په دې وروستيو کلونو کې د چين او افغانستان تر منځ د تګ راتګ په ټينګتيا سره لا زيات شمېر افغان زده کوونکي غواړي چې په چين کې د زده کړې فرصتونه تر لاسه کړي، خو په دې هکله د توجه وړ او اړين مالومات څه دي ؟ د چين په پوهنتونونو کې د افغان زده کوونکو د شامليدو تشريفات اسان دي که نه او په چين کې د زده کړې لګښت څومره دي ؟ د پروګرام په دغه کړۍ کې به د چين د طب په پوهنتون کې افغان زده کوونکی عبدالعزيز نيکزاد خپلې تجربې له تاسو سره شريکې کړئ! که غواړئ د چين په پوهنتونونو کې شامل ياست، هرومرو به دغه پروګرام واورئ!
عبدالعزيز نيکزاد د افغانستان له هلمند ولايت څخه راغی او اوس د چين د لياو نينګ ولايت د شن يانګ په ښار کې د چين د طب په پوهنتون کې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی. هغه په چين کې د زده کړې فرصت ته ډېر ارزښت ورکوي او غواړي چې په راتلونکې کې د ډاکټر په توګه د خپل هېواد د ناروغانو لپاره خدمت وکړي . اوس به هغه چين ته د افغان زده کوونکو د راتګ په اړه د پاملرنې وړ مالومات تاسو ته درکړي.
اوس په چين کې د زده کړې لپاره د چين حکومت ټاکلي بورسونه افغان زده کوونکو ته ورکوي چې شمير يې زيات نه دی. نو عبدالعزيز نيکزاد هيله لری چې د چين او افغانستان حکومتونه په دې هکله لا زيات کوششونه وکړي څو چې لا زيات افغان زده کوونکي د لوړې پوهنې د ترسره کولو لپاره چين ته لاړ شی.
البته په چين کې د عالي پوهنې د ترسره کولو لپاره ډېرې پيسې په کار دي. خو عبدالعزيز نيکزاد وايي د خپل وطن د ابادۍ لپاره افغان ځوانان بايد ډېرې علمي پوهنې خپلې کړي . په دې اړه هغه هم ددوي پلرونو او ميندو ته څه خبرې وکړې.
ښه!ګرانو اوريدونکو، اوس په چين کې د افغان زده کوونکو شمېر ډېر دي، دوی په بېلا بېلو پوهنتونونو کې په زده کړې بوخت دي ، هېله من يو چې په راتلونکې کې چين ته د افغان زده کوونکو د راتګ په بهير کې ستونزې کمې او تشريفات به يې ساده شي. ډيره مننه چې تاسی زموږ دغه پروګرام واوريد، که تاسی څه پوښتنې ولرئ، کېدای شی چې موږ ته د بريښنا ليکونو له لارې وړاندی کړئ!
0527wenhua
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |