CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس استازيو غوښتنه وکړه چې د کولتوري تبادلې د پياوړتيا په اړه د قوانينو د جوړېدو بهير دې چټک شي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-26 19:06:23

په نورو هېوادونو کې اوسېدونکي چينايان له خپل هېواد او کور سره مينه لري او د زمانې د پرمختګ سره سره لازياتو هېوادوالو غوښتنه کړې چې بايد په نورو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو حقونه او ګټې ښه وساتل شي.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او په ګوانګ دونګ ولايت کې د ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال لی يو لان د چين د نړيوالې راډيو له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل چې بايدپه چين کې اړونده قوانين جوړ شي ترڅو په نورو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو حقونه او ګټې وساتل او د نوی زمانې له بدلونونو سره سمون وخوړل شي.

اوس په نړۍ کې د اوسېدونکو چينايانو شمېر له ٥٠ مليونو تنو څخه اوښتې دی، دوی د چين د عصري کېدو په بهير کې مهم ځواک ګرځېدلی او د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.ښاغلي لی وويل چې د ګوانګ دونګ ولايت پرمختګ په نورو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو له خدمتونو سره تړاو لري.

(اواز ١)

د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې په نورو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو د ٢٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو په لګولو سره په ګوانګ دونګ ولايت کې اته پنځوس زره تصدۍ جوړې کړي دي.

خو د چين د ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو او د نړيوال تګ راتګ د زياتوالي سره سم ګڼ شميرچينايان د دايمي هستوګنې لپاره نورو هېوادونو ته تللي دي .

لی وويل چې اوس لازيات چينايان د دايمي هستوګنې لپاره نورو هېوادونو ته په کډه ورځي ، خو دوی نه غواړي د دغو هېوادونو تابعيتونه واخلي. نو لی يو لان وړانديز وکړ چې په نورو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو حقونو او ګټو د ساتنې په اړه د قوانينو د جوړولو بهير چټک شي چې د دوی قانوني حقونه تر حمايت لاندې راشي.

بر سېره پر دې ، لی يو لان هم په نورو هېوادونوکې د اوسېدونکو ځوانو چينايانو ترمنځ کولتوري تبادلې ته پاملرنه کړې.د خبر له مخې،اوس په نورو هېوادونو کې له ٢٠ مليونو تنو څخه زيات ځوان چينايان اوسېږي چې زياتره يې په دغو هېوادونو کې زېږېدلې او وده يې کړې ، نو د خپل وطن په اړه ژور او مستقيم معلومات نه لري.

(اواز ٣)

د نويو حالاتو په وړاندې مې وړانديز کړی چې کولتوري تبادله دې پياوړی شي تر څو په نورو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو د تاريخ په اړه څېړنه نورهم ښه ترسره شي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ د حکومتي کارونو په سږني راپور کې ويلي چې د هېواد په بهر او دننه کې اوسېدونکي چينايان بايد سره يو موټی شي تر څو دوي په فعاله توګه د چين د عصري کېدو په ابادۍ کې ګډون وکړي او د هېواد د سولې او وحدت د پرمخبيولو لپاره خدمتونه وکړي او د کولتوري تبادلې په هکله ځانګړی رول ولوبوي.

لی يو لان وويل چې ګوانګ دونګ ولايت به په نورو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو حقونو او ګټو د ساتنې لپاره له اړوندو څانګو سره د قوانينو د جوړولو بهير د چټکتيا لپاره هڅه وکړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای