CRI Online

په بېجينګ کې د کتابونو لوستلو په اړه مالومات

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 10:50:48

د اپريل درويشتمه نېټه د کتابونو لوستلو له شلمې نړيوالې ورځې سره برابره وه. معلومه نه ده چې له کوم وخت څخه دا يوه پوښتنه رامنځته شوه چې تاسی کتابونه لولي که نه؟ د انټرنيټ د پرمختګ او د موبايل ټلېفونونو د توانونو د زياتوالي سره سره د قاغذي کتابونو لوستل ورځ په ورځ د خلکو په ژوند کې د له منځه تللو په حال کې دي. زيات شمېر کسان د بوختيا له امله د کتابونو لوستلو وخت نه لري او يوازې په اضافي وخت کې د موبايل ټلېفون له لارې خبرونه لولي. نو اوس يو وړانديز کېږي چې ځوانان بايد زيات کتابونه ولولي تر څو خپل ادابي او اخلاقی توان پياوړی کړي. په واقعي ډول زموږ په شاو خوا کې ډول ډول کتابتونونه پيدا کېږي. د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته په بېجينګ کې د کتابتونونو په اړه مالومات وړاندی کړم!

د بېجينګ ښار په لويديځ کې د استوګنې په يوه سيمه کې يو کوچنی کتابي بکس شته چې اوږدوالی او پلنوالی دواړه يې يو متر ته نه رسېږي ، د کتابونو دابکس له اوسپنې جوړ دی او پکې د عنعنوی کلتور، ژوند، ټولنيزو علومو او ادبيات په شمول ډول ډول کتابونه شتوالي لري . د استوګنځايونو سيمې د اوسيدونکو کميټې منشې ګاو يان هونګ وويل

اوس زموږ د اوسيدو په سيمه کې پنځه دغسی کتابي بکسونه شته چې هر يو يې څه دپاسه دوه سوه کتابونو ايښودلو ځای لري. دغه ډول کتابي بکسونه پر ديوالونو باندې ځوړند دي چې د باران او لمر پخ ړږتموې ښخ کقتړکن لري، په اروپا، امريکا او جاپان کې ډېر مروج دی.

د دوديزو کتابتونونو په شان نه دي، کتابي بکسونه جدي محدوديت نه لري او ټوله ورځ خلاص وې، مينوال هر وخت د خپلې خوښې کتاب ټاکلی شي، خو يو شرۀ يې دا دی چې په يو ځل يوازې د يو کتاب اخيستلړ حق لري او د يو کتاب د وړلو په همدې وخت کې يو بل کتاب په بکس کې زياتيږي تر څو په بکسونو کې د کتابونو کافيوالی تامين وي.

ميرمن ګاو يان هونګ وويل دغه نوی شکل زيات شمېر اوسيدونکي راجلبوي. (اواز)

خلک د کتابونو له لوستلو وروسته په ښه ډول سره د نظريو تبادله کولی شي چې نه يوازې د مالوماتو تبادله بلکې له دې لارې دوستي خپرېږي.

له دې امله چې د اوسيدو په سيمو کې معمولأ د زيات عمر لرونکي کسان ډېر دي ، کتابي بکسونه دوی ته زياتې اسانتياوې برابرې کړې. ميرمن هو وويل(اواز)

د قانون په هکله کتابونه، د مينې او واده په اړه ناولونه او ټولنيز عادی پيژندنې زما خوښې کتابونه دی. زه په اضادفي وخت کې د کورنيو کارونو نه پر ته کتابونه لولم. نو دغه کوچنی کتابي بکسونه ما ته ډېرې ګټې رسولي دي.

اوس د چنګ دو وو شي او سو جو په شمول زياتو ښارونو کې دغه ډول کوچني کتابي بکسونه شته، خو د لومړې ازموينې په پړاو کې دی. ميرمن ګاو يان هونګ وويل د دغه ډول کتابي بکسونو د کارولو په بهير کې ځينې مسئلې موجودې دې. (اواز)

ځيني کتابونه له اخيستلو وروسته بير ته بکسونو ته نه دي ورکړل شوي، او يا هم کتابونه کله کله له اخيستلو وروسته د نه پاملرنې له امله خراب شوي.

اوس نه يوازې ياد کوچنی کتابي بکسونه، بلکې ځيني کتابتونونه هم د استوګنې ځايونو ته ننوتلی دی چې اوسيدونکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي. لږه موده مخ کې خلکو ته د کتابونو لوستلو په اړه د يوې څارنې له مخې هر کال هر تن شاو خوا پنځه کتابونه لولي چې د پرمختللو هېوادونو په پرتله لويه فاصله لري. د خلکو د لوستلو څارنې او هڅونې مرکز منشي شوی شنګ ګو وويل د کتابونو لوستلو چارو د پرمخبيولو لپاره بايد خلکو ته لا ښه عام خدمتونه وړاندې شي. (اواز)

بايد خلکو ته د کتابونو لوستلو په اړه عام خدمتونه برابر شي ، مثلا د استوګنو په سيمو کې کتابتونونه، کتابي بکسونه او په تصديو کې کتابتونونه جوړ شي.

په يوه ژبه د قاغذي کتابونو لوستل يو کوچنی کار نه دی، خو بايد په ټولنه کې د ټولو د پاملرنې سبب شي!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای