CRI Online

دوان وو اختر

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 15:05:41

د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د پينځمې مياشتې پېنځمه ورځ د دوان وو اختر ورځ ده ، دا اختر د چين له پسرلني دوديز اختر او د جوانګ چيو په نامه د اتمې مياشتې د پېنځلسمې ورځې له اخترونو سره يو ځاي د چين د دريو عنعنوي مهمو اخترونو له جملې څخه ګڼل کېږي او د نړۍ د نامادي کولتور له ميراثونو څخه وشميرل شو چې دا د م م د يونيسکو سازمان لخوا پيژندل شوی لومړی چيني نامادي کولتور ميراث دی.

په چين کې د دوان وو د اختر سرچينې په باب څو بېلابېل روايتونه شته او نومونه يې هم ډير دي ، مثلا د دوبۍ اختر ، د پنځمې مياشتې اختر ، د بيړيو چلولو اختر او داسی نور ، خو د اکثرو چينايانو په نظر دا اختر د لرغونې زمانې پر هېواد او خلکو مين شاعر چيو يوان د يادونې سره تړلی دی . شاعر چيو يوان په درېيمه ميلادي پيړۍ کې د چو په نامه سلطنتي دوره کې ژوند کاوه ، کله چې د چيو يوان هېواد د چو دښمن هېواد لخوا ونيول شو ، هغه ډيره غمه ځان د مي لو په نامه سيند ته وغورځاوه او مړ شو چې دا ورځ د پنځمې مياشتې پنځمه ورځ وه . نو ځکه وروسته له هغه د هر کال د پنځمې مياشتې په پنځمه ورځ چينايان د خپل اتل شاعر چيو يوان د هيواد پرستۍ او سپيڅلو اخلاقو د يادونې لپاره د ځونګ ځه په نامه يو ډول ځانګړي خوراک رامنځته شو. ځوانګ ځه خوراک خوړل د دوان وو اختر د ورځې نمانځنې يو ډير مهم دوديز خوراک دی او د باڼسونو او کړکو په پاڼو کې سرېښناکې وريجې اچوي او په تار باندی يې تړي او په جوشو اوبو کې د ځوښولو په وسيله پخول کېږي. ددې اختر په بېګا د چين هره کورنۍ د غه ډول خوراک پخوي او د ښې تحفشې په توګه هم خپلوانو او دوستانو ته ورکول کېږي.

پرته له ځونګ ځه څخه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د دوان وو اختر د نمانځنې په درشل کې نور خوراکونه هم شته . مثلا د هيلۍ د مالګينو هګيو خوړل او د هغو شرابو څښل چې پکې د ريالګار په نامه يو ډول کاني هږاد اچول شوي وي وايي چې دا ډول شراب داسې يوه ځانګړتيا هم لری چې ناروغۍ له انسان نه شړي او ليري کوي. دغه دود د چين د يانځه سيند په غاړو کې مروج دی .

د يانځه سيند د منځنۍ او وروستۍ برخه کې د دوان وو اختر د نمانځنې لپاره د ښامار سرلرونکو کښتيو د چلولو سيالي هم ترسره کېږي. وايي چې دا دود هم د هېواد پال شاعر چيو يوان له هېوادنۍ مينې سره تړاو لري . په همدې اړه د يو بل روايت له مخې وايي چې کله کليوال خبريږي، چيو يوان سيند ته ځان اچولی ، سمدلاسه د تکړه مټوملاحان د بيړيو په تيز چلولو هغه ته نجات ورکوي ، وروسته له هغه د ښامار په شان د سرلرونکو بيړيو چلولو سيالۍ رامنځته کېدل له همدې سره په تړاو دود مومي ، هر کال د دوان وو اختر په ورځ د سيندونو او چهيلونو په غاړو کې زرګونه خلک ددې سيالۍ ننداره کوي او په همدې اړوند د اختر سترې غونډې جوړېږي.

د بيړيو چلولو سيالي په وار سره جاپان ،ويتنام او انګليستان ته خپره شوه . په ١٩٨٠ کال کې دغه سيالي د چين په سپورتي سياليو کې وشميرل شوه او هر کال د چيون يوان په نوم لومړی سيالی د چيون يوان په دوهم ټاټوبي د هونان ولايت په يوان يانګ ښار کې ترسره شوه .

جاپانيان له لرغونۍ زمانې راهيسي د چينايانو اخترونو د نمانځنې عادت لری ، خو وخت يې د ميلادي کال د مۍ پنځمه ورځ ده او د بيړيو چلولو سيالي ترسره نه کېږي او يوازی ځونګ ځه خوړل کېږي. په ١٩٤٨ کال کې دغه اختر په جاپان کې د ماشومانو ورځې په نامه وټاکل شو چې د دغه هېواد له پنځو لويو اخترونو څخه شمېرل کېږي . د دوان وو اختر په جنوبي کوريا کې نمانځل کېږي او هم ځونګ ځه خوړل کېږي ، خو د بيړيو چلولو سيالي ترسره نه کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای