CRI Online

د چين د اسونو او سرتيريو مجسمې د نړۍ له عجايبو څخه شمېرل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 14:12:05

د چين د اسونو او سرتېريو مجسمې چې دوه زره دوه سوه کاله مخکې د چين په امپراطوري دوره کې ښخ او شل کاله مخکې له لومړۍ کندې څخه له ٦٠٠٠ څخه زياتې کيندل شوې ، د چين د لوي ديوال غوندی د نړۍ له عجايبو څخه شمېرل کيږي او د هر بهرني لپاره د حتمی ليدنې ځای دي ، په وروستيو ورځو کې د هند صدراعظم مودي هم ددې مجسمو ليدنه وکړه .

د چين لومړی امپراطور چې ين جن نومېده ، د نهه ديرشو کلونو او اوو لکو کارګرو د کارولو له لارې خپله مقبره جوړه کړه .دغه مقبره د اوسنی شان شي ولايت د مرکز سي ان ښار په ختيځ ٣١ کيلومترۍ کې پرته ده او شپږ اويا متره جګوالی لری . د اسونو او سرتيريو مجسمو کندې د مقبرې په ختيځ ١٥٠٠ متره لېرې پرتې دي او د انسان غوندی د سرتيريو ، اسونو او ګاډيو مجسمې د امپراطور د مړينې په وخت کې ښخ شوې وې . د مقبرې لاندی ماڼۍ هم شته ، خو تر اوسه پورې نه ده کيندل شوې .

په وروستيو ورځو کې د چين حکومت د لومړۍ کندې ترڅنګ د دويمې کندې د بيا کيندلو پرېکړه وکړه چې دغه خبر د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی ځکه چې په دې کنده کې ډيرې رنګۍ مجسمې ښخ شوې دي.

دويمه کنده له خټو او لرګيو څخه جوړه ده او عمومی پراخوالی يې ٦٠٠٠ مربع متره دی چې د لومړۍ کندې په پرتله له نيمې برخې څخه کم نيسي . د لرغون پيژندونکي يوان جون يې په اټکل په دې کنده کې ١٤٠٠ د اسونو ، ٨٩ جنګي ګاډيواو ١١٦ زين کړی اسونو مجسمې پرتې وي . که څه هم د دغو مجسمې شمېر د لومړۍ کندې په نسبت کمې دی ، خو ځانګړتيا يې دا ده چې مجسمې د جنګي ګاډيو ، سپاره سرتيريو، لينده مارانو ، د ګاډيو ، پليو او سپاره سرتيريو په شمول څلورو جنګي صفونو ويشل شوې ده او ته به وايي چې بيخي د جګړې صفونه وي .

دوهمه کنده د ١٩٩٤ کال د مارج په لومړۍ ورځ وکيندل شوه او تر ٢٠٠٨ کاله يې دوام درلود . لرغون پيژندونکو له دې کندې څخه هغې رنګۍ مجسمې وکيندلې چې رنګونه يې له لومړۍ کندې څخه د کيندل شويو مجسمو په نسبت لا ښکلي دي . خو ولی اوس ددې کندې د بيا کيندلو پرېکړه وشوه ؟ د پوهانو په اند رنګۍ مجسمې چې دوه زره کاله مخکې ښخ شوې ، په هوا کې رنګونه به يې بدل شی ، خواوس د رنګونو ساتلو تکنالوژي پخه شوې ده ، شل کاله مخکې دغه تکنالوژی نده خپله شوې .

د اسونو او سرتيريو د ښخولو درې کندې شته چې لومړۍ کنده تر نورو دوو کندو لويه ده او د اټکل له مخې د ١٤٢٦٠ مربع مترو په پراخوالي له کندې څخه ٦٠٠٠ به مجسمې ترې وکيندلې شی ، ښايی دا کنده د پليو سرتيريو صف وي . درېيمه کنده تر ټولو وړوکې ده او ښايی د قومندانۍ غوندی وي.

د دويمې کندې د کيندلو چارو مشر جو سه هونګ چې د چين امپراطور د مقبرې موزيم يو ځوان لرغون پيژندونکی دی او په دويمه کنده کې د لينده مارانو مجسمو په کيندلو بوخت و ، وويل چې د دويمې کندې کيندنه په څلورو ګامونو ويشل کېږي چې لومړی ګام يې د ١١٠٠ مربع مترو ، دويم ګام يې٢٥٠٠ مربع مترو، درېيم ګام يې ١٠٨٨ مربع مترو او څلورم ګام يې١٠٠ مربع مترو کيندل دي . هغه تائيده کړه چې لرغون پيژندنه د خزانې کيندلو مانا نه لری ، نو هيله ده چې د وګړو پاملرنه کيندل شويو لرغوني اثارو ته و نه کړي .

د يادولو وړ ده چې ددې کيندلو په بهير کې عالي تخنيکي وسيلې کارول کېږي او راغونډ شوي مالومات زيرمه کېږي څو چې د څو علومو په شمول تحليل ترسره شی . د ښاغلي جو په وينا په تېره کينده کې ډيجلي اسکن ترسره شوی و او د اوسني کيندې په بهير کې به کيندنه او ډيجلي اسکن سره يو ځای شی ځکه چې د ډيجلي اسکن په وسيله د مجسمو کيندلو بهير معياري کېږي څو چې تاريخي اثار په ښه توګه وساتل شی او د دغه ډول دقيقې کيندنې او د علمي او تخنيکي تحليل ترمنځ يوځايښت هم د چين د لرغون پيژندنې د لوړې کچې استازيتوب کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای