CRI Online

د لرغونو کليو ساتل د تمدن د سرچينې ساتل دي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-30 21:05:15

د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسې د چين کلي د ښاري پرمختيا سره سم اباد شوي ، خو د روانې پيړۍ تر لومړيو پورې وګړي ښاري ژوند ته ليوالتيا لری . د چين د نامتو ليکوال فن جي څاي په حساب په تېرو لسو کلونو کې په چين کې نهه لکه کلي له منځه وړل شوي په بله ژبه هره ورځ دوه سوه کلي لېرې شوي او په پاتو کليو کې يوازی زاړه واړه پاتي دي .

کلي د انسانانو او هم د چيني ملت لومړۍ فرهنګي باغونه وو او د چيني ملت د ډولونو نښه هم ده يعنی د قومونو، سيمو ، طبيعي شرطونو او تاريخي بدلونونو د توپيرونو له مخې هر کلی د جامو ، خوراکونو او ودانيو له نظره ځانګړتياوې لری. اوس حکومت د کليو ساتنې ته ډيره پاملرنه کوي او تېر کال په صادر شوي لومړي سند کې ليکل شوي چې بايد د تاريخي ارزښت او قومي ځانګړتيا لرونکوکليو دساتلو خاصې ډلې جوړې شی، په دې سند کې د لومړۍ ډلې په توګه ٦٤٦ قديمي کلي په ليست کې راوستل شوي دي . د ښاغلي فن دنده د دغو کليو د ساتلو په غرض د معيارونو د جوړولو په برخه له حکومت سره مرسته کول دي.

د لرغونو کليو د ساتلو او ابادولو موډلونه ډول ډول دي ،مثلا په جه جيانګ ولايت کې د ووجن په نوم د مشهورې علاقه دارۍ د ځانګړو ځايونو ، په همدې ولايت کې د شي تانګ په نوم د لرغونۍ علاقه دارۍ د اصلي ايکولوژۍ د ساتلو او په يون نان ولايت کې د قديمي سيمو د ابادولو ډولونه ليدل کېږي . د دغو موډلونو د يادونې په وخت کې ښاغلي فن وويل چې پرته د يادو ډولونو نه د ځينو کليو د ساتلو لپاره بايد د هر کلي په موخه خاص ډول اجرا شی ، د بېلګې په توګه ځينې کلي مثلا د چيانګ قوم کلي د زلزلې له امله خاورې شوي دي ، لومړی دا چې بايد د يو کلي مادي او نامادي اثار وټاکل شی او تر تحليل وروسته دې ددې کلي د ساتلو ضرورت تائيدشی او وروسته بيا دې متخصصان او پوهان وليږل شی څو چې له کليوالو سره د ساتلو لارې چارې وټاکل شی.د يادو قديمي کليو د ساتلو او د دغو کليو د سيل ترمنځ د اړيکو د يادولو په مهال کې ښاغلي فن وويل هر کله چې دغه کلی د چين د دوديز کلي په توګه وټاکل شو ، شک نشته چې دغه کلی د سيلانۍ ارزښت ولری. پوښتنه دا ده چې ايا د سيلانيز ارزښت لرونکی کلی به حتمأ سيلانيزو چارو ته پرمختيا ورکړي ؟ زما په اند سيلانی د قديمي کليو د ساتلو يوازنۍ لار نه ده او د سيل وړ کلی يوازی دا چې ښه وساتل شی ، طبعا به زيات سيلانيان راجلبيږي ،خو که د دې کلي د سيل چارې د سيلانيزې ادارې لخوا ترسره شی ، نو يوه بله تراژيدي به رامنځته کېږي. لکه څنګه چې زموږ په هېواد کې په سلو کې نوي سلنه قديمي کلي چې د نامادي کولتوري ميراثونو په توګه ټاکل شوي ، د پوهانو د پرله پسې پاملرنې د نشتوالي له امله په بدله بڼه بدل شوي دي ځکه چې د سيلانيزو چارو د پرمختيا لپاره ځايي حکومت ،سيلانيزې ادارې ، سوداګران او د کليوالو کميټه هم غواړي د پيسو اخيستلو لپاره لاسوهنه پکې وکړي چې په پايله کې به کلی خالی شی ، ولسي هنرمندان به بل ځای ته لاړ شی او نامادي کولتوري ميراث به هم و نه پيژندل شی.

ياد کلي عمومأ په ګوښه اوغريبو سيمو کې پراته دي ، کلي ځکه خالی شوي ، علت يې دا دی چې د کليوالو ژوند خراب دی او کليوالان د مزدورۍ لپاره بهر ته ځي .نو د ښاغلي فن په اند بايد لومړی د کلي توليدي چارې سمسورې شی ، څو چې دوی شتمن شی ، له کلي څخه نشی وتلی. کلی لومړی دچين په کرنيزه ټولنه کې د توليد او ژوند يو بنسټيز يونټ دی ، نو توليدي چارې په لومړيتوب کې ځای لری . دوهم بايد کليوالو ته د ژوند اسانتياوې برابرې شی . نو ويل کېږي چې د قديمي کليو د وګړو ژوند ښه شی ، دوي به په خپل کلي کې پاتې کېږي. اوسمهال تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې زيات شمير کلي خالي او تش شوي دي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای