CRI Online

د پسرلني اختر په هکله مالومات

cri     (GMT+08:00) 2014-02-04 20:15:43

پسرلنی اختر د چينايانو لپاره لومړی لوی اختر دی او د چينايانو د کرنيزې جنترۍ له مخې د دوولسمې مياشتې له اتمې نېټې يا درويشتمې نېټې څخه د نوي کال د لومړۍ مياشتې تر پنځلسمې نېټې پورې ټاکل کېږي چې په دې موده کې د کال وروستۍ ورځ او د نوي کال لومړی ورځ د دې اختر د لمانځنې لوړه څپه ګڼل کېږي او په دې موده کې چينايان د دې اختر لمانځنې په وياړ ډول ډول فعاليتونه ترسره کوي.

د پسرلني اختر په هکله کيسه

په چيني ژبه د پسرلني اختر لمانځنه د نيان شړلو په نوم هم يادېږي . ويل کېږي چې نيان يو ډول خيالي بدڅاروی دی چې انسانانو ته بدمرغي رسوي . هر کله چې د کال د وروستۍ مياشتې په اخره ورځ نيان کليو ته ځي او انسان وژني . يو وار نيان يوه کلي ته ورسيد،د کلي دوو هلکانو متروکې وهلې چې نيان د غټو اوازونو په اورېدو سره وتښتيده . کله چې نيان د بل کلي د يو کور په وړاندې وليدل چې يو سور رنګ کالي ځوړند وو ، هم د ويرېدو له کبله وتښتيده ، لنډه دا چې نيان له غټ اواز او سور رنګ څخه ويرېږي ، نو د پسرلني اختر په موده کې وګړي پټاکۍ الوځوي او د دروازې په دواړو خواوو کې هغه سره کاغذونه لګوي چې ورباندی بيتونه ليکل شوي دي څو چې نيان وشړي .

د پسرلني اختر په کله دودونه

١ – د کور پاکول .

د چينايانو د کرنيزې جنترۍ له مخې د هر کال د وروستۍ مياشتې له درويشتمې نېټې څخه تر اخري ورځې پورې د پسرلي د هرکلي او هم د کور پاکولو ورځې ګڼل کېږي چې نيت يې له کوره د بدمرغۍ لېرې کول دي .

٢- د شيانو اخيستل

د پسرلني اختر څخه لس ورځې مخکې وګړي د غوښې ،چرګ ، کبانو ، شراب ، شيريني او د وچو ميوو په اخيستلو لګيا وي، دغه راز سوغاتونه هم اخلي ، برسيره پردې د ماشومانو لپاره نوي کالي او خولۍ هم اخلي.

٣-د نوي کال د رارسېدو لپاره انتظار کول

پسرلنی اختر د کورنۍ د ټولو غړو د راغونډېدو وخت دی او د کال د ختمېدو او د نوي کال د رارسيدو په وخت کې د کورنۍ ټول غړي سره راغونډېږي او د چين په شمالي سيمه کې وګړي د جياو ځه په نوم خوراک خوري چې له اوړو څخه جوړېږي او په منځ کې غوښه يا سبزي وي . په چيني ژبه جياو د بدلولو ، او ځه د شپې له يوولسو بجو څخه د بلې ورځې تر يوې بجې پورې ټاکل کيږي او جياو ځه يعنی د وخت تبديلولو مانا لری. د چين په جنوبي سيمه کې وګړي د ګاو په نوم يو ډول خوږ خوراک خوري چې په راتلونکي کال کې د ژوند د ښه والي سمبال دی او ګاو په چيني ژبه کې د ترقۍ او ترفيع مانا لری .

٤- د دروازې په دواړو خواوو باندی د سرو کاغذونو لګول

د چينايانو بل عادت دا دی چې د نوي کال د هر کلي لپاره هم په ښار او هم په کلي کې د هر کور د دروازې په دواړو خواوو باندې کاغذونه لګوي چې د ښه نيت د څرګندولو لپاره ښکلي او بيتونه ورباندې ليکل شوي وي.برسيره پردې ځينی وګړي د دروازې په لاندنی برخه او ديوالونوباندي هغه سره کاغذونه په سمه يا چپه بڼه لګوي چې د نيکمرغۍ يا نعمت کلمې ورباندی ليکل شوي دي.که سرچپه لګول شوي وي، نو مانا يې د نيکمرغۍ رسېدل دي ځکه چې سرچپه کول په چيني ژبه کې د رسېدو تلفظ کېږی.

د پټاکۍ چاودول او د اختر مبارکي ويل

د نوي کال د رارسېدو په موقع کې هره کورنۍ د کور تر خلاصېدو وروسته لومړی بايد پټاکۍ چاودوي چې د پټاکۍ په چاودلو سره د خوښۍ فضا جوړېږي . کله چې د نوي کال زنګ تروهلو وروسته په هر ځاي کې د پټاکيو چاودلو غټ اوازونه پورته کېږي او په هر کور کې واړه لومړي زړو ته د نوي کال مبارکي وايي او مشران ماشومانو ته د يو کلني د لوېدو له امله پيسې ورکوي. په دوهمه او درېيمه ورځ دوستان يو بل ته مبارکي وايي .

د معبد بازار

د نوي کال د لمانځنې لپاره د چين په بيلا بېلو ځايونو کې د خوښيو ډول ډول فعاليتونه ترسره کېږي ، مثلا ځوانان په داسی حال کې چې خپل ځان د زمري په بڼه جوړکړي ، نڅا کوي، ډول ډول ځايي اوپيراګانې او نورې نندارې ترسره کېږي او زاړه واړه د معبد يا ګلانو بازار څخه سيل کوي چې د خوښيو دغه ډول فعاليتونه د نوي کال د لومړۍ مياشتې تر پنځلسمې نېټې پورې دوام لری او په دغه ورځ چينايان يو ډول ګرد خوراک خوري چې له سريښ وريجو او له اوړو څخه جوړېږي او په منځ کې يې غوښه او شيريني وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای