CRI Online

د يون نان ولايت په دالي کې د سان داو په نامه ځانګړی چای

cri     (GMT+08:00) 2015-04-30 10:25:04

د دريو پړاوونو چای چې په چينی ژبه کې د سان داو په نوم ياديږي ، د يون نان ولايت په دالي کې ځانګړی دود او کلتور يې ارزښت لرونکی دی. د دالي خلک د ميلمنو هرکلی کولو په وخت کې دغه ډول چای حتمأ چمتو کوي چې د چای دری پړاوونه د انسانانو د ژوند د دريو احساساتو څرګندونه کوي. د دغه چای لومړی پړاو بوی او خونو تريخ دی چې په ژوند کې د ستونزو څرګندونه او معنی لري. انسانان په ژوند کې د هر قدم د پورته کولو په وخت کې له مشکلاتو سره مخامخ کېدونکی دي، د کارونو جوړولو په پيل کې بايد لومړی مشکلات له منځه يوسي. دويم پړاو يې د خوږ خوند لرونکی دی ځکه چې په غوزه کې سره شکره او ميوې شته، مانا يې له مشکلاتو وروسته راحت او خواږه ژوند ته رسېدل دي. د درېيم پړاو په چای کې د مچيو عسل، سونډ، د دال چيني شتوالی چې خوند يې خوږ او هم لږ تريخ ، چې له څښلو وروسته د چای خوند د ډېر وخت لپاره په خوله کې بيا هم پاتی وي او په ژوند کې د ارامتيا څرګندونه کوي. دغه چای مختلف خوندونه لري چې د انسانانو په ژوند کې بېلا بېل احساسات ترې څرګندېږي او ژور اهميت لري.

د يون نان په دالي کې د دريو پړاوونو چای تاريخ ډېر اوږد دی چې پيل او ريکارډ يې د تانګ امپراتورۍ په لړۍ کې پيدا کيږي. په لومړي وخت کې دغه چای يوازی د زده کړې پيل کولو، د نويو تخنيکونو زده کولو، سوداګريزو چارو او د واده په وخت کې د زاړو او مشرانو له خوا ځوانانو ته د ښو هيلو او کاميابيو څرګندولو مانا درلوده. اوس دغه ډول چای د بای قوم د اوسيدونکيو په کورونو کې د ميلمانو د هرکلي لپاره يو ډېر مهم اخلاقي او حتمي عمل دی چې د دغه قوم د چای کلتور په برخه کې تر ټولو ځانګړی دود لري.

د دريو پړاوونو چای د تاريخ په هکله يوه کيسه هم موجوده ده چې وايي: په ډېره لرغونې موده کې د دالي د څانګ شان تر غره لاندې يو سپينږيري ترکاڼ ژوند کاوه چې د نجارۍ په چارو کې ډېر تکړه و. هغه يو شاګرد درلود، خو تر څو کلونو زده کړې وروسته يې بيا هم دغه شاګرد ته دا اجازه نه ورکوله چې ترکاڼي وکړي. نو دغه شاګرد يوه ورځ له خپل ترکاڼ ښوونکي څخه غوښتنه وکړه چې غواړي په خپله د نجارۍ کارونه تر سره کړي، سپينږيري ترکاڼ شاګرد ته وويل، راشه! له ما سره يو ځای غره ته لاړ شه، که تاسی په خپله يوه جګه ونه پری او چارتراشې موترې جوړ کړای شوې او خپل کور ته مو دغه چارتراشې وليږدولی شوې، زه به تاسو ته بيا اجازه درکړم چې ترکاڼې وکړئ! د ترکاڼ شاګرد ومنله، خو د ونې له پري کولو وروسته ډېر تږی شو او له خپل استاذ ترکاڼ څخه يې د اوبو څښلو د اجازې غوښتنه وکړه، خو ترکاڼ د شاګرد دغه غوښتنه رد کړه.له ډېر وخت وروسته د شاګرد زغم پای ته ورسېد او د ونې پاڼې يې وخوړلې، خو بوی يې ډېر تيز او تريخ و. ترکاڼ ورته وويل که تاسې غواړئ په ښه ډول د نجارۍ کارونه تر سره کړئ، هرومرو بايد زحمت وباسئ. نو تر ماښام پورې شاګرد چارتراشې جوړې کړلې، خو ډېر ستړی و. سپينږيري ترکاڼ زده کوونکي ته يوه سره شکره ورکړه او ورته ويې ويل چې لومړی د تريخ خوند له خوړلو وروسته به د خوږوالي احساسات هرومرو پيدا کړئ! شاګرد د سرې شکرې له خوړلو وروسته په بدن کې قوت او انرژۍ پيدا کړه او ژر يې پری شوي چارتراشې کور ته ولېږدولې. له دې وروسته شاګرد ترکاڼي پيل کړه، په دې وخت کې سپينږيري ترکاڼ شاګرد ته يو چای جوړ کړ چې په کې يې د هوا جياو په نوم يو ډول چينی تريخ مساله او شات اچولي وو. شپينږيري ترکاڼ له شاګرد څخه پوښتنه وکړه چې دا چای څه ډول خوند او بوي لري؟ شاګرد يې په ځواب کې وويل خوږ، تريخ، تيز او هر ډول بوي او خوند نښې پکې شته. استاذ د دې ځواب له اوريدلو وروسته وخندل او ويې ويل چې دغه چای د تخنيکونو د زده کولو او د انسانانو د اخلاقو په اړه ژورې نظريې او تعبير لري چې يوازې له زحمت ايستلو وروسته نېکمرغۍ ته رسېدل امکان لري. له دې وروسته د بای قوم د دريو پړاوونو چای د زيار ايستلو او زده کولو په اړه يو دود ګرځيدلی دی.

په ١٩٨٤ کال کې د دريو پړاوونو چای په اړه يوه ننداره په بېجينګ کې تر سره شوه چې د خلکو ډېره خوښه او ستر برياليتوبونه يې درلودل. نو د چای څښلو او د چای جوړولو هنر، د قومي سندرو ويلو او نڅاوو او دودونو په ګډېدو سره د دريو پړاوونو چای په اړه نوی شکل رامنځته شو. اوس په دالي کې د دريو پړاوونو چای څښل د کلتوري سيلانۍ يوه مهمه برخه ګرځيدلې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای