CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت او په چين کې د پاکستان سفارت په چينی ژبه د ويناوو مسابقه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 15:20:42

لږه موده مخکې د ٢٠١٥ کال د چين او پاکستان تر منځ د دوستی کال د نمانځنې لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت او په چين کې د پاکستان سفارت په بيجينګ کې د پاکستان د سفارت په ښوونځي کې زما په سترګو کې د چين ترعنوان لاندې په چينی ژبه د ويناوو مسابقه تر سره کړه. د چين د بهرنيو چارو وزير د مرستيال ليو جيان چاو، په چين کې د پاکستان د لوی سفير معسود حاليد ، د چين او پاکستان تر منځ د دوستی ټولنې د مشر شا چو کانګ او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستی تګ راتګ په ساحه کې د اړوندو شخصيتونو، د ښوونځي د زده کوونکو په شمول څه دپاسه سل تنه دغه مسابقه سيل کړه.

ښاغلي ليو جيان چاو د مسابقې په پيل کې وويل په دې وروستيو کلونو کې د چين او پاکستان تر منځ اړيکې د ټينګتيا په تمايل کې دی او د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ تګ راتګ ډېر عادی دی او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو همکارۍ ورځ په ورځ ټينګې شوې دې. د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د ابادۍ په حال کې دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ته به يوه نوې مهمه صحنه برابره کړي. د چين او پاکستان تر منځ د کلتوري تګ راتګ پراختيا سره سره د ژبی زده کول د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستی ټينګتيا لپاره ډېر مهم دی. (اواز)

ژبه د يو هېواد او ملت د پيژدنې يو کلی دی او چينی ژبه د چينايانو او نړيوالو تر منځ د تفاهم او تګ راتګ يوه مهمه وسيله ګرځيدلې ده. د پاکستان خلک په تيره بيا زيات ځوانان او کوچنيان د چينی ژبی د زده کړه کولو علاقې پيدا کړې دي. د چينی ژبی زده کول د چين او پاکستان تر منځ د دوستی ټينګتيا او د همکارۍ پياوړتيا او له شخصي لحاظه د ځان د پرمختګ لپاره لپاره ګټور دی.

په چين کې د پاکستان لوی سفير معسود حاليد وويل د چين کلتور ډېر رنګارنګ دی او په ښه توګه د چينی ژبی زده کول د چين د پيژندنې په ترڅ کې مهم رول لري. په وروستيو کلونو کې لا زيات بهرنيان د چينی ژبی د زده کړې ډېرې علاقې لري او د نړۍ په زياتو ځايونو کې د چينی ژبی د زده کړې تاوده څاپې رامنځته شوې دي. له دې څخه څرګندېږي چې د چين او نړۍ تر منځ اړيکې ورځ په ورځ ټينګې شوې او د چين نړيواله اغيزه هم په پر له پسي ډول لوړېږي. (اواز)

نه يوازې د پاکستان زده کوونکي ، بلکې د ټولې نړۍ په چوکاټ کې لا زيات کسان د چينی ژبی زده کړه کوي. د چينی ژبی درسونه د پاکستان د لوی سفارت د ښوونځي د زده کوونکو يو اړين درس دی. موږ هېله لرو چې پاکستاني زده کوونکي به د چينی ژبی له لارې د چينی کلتور سره علاقې لوړې کړي.

د پاکستان د لوی سفارت د ښوونځي لسو زده کوونکو په نوموړې مسابقه کې ګډون کړه چې په جلا جلا توګه له پاکستان، روسيې، قرغيزستان، نيپال او نورو هېوادونو څخه راغلی دی. دوی په چينی ژبه د خوندورو ويناوو له لارې په چين کې د دوی ژوند شريک کړی او د چين په هکله خپلې نظريې او پيژندنې يې څرګندې کړې.

د پاکستان نجلۍ شاميم شهيد په خپله وينا کې چين ته د خپل دويم ټاټوبي په توګه تشبيه کړه. ديارلسم کلنې نجلۍ په چين کې د لس کاله ژوند کړی او د دې په سترګو کې د چين او پاکستان دودونه او کلتورونه ډېر توپيرونه لري، خو دغه توپيرونه د دې لپاره د علاقې وړ دی. (اواز)

چينايان د تودو اوبو څښلو عادت لري، دا ډېر ښه دی. زموږ په وطن کې کسان د تودو اوبو د څښلو نه خوښوي، په حقيقت کې د تودو اوبو څښل د روغتيا لپاره ګټور دی. برسيره پر دې چينايان د کب اخلی پخلی په وخت کې ټول کب کاروي ، دا زما لپاره ډېر عجيب دی. که څه هم د دواړو هېوادوالو د عداتونو تر منځ ډېر اختلافونه شته، خو زما په نظر چينايان ډېر ميلمه پال او دوستی لرونکي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای