CRI Online

د جنوبي سمندر د لومړي لمبر بيړۍ په هکله په زړه پورې مالومات

cri     (GMT+08:00) 2015-02-28 21:01:06

د ١٩٨٧ کال د اګست په مياشت کې د چين د ګوانګجو د ژغورنې او لټون ادارې د برتانيا د سمندري موندنې او ژغورنې له شرکت سره د چين د جنوبي سمندر شانګ شيا چوان ټاپو ته نژدې اوبو کې د ختيځ هنديه شرکت په اړه د رايين په نامه د ډوبې شوې بيړۍ د موندلو په بهير کې په غيرمترقبه يوه ډوبه شوې لرغونۍ چيني بيړۍ چې د سمندر د ٢٧ مترو په ژورو اوبو کې پاتې وه ، پيدا کړه او يوه اندازه قيمتي او نايابه لرغوني شيان يي لاس ته راوړل، ورپسې دغه بيړۍ د چين د اوبو لاندي لرغون پيژندنې چارو بنسټ ايښودونکي يو وي چاو لخوا د جنوبي سمندر د لومړي لمبر بيړۍ په نامه ونومول شوه.

د ١٩٨٩ کال د ژمي په موسم کې د چين تاريخي موزيم د جاپان د اوبو لاندي لرغون پيژندنې له انستيتوټ سره ددې ډوبې شوې بيړۍ د پيژندلو په کارونو پيل وکړ .

د ٢٠٠٢کال له مارچ څخه تر مۍ مياشتې پورې چينايي لرغون پيژندونکو له دې بيړۍ څخه له څلورو زرو دانو څخه زيات لرغوني لوښي ، کاسې او نور توکي تر لاسه کړل .

د ٢٠٠٤ کال د مۍ په مياشت کې له اوبو څخه د يادې بيړۍ د راايستلو جامع پلان جوړ شو .

د ٢٠٠٧ کال د جنورۍ په ١٦ نېټه د بيړۍ د ډوبيدو په سمندري ساحه کې اخري پلټنه وشوه او ورپسې د نهو مياشتو کوششونو له کبله يعنی د همدې کال د دسمبر په ٢٨ نېټه مازيګر په درېو بجو ياده بيړۍ له اوبو څخه د سمندر پر غاړه جوړ شوي يو موزيم ته رلېږدول شوله.

د چين د لرغون پيژندنې ادارې مرستيال تون مين کان د ٢٠١٣ کال د نومبر په ٢٨ نېټه هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو درېو يا څلورو کلونو کې له دې بيړۍ څخه له ٦٠ زرو څخه تر ٨٠ زرو دانو پورې لرغوني توکي تر لاسه شی.

د موزيم په تالار کې د ګوانګ دونګ د ورېښمو سمندري لارې د موزيم مشر هوانګ تيې جيان ددې بيړۍ د ساتلو په هکله مالومات معرفي ورکړل او و يې ويل چې کوشش کوي چې له يوې خوا د اوبو سطحې د کنترول او د تودوخې او رطوبت د برابر ساتلو له لارې او له بلې خوا ددې لرګينې بيړۍ د ساختمان د رطوبت ساتلو او د ورستېدلو مخه نيولو، دغه راز له لويو تاريخي اثارو څخه د مالګې او سلفر د لېرې کولو له لارې دغه بيړۍ ښه وساتي.

د ښاغلي هوانګ په اند د جنوبي سمندر د لومړي لمبر بيړۍ څيړنې به ښايي زياتو کلونو ته دوام وکړي ځکه چې ددې بيړۍ په هکله زياتې معماوې چې شته بايد حل شی.

لومړۍ معما : د بيړۍ د ډوبېدو علت څه و ؟

ددې بيړۍ د ډوبېدو ساحې او د ډوبېدو وضعې له مخې اوس لاندني دوه اټکلونه رامنځته شوي چې ښايي لومړی سخت باد د بيړۍ د ډوبېدو علت وی ځکه چې د ډوبېدو په ساحه کې هميشتوفان پېښېږي او په شاوخوا کې لويې ډبرې نشته او بيړۍ هم نه ده ماته او په لويې ډبرې باندي د لګېدو احتمال يې ډير کم دی .

دوهمه معما : بيړۍ کله ډوبه شوې ؟

تر اوسه پورې له ډوبې شوې بيړۍ څخه له لسو زرو دانو څخه زياتې لرغونی ميسي سکې موندل شوې چې په بيلا بيلو تاريخي دورو کې چې ډيره نژدې دوره يې د سونګ په سلسله کې چې له ١١٣١ کال څخه تر ١١٦٢ کاله پورې وه ، جوړې شوې دې او ددې اټکل له مخې بيړۍ ګواکي په همدې دوره کې ډوبه شوې وي ، خو مشخص کال او وخت مالومول يې ګران دي نه دي.

درېمه معما : بيړۍ په کوم ځاي کې جوړه شوې وه ؟

هغه ډبرين لنګر چې په ٢٠٠٧ کال کې له دې بيړۍ څخه موندل شوی ، د لرغون پيژندونکو لخوا دا تاييد شوی چې د سونګ سلسلې سره يې اړه درلوده او هغه لرګي چې بيړۍ ترې جوړه شوې ، د کاج او صنوبر ونې وې چې د چين د جنوبي فو جيان او ګوانګ دونګ ولايتونو کې ليدل کېږي ، خو مالومه نه ده چې لرګي په کوم ولايت کې پرې شوي دي .

څلورمه معما : ايا په بيړۍ کې د لوښو او شيانو يوه برخه په ګواګ دونګ کې بار شوي وو که نه ؟

له بيړۍ څخه نه يوازی زياته اندازه چيني لوښي ، بلکي ډير اوسپنيز ديګونه هم مومول شوي چې پر لوښو باندی ايښودل شوي وو. پوښتنه دا ده چې ولې درانده ديګونه د نازکو لوښو پر سر ايښودل شوي ؟ د پوهانو په نظر د سونګ په سلسله کې د ګوانګ دونګ په ولايت کې د ريخته ګرۍ چارې ډيرې پرمختللې وې او په لويديځ کې تر صنعتي انقلاب پورې دغه ولايت په چين کې د اوسپنيزو ديګونو لومړنۍ لويه صادرونکې عمده اډه وه ، امکان شته چې ياده بيړۍ د چين له شمال څخه خوځېدلې او ګوانګ دونګ ته د رسېدو وروسته ديګونه او ميخونه نور پرې ايښودل شوي وي.

پنځمه معما : په يانګ جيانګ کې بيړۍ درېدلې وه که نه ؟

يانګ جيانګ په لرغونۍ زمانه کې د ورېښمو د سمندري لارې د انتقال يو مهم مرکز و . د پوهانو په اټکل ياده بيړۍ د ګوانګ دونګ له سمندري ساحې څخه د تېرېدو په مهال کې په يانګ جيانګ کې لنګر واچاوه څو چې نور بارونه او لوازم پکې کيښودل شی.خو دغه پيشبيني لا نه ده تائيده شوې .

شپږمه معما : بيړۍ ولی نه ده ټوټه ټوټه شوې ؟

عموما که لرګينه بيړۍ د سلګونو کلونو لپاره په سمندري تل کې اوبو لاندی ډوبه وي، حتما به خرابه ورسته او ټوټه ټوټه شی ، خو دغه بيړۍ چې نژدې د اتو سوو کلونو لپاره تر اوبو لاندې پاتې شوې ،پخپله بڼه پاتې شوې ده ، دا ولی ؟ د پوهانو په اند علت يې ښايي دا وی چې د دوو مترو په ژوروالي تر خټو لاندی بيړۍ له چاپيريال څخه جلا شوه او د اکسيجن د ترکيب مخه نيول شوې . علاوه پر دې د يادو ونو لرګي د بيړيو جوړولو ښه او کلک مواد دي او د وګړو په وينا دغه ډول لرګي په اوبو کې د زرو کلونو لپاره پاتې کېدو وروسته هم نه خرابيږي.

د تاريخي اثارو د ساتلو ډلې مشر جانګ هوان وويل چې له بيړۍ څخه ترلاسه شوي دوه لوښي ډير د پام وړ دي چې يو يې شپږ کونج لرونکې کوزه او بل يې د لاس مينځلو لوښی دی چې دغه دوه ډوله لوښي لومړی په هند او اسلامي سيمو کې کارول کېدل . پرته د لوښو نه موندل شوي طلايي توکي هم ډير ښکلي دي او د نورو هېوادونو ځانګړتياوې لری . مثلا د عطرسوز طلايي لوښی او هغه لويې ګوتې چې ډيرې قيمتي ډبرې پکې خاتم کارول شوي دي ، زما په اند دغه شيان په لويديځه اسيا او منځني ختيځ کې کارول کېدل.د لرغون پيژندنې ډلې مشر ليو چن جي خبريالانو ته وويل چې هره ورځ لسګونه نوي شيان موندل کېږي او تر پاکولو وروسته يې اته سوه کاله مخکې بڼې ښکاره کېږي.

د خبر له مخې له ٢٠١٥ کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې به د بيړۍ د بهرنی لټون او کلکوالي او د ٢٠١٧ کال تر پايه پورې به د بيړۍ ساتنې دندې بشپړې شی.

په بيړۍ کې سر په سر ايښودل شوي لوښي او کاسې څه باندی ديرش ډولونه لری او په درېيو ولايتونو کې توليد شوي دي چې زياته اندازه يې د دولت په لومړۍ او دوهمه کچه تاريخي اثار ګڼل کېږي ځکه چې د چين د يوان سلسلې يعنی دوولسمې پيړۍ مخکې توليد شوي چيني باب ډير قيمتي دي.

ښاغلي هوانګ تي جن وويل چې د ورېښمو سمندري لار د چيني باب لار هم ده چې د جنوبي سمندر د لومړي لمبر بيړۍ موندنه يې يوه ښه بېلګه ده . پرته د زرګونو لوښو او کاسو ، سکو او لرګينو او لاکي ظروفو نه د سرو زرو زيات شمير ظروف هم موندل شوي دي . د بېلګې په توګه په يوه لاکي صندوقچه کې د سرو زرو څلور ديرش شيان وموندل شول او د درېو طلايي ځنځيرونو څخه جوړه شوې غاړګۍ ډيره ښکلۍ ده او لوړ هنري ارزښت هم لری.

پوښتنه دا ده چې له دې بيړۍ څخه به څومره قيمتي شيان وموندل شی؟ ځکه چې يوازی له څلورو مربع مترو څخه نژدې څلور زره دانې ښکلي لوښي پيدا شوي دي.

يوه بله پوښتنه دا ده چې اته سوه کاله مخکې دغه بيړۍ چې ډير لوښي او نور شيان پکې بار وو ، ولی تر خوځېدو لږ وخت وروسته ډوبه شوه ؟ د بيړۍ خاوند څوک و او په بيړۍ کې د څو هېوادونو څو کسه سپاره وو او کوم هېواد ته روان وو؟ ځکه چې تر اوسه پورې په بيړۍ کې د انسان کوم هډوکی نه دی پيدا شوی .

تر ټولو لوی شک دا دی چې له بيړۍ څخه د ١.٧٢ مترو په اوږدوالی او د ٥٦٦ ګرامو په وزن يو ملابند پيدا شوی چې طلاکاري شوی . دغه ملابند د اتو طلايي سيمونو په وسيله تاو شوی او يو سر يې قلاب او بل سر يې څلور وړوکي کړۍ لری چې کلک او تنګ کېدلو وړتيا لری .دغسې ملابند په چين کې نه ليدل کېږي ، د ملابند خاوند څوک و؟ د ځينو پوهانو په نظر دا ملابند د يوې محترمې او ګرانې ميرمن زينتي شی و .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای