CRI Online

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د کولتوري تبادلې کال

cri     (GMT+08:00) 2014-03-13 18:20:08

٢٠١٤کال د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د کولتوري تبادلې کال په توګه ټاکل شوی دی . د چين د دوولمسې دورې ملي ولسي کانګرس په دوهمه غونډه کې ځينو ګډون کوونکو استازيو په بېجينګ کې وويل چې چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه ورته کولتوري شرايط او د پرمختګ ګډه هيله لري.د کولتوري تبادلې پياوړتيا د دوه اړخيزو اړيکو د پوره پرمختګ لپاره ګټوره ده.د کولتوري تبادلې د رنګارنګ فعاليتونو په جوړېدو سره به د چين او د يادې ټولنې ترمنځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ پياوړی او خلکو ته ګټه ورسول شي.

د چين د يون نان ولايت د چو شيونګ د يي قوم د خپلواکې ادارې سيمې استازې ځه ګوی جيو چې د مې ګه په نوم د کولتور يوه وارثه ده ، وويل چې د مې ګه کولتور د يي قوم يو ډول ځانګړی کولتور دی چې د سندرې ويلو له لارې د يي قوم د خلکو ژوند بيان کېږي. د دې هيله دا ده چې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې په سټيج کې سندرې ووايي.

(اواز ١)

ځکه چې يون نان ولايت د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو سره ګډه پوله لري.زموږ په دغه سيمه کې غوره سندرغاړي کله کله په دغو هېوادونو کې نندارې کوي.زما هيله دا ده چې يوه ورځ به د مې ګه کولتور د جنوب ختيځې اسيايي هېوادونو ته معرفي کړم.

کولتوري تبادله د دوه اړخيزو خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم لپاره ګټوره ده. د چين د ملي ولسي کانګرس استازې او د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم د خپلواکې ادارې سيمې د رئيس مرستيالې ميرمن لي کانګ وړانديز وکړ چې د ګوانګ شي حکومت په روان کال کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره دکولتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره زياته هڅه وکړي څوچې د ورته کولتور له لارې ختيځ کولتور خپور شي.

(اواز ٢)

د ګوانګ شي د ملي لږکيو نڅاوې او سيمه ييزې اوپيراګانې د يادې ټولنې د غړو هېوادونو د خلکو ډير خوښې دي .چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه بايد په ګډه د ختيځ کولتور څېړنه وکړي او خپلمنځی تبادله پياوړی کړي.

د مېرمن لي کانګ په اند د ځانګړې څېړنې په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ کولتوري تبادله دې ژوره او خپلمنځی تفاهم او باور دې پياوړی شي.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د ګوانګ شي د نان نينګ ښاروال جو هونګ بوه وويل چې کولتوري تبادله يوازې د فيسټيوال جوړول نه دي.بلکې بايد د يوه ستيج په توګه وګرځي.د دغه ډول ستيج له لارې به د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د زياتوالي لپاره لاښه فرصتونه او زمينې برابرې شي. ښاغلي جو هونګ بوه وويل

(اواز ٣)

موږ يوه ځانګړې سوداګريزه سيمه جوړه کړې چې پکې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د هر غړي هېواد لپاره يوه سيمه ټاکل شوې ده. هيله من يو چې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړي کېدو په عين وخت کې دې د دغې ټولنې کولتور له نژدې احساس کړئ.

د ويتنام د لوی سفير په اند د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د کولتوري تبادلې کال د جوړېدو موخه د دواړو خواوو د وګړو ترمنځ د تبادلې،تفاهم او دوستۍ پياوړی کول دي تر څو د دوه اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکو کولتوري بنسټ نورهم ټينګ او کلک شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای