CRI Online

دراکړي ورکړي له لارې رنګا رنګ نړيوال کولتورونه ښودل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-27 18:16:36

د چين په ملي موزيم کې ١٢٠٠ زره تاريخي اثار ساتل شوي چې د چيني کولتور له پوره ښودنې نه پرته هم د تبادلې له لارې رنګا رنګ نړيوال کولتورونه نندارې ته وړاندې کېږي.

د چين ملي موزيم په پلازمېنه بېجينګ کې د تيان ان من ډګر په ختيځ کې پروت دی چې پراخوالی يې ٢٠٠ زرو مربع مترو ته رسېږي چې په نړيوالو موزيمونو کې تر ټولو ستر دی. د چين د ملي موزيم د ټولنيزې ښوونې د مطبوعاتو څانګې مدير هوانګ چن وويل چې په چين کې د موزيمونو د ابادۍ چارې نوې پرمختيايي مرحلې ته ننوتلې دي.د موزيم کولتور او سبک د خلکو له ژوند سره نژدی تړاو لري.

(اواز ١)

له ٢٠٠٨ کال څخه تر اوسه پورې شپږ کاله کېږي چې ياد موزيم په وړيا توګه خلاص شوی او په لومړيو وختونو کې د نندارچيانو موخې څرګندې نه وې ، خو ٦ کاله وروسته د ادارې او خدمتي سويې د لوړتيا سره سره د نندارچيانو موخې هم بدلې شوي دي چې د ساعتيري او د پوهې د زياتولو لپاره موزيم ته ځي.

د هسپانيا د پخواني مشهور انځورګر پابلو پيکاسو له خوا د ولارډ په نوم په لرګينې تختې باندې د حکاکی شويو انځورونو نندارتون تازه په ملي موزيم کې پرانستل شوچې ښودل شوي انځورونه له ١٩٣٠ کال څخه تر ١٩٣٧ کال پورې جوړ شوي چې په ٢٠مه پيړۍ کې د پيکاسو هنري ژوند ښکاره شوی او ډېرې ځانګړتياوې لری.

د ياد نندارتون طرح کوونکې اليسيا ګومېز وويل چې هر انځور ځانګړی دی او د دغه شان کولتوري راکړي ورکړي له لارې به د هسپانيا او چين د خلکو ترمنځ واټن کم شي.

واقعيت دا دی چې دغه نندارتون په وروستيو کلونو کې د چين په ملي موزيم کې په جوړ شويو څو تبادلوي نندارتونونو کې يو دی. د بېلګې په توګه په ٢٠١١ کال کې د چين ملي موزيم د جرمني له درېيو موزيمونو سره يو ځای د لومړنۍ هنر په نامه ستر نندارتون جوړ کړی.دا د چين او جرمني ترمنځ لومړنی لوی نندارتون و چې په کې د مشهورو هنرمندانو څه نا څه ٦٠٠ اثار ښودل شوي دي.بر سېره پر دې ، د چين په ملي موزيم کې د بريټانيا او فرانسې له موزيمونو سره د همکارۍ له لارې هم يو لړ نندارتونونه جوړشوي دي. ښاغلي هوانګ چن وويل

(اواز ٢)

په چين کې د نندارتونونو تر جوړېدو وروسته ستره اغېزه رامنځته شوي ده. د نندارچيانو له شمېر څخه څرګندېږي چې خلکو زموږ د نندارتونونو هرکلی کړی دی.

د تېر وخت په شان د پيکاسو د انځورونو نندارتون هم زيات شمېر نندارچيان راجلب کړي دي.

مېرمن لي يوه وويل(اواز ٣)

زه د بېجينګ يوه ښاروالۍ يم او له دوستانو سره مې کله کله دلته د نندارتون سيل کوم .ډېره خوشاله يم چې نن ورځ د پيکاسو انځورونه له نژدې ګورم.

ښاغلي لي سه چنګ وويل(اواز ٤)

ډير اغيزمن او زړه وړونکی نندارتون دی .زه په لرګينې تختې باندي د انځور خاص حکاک نه يم ، دغه ځل فقط غواړم چې د انځورونو په اړه کيسې وپېژنم.

د خبر له مخې،په راتلونکي کې به د چين په ملي موزيم کې د روسيې او پولنډ نندارتونونه وښودل شي.د ملي موزيم د ټولنيزې ښوونې د مطبوعاتو څانګې مدير هوانګ چن وويل چې د نورو هېوادونو لوړې کچې نندارتونونه به زموږ په موزيم کې جوړ شي ترڅو چيني نندارچيان رنګارنګ نړيوال کولتورونه له نژدې وپېژني


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای