CRI Online

په ګوانګ جو ښار کې به د پسرلني اختر د نمانځنې ډول ډول فعاليتونه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2014-01-15 19:47:39

د روانې مياشتې يو ديرشمه نېټه دچينايانو لومړی لوی اختر دی چې د پسرلي اختر هم نومېږي ،همدغه ورځ د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د نوي کال لومړی ورځ ده او له دې ورځې وروسته پسرلی رارسيږي او په نيمه مياشت کې په ټول هېواد کې د خوښيو ډول ډول فعاليتونه ترسره کېږي . نو په ١٤ نېټه د ګوانګ جو ښاروالي په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړ چې ددې اختر په موده کې به ډول ډول فعاليتونه تر سره شي څوچي ښاريان او سيلانيان د چيني ملت دغه لومړی لوی اختر ولمانځي .

د پسرلي موسم د هر کلي لپاره د ګوانګ جو ښار د ګلانو بازارونو د تشکيلاتي کميټې د دفتر مدير هوانګ نان بينګ وويل چې د سږني فعاليت اصلی موضوع په ګوانګ جو کې د پسرلني اختر لمانځل او د ګلانو په ښار کې د ګلانو کتل دي چې ياد ښار د چينايانو په خولو کې د ګلانو ښار بلل کېږي .هر کال ددې اختر مخکې د ګلانو بازارونه خلاصيږي او د اختر په ١٥ ورځنۍ موده کې دوديزې نندارې ، د نامادي کولتوري اثارو او د ګلانو د نندارتون په ګډون يو لړ فعاليتونه تر سره کېږي.

د روان کال د لوی ښار ننداره د جنورۍ په ٢٧ نېټه د ماښام په ٨ بجو پيل کېږي. له ٢٨ نېټې څخه تر ٣٠ نېټې پورې د ګوانګ جو ښار په ١٢ سيمو کې د پسرلي موسم د هرکلي په اړه د ګلانو بازارونه پرانيستل کېږي.بر سېره پر دې،د لينګ نان سيمې هنر او کولتور د نندار ې لپاره کولتوري فيسټيوال هم تر سره کېږي

د لازياتو سيلانيانو د راجلبولو لپاره د ګوانګ جو ښاروالي د اړوندو څانګوچارواکي په وار سره وو هان، شانګ شا او هاربين ښارونو ته تللي چې ياد فعاليتونه معرفي کړی.

د خبر له مخې، په ګوانګ جو کې د پسرلي موسم د هرکلي لپاره د ګلانو بازارونه د ولايت په درجه د نامادي کولتوري اثار په توګه ټاکل شوي چې د هېواد په دننه او بهر کې ډېر مشهور دی . اوس اړوندې څانګې د دولت په کچه د نامادي کولتوري اثارو په لسټ کې ددغه ډول بازار د شموليت لپاره کوښښ کوي.

د جنورۍ په ١٤ نېټه د ګوانګ دونګ ولايت د کولتور څانګې خبر ورکړ چې د ٢٠١٤ کال د پسرلني اختر په موده کې به د ګوانګ دونګ ولايت د بېلا بېلو کچو د کولتور څانګې څه د پاسه ٢٠٠٠ ولسي فعاليتونه تر سره کړي څو چې ګڼ شمير وګړي د کولتوري پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټه واخلي.

د اختر په موده کې به د ګوانګ دونګ ولايت د بېلا بېلو کچو کتابتونونه، کولتوري مرکزونه او موزيمونه وړيا پرنيستل شي اود خطاطۍ او نقاشۍ نندارتونونو، د کولتوري اثارو او د ملکي ټولونې نندارتونو په ګډون يو لړ فعاليتونه به هم تر سره شي.د اټکل له مخې، د ګوانګ دونګ ولايت په ډول ډول موزيمونو کې به د روان کال د پسرلني اختر په موده کې ٢٠٠ نندارتونونه جوړ شی.

د نامادي کولتوري اثارو په لسټ کې شامل شوې څانګې او وارثان به هم په دې موده کې نندارې ولوبوي. د بېلګې په توګه د ګوانګ دونګ د ملي موسيقۍ هنري ډله به د ٤ مشهورو چيني لرغوني داستانونو سره سم په اخيستل شويو تلويزيوني فلمونوکې د نغمو غږولو کنسرت جوړ کړي. په شان تو ښار کې به د ٢٠١٤ کال د چاو شان د ولسي دودونو ننداريزه اوونۍ تر سره شي. د ګوانګ دونګ په تاريخي موزيم کې به د پسرلني اختر د هرکلی په اړه يو لړ فورمونه تر سره شي چې په ترڅ کې به د چين د پسرلني اختر دودونه او په ګوانګ جو ښار کې د ګلانو بازار د تاريخ په اړه معلومات اورېدونکو ته ورکړی شي.

بر سېره پر دې، د پسرلني اختر په موده کې به د ګوانګ دونګ ولايت د کولتور څانګې زموږ چيني خوب په نامه نندارې جوړې کړي چې له وروستيو کلونو راهيسې د هېواد په سترو سياليو کې جايزه اخيستونکي ښکلي پروګرامونه نندارچيانو ته وړاندې کړي.دغه راز د ولايت په بېلا بېلو کولتوري مرکزونو کې به هم ٢٠ نندارې وښودل شي. د يادولو وړ ده چې يادې څانګې له اړوندو يونټونو څخه غوښتنه وکړه چې د اختر د لمانځنې په وخت کې بايد پيسې وسپموي او امنيت دې وساتي څو چې وګړي په ارام ډول دغه غټ اختر تير کړي .

د ياد ولايت د کولتور څانګې غوښتنه کوي چې په جدي توګه امنيتي تدبيرونه ونيسي چې د پسرلني اختر په موده کې د ډول ډول کولتوري فعاليتونو د سالم تر سره کېدو لپاره زمينه برابره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای