CRI Online

د نړۍ اته عجيب اخترونه

cri     (GMT+08:00) 2015-04-30 10:31:34

د پروګرام په دې لړ کې به د نړۍ د اتو عجيبو اخترونو په هکله مالومات واورئ

په کولمبيا کې د رومي بانجن اختر.

هر کال د جون په څوارلسمه نېټه که تاسی د کولمبيا د پوګودا په شمال ختيځ کې د سوتاماچي ښارګوټي ته ورسيږي ، حتما د رومي بانجنونو له ګزار سره مخامخ ياست ، البته خپه نه کېږي، ځکه چې د ځايي وګړو په اند يو پر بل د رومي بانجن ګزار د ښو حاصلاتو د هر کلي مانا لری. په هغه ورځ کې هر واټ او کوڅه د رومي بانجنونو جنګي ډګرونه دي . که څه هم د هر تن په مخ او وجود د رومي بانجن شرې ککړ کېږي، خو دوي لا هم په خوښۍ او ليونې توګه يو پر بل ګزار کوي ،

په فرانسه کې د بايسکل ځغاستې اختر

هر کال د جون د لومړۍ اوونۍ وروستۍ ورځ د بايسکل سپرلو ورځ ده . په فر انسه کې د بايسکل سپرلو لوبه شپيته کاله مخکې پيل شوه او دغه اختر په نولس سوه پنځه نويم کال کې وټاکل شو. اوس هر کال په زرګونو لوبغاړي په دغه فعاليت کې ګډون کوي .

په روسيه کې له جګ ځاي څخه د غورځېدو اختر

هر کال د اګست په نهمه نېټه په مسکو کې په وروستيو کلونو کې يو نوی دلچسپ فعاليت پيل شو چې برخوال د خپل جوړ شوي الوزونکې الې په وسيله مسکو سيند دپاسه له جوړ شوي جګ ځاي څخه سيند ته غورځوي ، دغه الوزونکې اله انجن نه لری او يوازی د الې په لاندني برخه څلور څرخونه نصبوي ،نو ويل کېږي چې ددې الې په وسيله له جګ ځاي څخه سيند ته د غورچېدو په وخت کې چلوونکی هيڅ امنيت نه لری.

په جنوبي کوريا کې د خټواختر

هر کال د جولاي يوولسمه نېټه په جنوبي کوريا کې په کولمبيا کې د سوربانجن اختر غوندي د خټو ګزار اختر دی ، په هغه ورځ کې برخوال يو پر بل د خټو ګزار کوي . دغه اختر چې يوه اوونۍ دوام لری ، په نولسوه اته نويم کال کې وټاکل شو او هر کال دوه مليونه سيلانيان جلبوي . خټ ککړ نه دی او معدي مواد پکې ځاييږي او د پوستکو د ښکلا لپاره ګټه لری .

په هند کې د سړو وهلوټکولو اختر

هر کال د فبروري مياشت د هندي سړو د اندېښنې وړ مياشت ده ځکه چې د نوي ډيلي په سل کيلومترۍ کې د شمالي ايالت په بوراج کې ښځې په خپله خوښه په لرګيو سړي وهي او سړي د مقابلې حق نه لری . حتی څو ښځې پر يو سړي ټکوي .

په برېتانيا کې پر مستې منډې وهلو اختر

د بريتانيا په ګلاست ايالت کې يو داسی عجيب اختر شته چې پنځه سوه کاله مخکې شروع شو ، هرکال د مۍ مياشت په پاي کې د کوپر غره په څوکه شلګونه تنه لوبغاړي له څوکې څخه پر يو غورځول شوي غټ مستې منډی وهي څو چې د غره په پاي کې دغه مستې ونيسي ، که څه هم تر اوسه هيڅ اتل نه پيدا کېده او ډير لوبغاړی ټپي شول ، خو دغه لوبه لا هم دوام لری. او هر کال نژدې شل زره تنه نندارچيان جلبوي .

په جاپان کې د لوڅېدو اختر

هر کال د فبرورۍ درېيمه چهارشبنه په جاپان کې د ځان لوڅېدو اختر دی چې دغه اختر د جاپان له درېيو عجيبو اخترونو څخه شميرل کېږي او پنځه سوه کاله تاريخ لری. په دې ورځ کې برخوال سړي په ملا ټوکر کوي، د يو سيند په پورې وهلو سره يو معبد ته ځي او د معبد تر ګرځېدو وروسته د ملا مشر لخوا د يو غورځول شوي لرګي د نيولو جګړه کوي ، که څوک دغه لرګي لاس ته راوړي او بيا د وريجو په يو صندوق کې دروي چې په دې مانا هغه به په راتلونکي کال کې نيکمرغه شی.

په کولمبيا کې د ساتل شويو څارويو اختر

په کولمبيا کې هر کال د اکتوبر پنځلسمه نېټه خپل ساتل شوي څاروي لکه سپي ، پيشوګان د دوي د خاوندانو لخوا د سندرغاړو او يا نورو خيالي او کارتوني شخصيتونو غوندي ښکلۍ يا عجيبې جامې اغوندي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای