور څخه وغوښتل چې دده له لور سره واده وکړي . دغن غوښتنه ومنله شو ، پاچا شهزادګۍ ته وويل چې د ورېښمو د چنجو څو غوزې له ځانه يووړي څو چې زما په هېواد کې داسی چنجی ورزول شی او ته هم ورېښمينې جامې اغوستی شي. شهزادګۍ له خپل وطن څخه د خوځېدو په وخت کې څو غوزې په خپله خولۍ کې پټې کړې چې په نتيجه کې د چنجو غوزې خوتان ته يوړول شوې. په دوهم کال کې په خوتان کې د توت زياتو ونو د کرلو له امله د ورېښمو توليدولوچارې سمسورې شوې او په عين وخت کې د توت ونو د پوستکو په وسيله د کاغذ جوړولوتکنالوژی هم په دغه هېواد کې خپره شوه چې په چين کې د نورو ډولونو کاغذونو په شان د پخولو ، ميده کولو ، وچولو او داسی نورو لسګونو تخنيکي پړاوو تر بشپړولو وروسته دغه ډول کاغذ جوړېږي .څرنګه چې د توت ونو د پوستکو فايبرونه اوږد او کلک دي ،نو رنګ يې د زياتو کلونو لپاره ساتل کېږي او اوبه ښه زغموي .د يادولو ده چې په يوولسمه پيړۍ کې د شينجيانګ ډير اثار په يادو کاغذونو باندي ليکل شوي وو

د ياد کاغذ د جوړولو تکنالوژي په دوه زره شپږم کال کې د چين د دولتي شورا لخوا د دولت په درجه د نامادي کولتوري ميراث په توګه پيژندل شوې او حتی د بيجينګ په امپراطوري ماڼۍ کې د قديمي انځورونو د ترميمولو لپاره هم ياد کاغذونه کارول کېږي .اوسمهال په بودا کلي کې پنځوس کورنۍ د کاغذ جوړولو په چارو لګيا دي

خوتان د سپين رنګ قيمتي ډبرو له امله د هېواد دننه او بهر ډير شهرت لری ، نن ورځ د خوتان د قيمتي ډبرو په نوم د کولتوري سيلانۍ په فيستيوال کې يو بل پروګرام ټاکل شوی دی سيلانيان کولی شی چې په خپلو لاسونو ياد کاغذ جوړ کړي


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای