CRI Online

په چين کې د کولتوري لګښت پټه پيمانه له ٤٠٠ مليونو يوانو څخه اوښتی ده

cri     (GMT+08:00) 2014-03-04 15:11:51

په وروستيو ورځو کې د جنوبي کوريا تلويزيوني ډرامې په چين کې زيات شمېر نندارچيان راجلب کړي دي.نو چيني وګړي دا احساسوي چې د چين له خوا جوړ شوي کولتوري او هنري اثار لږ دي.د فېبرورۍ په ٢٤ نېټه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې د چين د کولتور وزير څای وو وويل چې د چين په ښارونو او کليوالو سيمو کې د اوسېدونکو د کولتوري لګښت پټ توان غښتلی دی.په راتلونکي کې به د کولتوري چارو د ابادۍ په بهير کې د ټولې ټولنې د ګډون لپاره هلې ځلې ترسره او غوره کولتوري او هنري اثار به جوړ شي.

چين داسی لرغونی هېواد دی چې زرګونه کلن تاريخ لري.په چين کې کولتوري سرچينه غنۍ ده.خو له دی امله چې اوس په چين کې د کولتوري بازار خوځنده ځواک او د سيالۍ توان غښتلی نه دی،نو په نړيوالو کولتوري بازارونو کې د چين د کولتوري تصديو برخوال انډول لږ دی.اوس د جنوبي کوريا او امريکا په ګډون د يو لړ هېوادونو له خوا جوړې شوی تلويزيوني ډرامې يا سريالونه په چين کې ډېر زړه وړونکي دي او د ګڼ شمير چيني نندارچيانو لخوا وستايل شول.په وروستيو ورځو کې د جنوبي کوريا له خوا يوه تلويزيوني ډرامه چې نوم يې دی له ستوري څخه راغلې يې، په چين کې يومليارډ نندارچيان راجلب کړي او له دې امله رامنځته شوي کولتوري لګښتونه هم ستر دي. زيات شمېر چيني ښځې د دې ډرامې په اړوند د ښکلا اوسينګار سامانونو د اخيستلو لپاره جنوبي کوريا ته تللي دي.

د چين د کولتور وزير څای وو زياته کړه چې په چين کې د کولتوري لګښتونو پټه پيمانه له ٤٠٠ مليونو يوانو څخه اوښتې ده، خو واقعي کولتوري لګښتونه يوازې ١٦٠ مليونه يوانه دي.له دې څخه څرګندېږي چې د چين په ښارونو او کليوالو سيمو کې د اوسېدونکو د عمومي کولتوري لګښتونو پيمانه ټيټه ده .

(اواز ١)

د کولتوري بازار خوځنده ځواک او د سيالۍ توان غښتلی نه دی او د چارو ستراتيژيک جوړښت معقول نه دی.په تېره بيا د کولتوري او هنري اثارو په اړه مشهور نښانونه لږ دي. د چين کولتوري تصدۍ په نړيوالو کولتوري بازارونو کې لږه برخه نيسي او د سيالۍ توان يې هم غښتلی نه دی. دا يوه ستره مسئله ده چې څنګه به د کولتوري سوداګرۍ د پرمختګ له لارې په نړيوالو کولتوري بازارونو کې د سيالۍ توان پياوړی شی؟

کولتوري خوځنده ځواک د فولکلوري کولتور د پرمختګ په بهير کې رامنځته کېږي. اوس د چين زيات شمېر کولتوري تصدۍ کوچنۍ او د پانګونې پيمانې يې لږې دي. په وروستيو کلونو کې ځينې کوچنۍ تصدۍ د ډرامو ښودلو په مشهورو ډلو بدل شوې دي چې کولتوري خوځنده ځواک يې ستر دی.خو د دغو ډلو د پيمانو زياتوالی لاهم يو ستونزمن کار دی.د چين حکومت له تېر کال څخه د کوچنيو کولتوري تصديو د ساتنې په اړه تګلارې پلې کړې چې د مالياتو کمښت يو ستر امتياز ګڼل کېږي . وزير څای وو وويل چې په راتلونکي کې به هم په پر له پسې توګه د کولتوري او پولي چارو د يووالي لپاره کوښښ وشي چې د کولتوري تصديو د پرمختګ لپاره ښه چاپيريال برابر شي.هغه وويل چې حکومت به په راتلونکي کې د کولتوري تصديو د ملاتړ لپاره يو لړ تګلارې جوړې او تطبييق کړي.

(اواز ٢)

لومړی دا چې کوچنۍ کولتوري تصدۍ هم د چين د دولتي شورا له خوا د ملاتړ شويو کوچنيو تصديو د پرمختيايي تګلارې په چوکاټ کې شاملې شوي دي . دوهم،د کوچنيو کولتوري تصديو د ملاتړ لپاره به ځانګړې تګلارې جوړې شي. که د تسويد بهير سالم وي، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې به دغه تګلارې پلې شي.درېيم،بايدپه پر له پسې توګه له پولي سازمانونو سره همکاری پياوړی شي ، په فعاله توګه دې د ماليې وزارت ځانګړې پانګې همغږی شي او د کوچنيو کولتوري تصديو د ملاتړ پلان دې جوړ شي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای