CRI Online

په نړۍ کې تر ټولو وړوکي معبد

cri     (GMT+08:00) 2014-04-05 18:52:05

د چين د شينجيانګ د ختن د چيرا ولسوالۍ له دامکو لوي کلي څخه په لويديځ اووه کيلو مترۍ کې يوه غونډۍ چې په اويغوري ژبه توپوروک ويل کېږي ، پرته ده او په دوه زره درېم کال کې پېدا شوي بودايي معبد د نړۍ تر ټولو وړوکی معبد بلل کېږي .

ددې معبد د موندلو په هکله کيسه دا ده چې يوه ورځ يو شپون او دده څو ځوانو ملګرو د داما يوې لويدلې شمشار ونې ته نژدې د وچو شويو رېښو د کيندلو په وخت کې د بودايي مجسمې يوه برخه وموندله او پوره يوه ورځ يې وهڅوله ، خو نور قيمتي شي يې نه دی پيدا کړی ، نو يو ځوان د بودايي مجسمې پر ورون پښه وواهه او لاړ . په دوهمه ورځ دغه ځوان د موټوسايکل د سپرلۍ په وخت کې له موټوسايکل څخه ولويد او ورون يې ټپی شو چې له امله يې پر بودايي مجسمې د وهلو په اثر د تلافي خبر خپور شو ، په عين وخت کې د لوي کلي حکومت دغه خبر هم واورېد ، نو سمدستي يې کلتوري څانګې ته خبرداری ورکړ . ژر دغه خبر د بيجينګ اړوندې ادارې ته ولېږل شو او د دوه زره دوهم کال د مې او جون په مياشتو کې په شينجيانګ کې د چين د علومو اکاډمۍ د لرغون پيژندنې ډلې دغه معبد وکينده چې دغه موندنه په دوه زره دوهم کال کې د چين د لويو لرغون پيژندونکو موندنو څخه وشميرل شوه .

دغه وړوکی معبد د يوې شګلنې غونډۍ د درې اعشاريه دريو مترو تر شګو لاندی پټ و چې غونډۍ يې څلويښت متره اوږدوالی او شل پلنوالی لری ، د معبد پراخوالي يوازی څلور نيم مربع متره دی چې له جنوب څخه تر شمال پورې اوږدوالی يې دوه اعشاريه دوه پنځه او له ختيځ نه تر لويديځ پورې يوازی دوه متره دی. پوښتنه دا ده چې ولی دومره کوچنی معبد جوړ شو؟ د لرغون پيژندونکو په نظر دا معبد يوازی د يوې کورنۍ لپاره عبادتګاه وه .

د معبد په څلورو ديوالونو باندی ښکلي انځورونه ليدل کېږي او د معبد په مرکز کې د بودا يوه وړوکی مجسمه ولاړه ده چې صفر اعشاريه شپږ پنځه متره جګوالی لری . د لرغون پيژندونکو په نظر دغه معبد په پنځمه يا شپږمه پيړۍ کې جوړ شو چې تر اوسه يو نيم زره کاله تاريخ لری.

ختن درې زره کاله وړاندی جوړ شوی يو کوچنی مملکت و او بوديزم تقريبا د عيسوي کال په مخکې يا وروسته ختن ته خپور شو ، څرنګه چې د ختن پاچا يوچي د بوديزم وفادار پلوی و ، نو په ختن کې يې ډېری معبدونه جوړ کړل او په همدی وخت کې زياته اندازه بودايي کتابونه هم له ختن څخه د چين مرکزي ځايونو ته وليږل شول.

په دوه زره شپږم کال کې د چيرا ولسوالۍ يو مشر له دې کوچني معبد څخه ليدنه وکړه او دده موټروان له دې معبد څخه د سلو مترۍ په ځاي کې د يوې شګلنې غونډۍ سيل په وخت کې پښه يې په ناعمدي توګه پر يوې عجيبې مجسمې لګېدلی چې په نتيجه کې دوهم معبد او دوهم معبد ته نژدې درېم معبد هم وموندل شول او له دې امله د لومړي وړوکي معبد په شاوخوا کې يو سل هکتاره ځمکې د لرغون پيژندونکي سيمې په توګه وټاکل شوې . يادې موندنې د لرغوني بودايي دولت ختن د پيژندلو لپاره يوه دروازه خلاصه کړې او په لرغونۍ زمانه کې له ختن څخه د چين مرکزي سيمو او تبت ته د بوديزم د خپرېدا په هکله ډير ستر رول لری ، همداشان دغې موندنې د ورېښمو په لاره د ختيځ او لويديځ کولتور ترمنځ د تبادلې ډيره واقعي بېلګه ګڼل کېږي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای