CRI Online

د چيني طب او دوديز درملونه د بهرنيو سيلانيانو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2014-01-24 10:09:53

له دې امله چې په وروستيو کلونو کې په نوروهېوادونو کې د چيني طب او دوديز درملونه په پرله پسې ډول پيژندل شوي ، د چين طبي څانګې څرګندوي چې په راتلونکي کې به بهرنيو بازارونو ته د چين دوديزو درملو د ننوتلو او د روغتيا ساتلو په غرض د زياتو بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو لپاره ډېر کوښښونه وکړي څو چې په نورو هېوادونو کې د چين دوديز طب په ښه توګه وپيژندل شی.

تر اوسه پورې د چيني طب او دوديز درملونه ١٦٠ هېوادونو او سيمو ته ننوتلي دي. د چين د طبي څانګو په نظر په راتلونکي کې به د خدمتي سوداګرۍ له لارې په نورو هېوادونو او سيمو کې د چيني طب او دوديزو درملو د خپرېدا بهير ګړندی شی ، په نورو هېوادونو کې به د چيني طب په اړه د روغتيا ساتنې مرکزونه جوړ شي چې سيمه ييزو وګړو ته طبي خدمتونه برابر شي.د چين د دوديزو درملو ادارې د نړيوالې همکارۍ څانګې مسؤلې وانګ شياو پين خبريالانو ته وويل چې اوس په يو شمېر هېوادونو کې د چيني طب او دوديزو درملو د کارولو قانونيت منل شوي او د چيني طب او دوديز درملونه د طبي بيمې په چوکاټ کې ټاکل شوي دي.

تر اوسه پورې چيني طب او دوديز درملونه عمده نړيوالو بازارونو ته ننوتلي دي چې په لازياتو هېوادونو کې د چيني طب کلينکونه جوړ شوي دي. د تونګ ژن تانګ او تيان لي شي په ګډون د چين د دوديزو درملو توليدولو غښتلو شرکتونو هم په زياتو هېوادونو کې شهرت موندلی دی ، مثلا تر اوسه تونګ ژن تانګ په ٢٠ هېوادونو کې د چيني طب او دوديزو درملو مرکزونه جوړ کړي او د تيان لي شي شرکت لخوا جوړه شوې ګولۍ چې د زړه ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړی اغيز لری، او د طبي تمرين په دوهم پړاو کې بريالۍ شوې او په درېم پړاو کې کارول شوې ، اوس د نوي درمل په توګه ددې درمل غوښتنليک د امريکا طبي څانګې ته وړاندی شوی دی.

خو اوس په چين کې د بهرنيانو لپاره د چيني طب او دوديزو درملو په وسيله د روغتيا ساتنې مرکزونه لږ دي چې يوازې په بېجينګ او سان يا کې بهرنيو سيلانيانو ته د چيني طب او دوديزو درملو په اړه د روغتيا ساتلو خدمتونه برابرېږي.په چين کې د عربي هېوادونو ټولنې د نماينده ګي چارواکي محمد الشافي چې د ماساژ په وسيله د خپلې ناروغۍ د جوړېدو تجربه لری ، د چيني طب د عجيب اغيز په هکله داسې وويل

(اواز٢)

زما په اند د چيني طب او دوديز درملونه ډېر عجيب دي.ځينی ناروغۍ د چيني طب او دوديزو درملونو مثلا د ماساژ او ستنې وهلو په وسيله جوړېدای شی او لوېديځ درملونه په دې برخه کې هيڅ اغيز نه لري.

د محمد الشافي غوندي له چيني طب څخه ګټه اخيستونکي ډېری دي ، خو د تاسف وړ دا ده چې د يادو کسانو شمېرنې بشپړ سيستم نه دی جوړ شوی ، نو اغلې وانګ شياو پين وويل چې روان کال کې به د شمېرنې ياد سيسټم بشپړ شي . دې وويل چې د غاړې ، ملا او ستونې ناروغيو د درملنې او د روغتيا ساتنې په برخو کې چيني طب او دوديز درملونه ځانګړي اغيز لری او د بهرنيو ناجوړو سيلانيانو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.دې زياته کړه چې د چين طبي څانګه به هم په جدي توګه مساعد تدبيرونه غوره کړي او په ياده برخه کې د لګښت اخيستلومناسب سيسم جوړ کړي څو چې د چيني طب په وسيله د روغتيا ساتنې په هکله خدمتونه معياري شی.

اغلې وانګ وويل چې ( اواز ٣)

موږ به په راتلونکو درېو کلونو کې د يادو بهرنيانو لپاره غوره خدمتي بڼه ولټوو ، برسيره پردې يو لړ ځانګړې تګلارې به جوړې کړو چې د هېواد په ځينو سيمو کې ازموينې پيل شوې دي . سيلانی په خدمتي سوداګرۍ اړه ده او د چيني طب او دوديزو درملونو په کارولو سره به نوره هم سمسوره شی او د چيني کولتور په درلودلو سره يو ډول خاص خدمت به وګرځي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای