CRI Online

د کب هډونکو په وسيله جوړ شوي انځورونه

cri     (GMT+08:00) 2015-04-30 10:29:59

 

د چين د خيتځ فو جيان ولايت د شامن ښار په ګولانګيو ټاپو کې يو ځانګړی موزيم شته چې د کب هډوکو په وسيله جوړ شوي انځورونه پکې ايښودل شوي دي . ددې موزيم خاوند لين هان بين هم ددې ډول انځور مبتکر دی . ياد انځورونه بيخي د کب هډوکو ، کونجکو ، وزرونو يا شاپرونو او يا د چنګاښ کاسو په وسيله جوړيږي ، نه رنګېږي او نه سميږي.

ښاغلی لين د ګولانګيو ټاپو په يو بزګري کور کې زېږېدلی او په نولس سوه نهه اتيايم کال کې د ولايت د هنر له ښوونځي څخه فارغ شو او تر فراغت وروسته دې ته مجبور شو چې د تجهيزاتو جوړولو په يوه کارخانه کې د يو کارګر په توګه وګمارل شو . دوه کاله وروسته يې په بله کارخانه کې د سيلانيزو توکو په ډيراين پيل وکړ . خو متاسفانه دغه کارخانه هم وتړل شوه . سره له دې چې په هغه مهال کې ښاغلی لين مزدوري کوله ، خو په زړه کې له هنر سره د مينې بڅری يې هيڅکله مړ نه شو

د نولس سوه نويم کال د اکتوبر مياشتې يوه ورځ هغه له ملګرو سره په رستورانت کې يو کب وخوړ ، د کب خوړلو وروسته يې په قاب کې د کب هډوکي پاتي وو ، هغه وليدل چې د کب خوله داسې بڼې ته ورته وه چې يوې ښکلۍ نجلۍ واولين غږولو .نو فکر يي کولو چې د کب هډوکو په وسيله انځور جوړ کړي او يو نوی هنر نوی کړي . دده لخوا جوړ شوی لومړی انځور چې نوم يې و يوه پيانووهونکې نجلۍ . دغه انځور ښکلی نه و او يوازی د کب د څو هډوکو لخوا جوړ شو. بيا يې ټينګ هوډ وکړ چې نور زيات تمرينونه ترسره کړي ، نو هڅه يې وکړه چې د ډول ډول کبانوهډوکي راغونډ کړي . هغه لومړی له رستورانتونو څخه د کب هډوکي راغونډ کړل ، خو راغونډ شوي هډوکي ټوټې ټوټې وو او د کارولو وړ نه وو ، بيا وروسته يې فکر کولو چې د هډوکو رنګونه او شکلونه مالوموي ، بايد ډول ډول کبان تشريح کړي ، نو د ياد ډول انځور د جوړولو په لومړۍ مياشت کې د کبانو د تشريح لپاره يې له بازارونو او يا کب نيوونکو څخه د شلو ديرشو زرو يوانو پيسو په لګولو سره ډول ډول کبان واخيستل چې له څلورو زرو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، هر هغه کب چې ښاغلي لين نه دی ليدلی ، په زياتو پيسو يې اخيستی دي . د بېلګې په توګه حتی يو کب دده لخوا په پنځو سوو ډالرو اخيستل شوی و. نن ورځ په خپل ولايت او نورو ولايتونو کې دده زيات ملګري دده لپاره د ډول ډول عجيبو او کميابو کبانو هډوکي لټوي .

د ښاغلي لين لخوا جوړ شوي انځورونه ډېری دي او يو انځور چې نوم يې و په ډنډ کې د سپوږمۍ رڼا ، د هغو کبانو د سينې پردو لخوا جوړ شو چې په ژورو اوبو کې ژوند کوي ، د الوتکې په نوم لوی انځور د نهنک هډوکو په وسيله جوړ شو .

په دوه زره پنځم کال کې دده لخوا د جوړ شويو انځورونو نندارتون په شامن ښار کې پرانستل شو او کب نيونکو نندارچيانو د انځورونو ډيره ستاينه وکړه او و يې ويل چې موږ کب نيونکي نسل په نسل ډول ډول کبان خوري ، خو نه پوهېدل چې د کب هډوکي دومره ښکلي دي ، پخوا دغه هډوکي د کثافاتو په توګه غورځول شوي ، خو اوس په ښکليو انځورونو بدل شوي دي . د ښاغلي لين هڅې ډيرې د ستاينې وړ دي.

په دوه زره شپږم کال کې ښاغلي لين پرېکړه چې په خپل ټاټوبي کې د کب هډوکو په وسيله د انځورونو يو موزيم جوړ کړي ، خو د پيسو د کمښت له امله يې دی ته اړ شو چې خپل اتيا مربع متره کور خرڅ کړ . د موزيم له خلاصېدو راهيسې ډير نندارچيان د دې ځانګړي موزيم د ليدو لپاره راغلي او د استراليا او سينګاپور تلويزيونونو هم د ياد انځور په هکله مستند فلمونه اخيستلي چې له امله يي د جنوب ختيځې اسيا د هېوادون ګڼ شمير سيلانيان راجلب کړي دي د دوه زره څلورم کال په لومړيو کې د م م د چاپېريال ادارې يو چارواکی هم راغی او ښاغلي لين يې له دې امله وستايه چې د شنه او سمندري هنر د تبليغ او نوښت په برخه کې يې زياته هڅه کړې ده ، دغه راز ژمنه يې وکړه چې د چاپېريال د نړيوالې ورځې د يادونې په مهال کې ښاغلي لين ته بلنه ورکړي چې دده د کب هډوکو انځورونو د نندارې لپاره م م ته لاړ شی . تر اوسه پورې هغه د چاپېريال ساتنې په هکله د سلو انځورونو د جوړولو طرحې ترسره کړي او اړتياوړ هډوکي يې هم تيار کړي دي . په داسی حال کې چې د موزيم د عادي پرانستنې لپاره پيسې کافي نه دي ځکه چې د موزيم مياشتنۍ کرايه ډيره لوړه ده ،دغه راز ښاغلی لين هره ورځ د پيسو موندلو لپاره منډې ترړې کول او نشی کولی چې په پوره طاقت سره انځورونه جوړوي ، خو باور دی چې ددې ځانګړی هنر ښکلۍ راتولنکي به هرومرو راشی .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای