CRI Online

د چين په سرحدي سيمو کې د سرتېريو ژوند

cri     (GMT+08:00) 2014-02-21 11:44:38

کله چې پوځي ژوند يادېږي، زموږ په سر کې به پرله پسې تمرينونه رامنځته شي. خو د زمانې د پرمختګ له امله په پوځونو کې بدلونونه رامنځته شوي دي . مثلا له يوې خوا روزنې رنګارنګې شوې او له بلې خوا پوځي کمپونه هم له کولتوري فضا څخه ډک بريښي.(اواز ١)

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د يوې شپنيزې روزنې تر ختميدو وروسته په ګډونوالو سرتيريو کې د خوښۍ نارې واورېدلې ، نه په سپورټي ډګر کې د برياليو لوبغاړو چيغې .

(اواز ٢)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سرتېريو له خوا ويل شوې يوه سندره واورېده چې د سندرې ويلو له لارې تر پوځی روزنې وروسته د دوی ستړتيا له منځه يوړل شوه.

د چين د يون نان ولايت په سرحدي سيمه کې په يو پوځي کمپ کې روزنې ډول ډول دي . د يوه ټولي مشر سونګ مينګ شيوه وويل (اواز ٣)

په زياتو پوځونو کې هره ورځ بنسټيزه روزنه تر سره کېږي ، د سرتېريو په اند دغه ډول روزنه ډېره بې خونده ده. موږ له يو شمېر تلويزيوني سريالونو څخه ګټه اخيستې او په پای کې مو د روزنې خوندورې لارې چارې پيدا کړې دي.

سونګ شيوه مينګ وويل

(اواز ٤)

له دی امله چې د هر کس بدني کيفيت بېل دی، نو د منډې وهلو په وخت کې د ځينو سرتېريو سرعت چټک دی ،خو ځينی يې ورو دی.زموږ د خوشالۍ روزنې له لارې د سرتېريو ډله ييز وياړکوونکي احساسات پياوړي کېږي. تېر کال د کلنۍ ازموينې په وخت کې زموږ د ټولي سرتېريو د يو بل سره د مرستې له لارې خپلې دندې پوره کړي او په ټول غونډ کې يې لومړی مقام نيولی دی.

سرجنټ سون جيا چيانګ خبريالانو ته وويل (اواز ٥)

زموږ شپنيزې روزنې رنګارنګې دي چې د بدني توان د پياوړتيا په وخت کې د خوښۍ ډول ډول فعاليتونه هم تر کېږي.

د روزنې تر پای وروسته د سرتېريو ژوند لاهم زړه وړونکی دی.

(اواز ٦)

ګرانو اورېدونکو،تاسو همدا اوس د سرحدي سرتېريوپه فورم کې د يوې وينا اواز واورېده. هر ځل ٥ سرتېري پکې ويناوې کوي چې محتويات يې په وروستيو ورځو کې د کتابونو تر لوستلو وروسته خپلې خاطرې او نظرېې دي.

د ټولي سياسي لارښوونکي هو هه وويل چې د کتابونو لوستنه د ځوانو سرتېريو لپاره ډيره ګټوره ده .(اواز ٧)

ځکه چې د سرتېريو عمرونه د ١٧ يا ١٨ کلونو په شاوخوا کې دي او د ستونزو د حلولو په هکله کومه تجربه نه لری ، نو له مطالعې څخه زياتې پوهې تر لاسه کېدای شی او د دوی کيفيت او توان هم پياوړی کېدای شي .

(اواز ٨)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د يون نان ولايت د سرحدي سيمې په يو غونډ کې د سرتېري لو تاو له خوا ويل شوې سندره واورېدله چې په واقعي توګه په اوسنۍ زمانه کې د سرحدي سرتېريو احساسات ترې څرګندېږي.روزنه او ژوند بې ذوقه نه ده ، کولتور د هر سرتېر پر فکرونو اغېزه لګوي او پوځي کمپونه هم د دوی د ګډې کورنۍ په حيث ګرځېدلي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای