پر ځايي وخت د فبرورۍ له ٨ نېټې څخه تر ٩ نېټې پورې د چين د مشهور ډايرکترمنګ جينګ هوی له خوا لارښول شوې ډرامه چې نوم يې ژوندی دی ، د جرمني په پلازمېنه برلين کې د نندارچيانو لخوا وستايله شوه .
يوه مياشت مخکې په برلين کې د يادې ډرامې ټکټونه ټولټال پلورل شوي. د فبرورۍ په ٨ نېټه تر نندارې وروسته په جرمني تياتر کې نندارچيانو په تودو چکچکو د دې ډرامې ډېره ستاينه وکړه. په جرمني کې د چين پخواني سفير شه مينګ شيان وويل
(اواز ١)
ډېر خوشحاله يم چې دغه مشهوره ډرامه مې وليدله ، دا يوه ستره ډرامه ده او دغه ننداره د لارښوونکي او لوبغاړو لپاره يوستر برياليتوب دی.
په ياده ډرامه کې هم زيات عصري سبکونه شامل دي . لارښوونکي منګ جينګ هوی د دې ډرامې په اړه داسې وويل
(اواز ٢)
د چين د نامتو ليکوال يو هوا له خوا تهيه شويو ډرامو کې خبرې ډېرې دلچسپې او شوخې دي. زما په اند د ده اثار له ترحم او تمسخر څخه ډک دي ، نو په سټيج کې دده د اًثارو لخوا تهيه شوې ډرامې ګڼ شمير نندارچيان ورجلبوي .
جرمني د ډرامې لرغونې تاريخ لري او جرمني نندارچيان د ښکلا پيژندنې په هکله لوړه کچه لري.دغه راز لارښوونکي منګ جينګ هوی د نندارچيانو غوښتنو د پوره کېدو لپاره ډېر کوښښ کړی دی
(اواز ٣)
سره له دې چې جرمني نندارچيان نسبتأ لږ څه محافظه کار دي ، خو هيڅ ستونزه نشته ځکه چې په جرمني کې د ډرامو شکلونه بېلا بېل دي. ډير خوشحاله يم چې دجرمني په مشهور تياتر کې زما لخوا ډايرکتر شوې ډرامه وښودله شوه . ما ټولو لوبغاړو ته وويل چې وګوره په تياتر کې چوکۍ، ستيج او څراغونه څومره ښکلي او لرغونی دي .
د يوې ډرامې برياليتوب د لوبغاړو له کوښښونو سره نژدی تړاو لري.عمده لوبغاړي هوانګ بوه وويل
(اواز ٤)
زما په اند په ډرامه کې ګډ احساسات تر ټولو مهم دي.د مينې او مرګ په اړه د خلکو احساسات يو شان دی.
د ٢٠١٣ کال او ٢٠١٤ کال د چيني او جرمني ژبو د کال په توګه ټاکل شوی او په موده کې به په يو بل هېواد کې لوړپوړې ډرامې وښودل شی .د ژوندی دی په نوم ډرامه د جرمني د تاليا په نندارځی او د برلين د دوتسچيس په نندارځی کې ولوبېدله او د جرمني په ليسينګ کې د ډرامې په فيسټيوال کې به هم وښودل شي.
0212wenhua.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |