CRI Online

په چين کې پرصخرو باندې حکاکي شوي انځورونه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-22 19:39:02

پر صخرو باندې حکاکي شوي انځورونه په نړۍ کې پر کړنګی باندې د هنر په توګه يادېږي، د ليک د رامنځته کېدو نه مخکې د انسانانو تر منځ د تبادلې يوه وسيله ده. په چين کې تر ټولو لومړی دغه ډول انځورونه پيدا شوي او هم ډېر رنګا رنګ دي. څو ورځې مخکې په چين کې پر لويو صخرو باندې د حکاکي شويو انځورونو د ټولنې له خوا د دغو انځورونو نندارتون او د دغو انځورونو د څيړنې او ساتنې د سلمې کاليزې د يادونې فعاليت په همدې وخت کې په بيجينګ کې تر سره شو چې له دې لارې بهر ته د دغو انځورونو رازونه افشا شوي.

پر صخرو باندې حکاکي شوي انځورونه په ډېرې لرغونې زمانې کې د غره پر صخرو او کړنګو باندې د انسانانو له خوا حکاکي شوي انځوري ژبه وه چې له ډبرينې زمانې څخه پيل شوې يو تاريخی هنر و او په لرغونې زمانه کې د تمدن د رامنځته کېدو په بهير کې د ټولو انسانانو د ګډې مورنۍ ژبې په حيث بلل کېږي. دغه ډول ژبه د نړۍ د پنځو وچيو په څه دپاسه ١٤٠ هېوادونو او سيمو کې پيدا شوې ده.

په چين کې پر صخرو باندې د حکاکي شويو انځورونو د ټولنې مشر وانګ جيان پينګ څرګنده کړه چې د اوږد تاريخ لرونکي لرغونې هېواد په توګه په چين کې نه يوازې تر ټولو لومړی دغه انځورونه پيدا شوي بلکې د دغو انځورونو ډولونه ډېر رنګارنګ دي.

په چين کې د څه دپاسه دوو زرو کلونو مخکې پر صخرو باندې د حکاکي شويو انځورونو د شتوالي ريکارډ شته چې د ټول هېواد د ٢٨ولايتونو، سيمو، هانکانګ، مکاو او تايوان په څه دپاسه يو زر دوه سوه او اته ويشتو ولسواليو کې پيدا شول، نو په نړۍ کې پر صخرو باندې د حکاکي شويو انځورونو د يوې مهمې برخې په توګه ګڼي.

څرنګه چې پر صخرو باندې د حکاکي شويو انځورونو هنري بڼې په لرغونې زمانه کې د انسانانو احساسات او نظريې ښودلي دي او په هغه وخت کې د انسانانو د ژوند هنري څرګندوی و. نن ورځ د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې هغه کارپوهان شته چې دغه ډول انځورونه څارنه کوي، هېله من يو چې پر صخرو باندې تاريخ او هنر به افشا شي.

له ١٠٠ کلونو څخه مخکې په ١٩١٥ کال کې د چين د لينګ نان پوهنتون پروفيسر هوانګ جونګ چين د فو جيان ولايت په جانګ جو ښار کې د دغو انځورونو د څارنې او ريکارډ کولو کارونه تر سره کړل چې دا پر صخرو باندې د حکاکي شويو انځورونو د څارنې اوساتنې په چارو کې د کارپوهانو په نظر کې د يو پيل په توګه بلل کېږي.

د چين د ملي پوهنتون پروفيسر او په چين کې پر صخرو باندې د حکاکي شويو انځورونو د ټولنې دايمی وياړي مشر چن جاو فو وويل د دغو انځورونو د ساتنې ستر اهميت تر اوسه پورې د خلکو له خوا نه دی پيژندل شوی. (اواز)

د ليک له لارې د ريکارډ له مخې يادول شوی چينی تاريخ يوازې دری زره کلونه لري چې د جيا ګو ون په نوم يعنی د شمشتو پر پوښو باندې د ليک د رامنځته کېدو څخه پيل شو. خو د دريو زرو کلونو مخکې تاريخ څنګه و؟البتأ ځيني ډبرينې تاسيسات او کلالی پاتی دی، خو ليک نه شته. د ليک پر ځای د ژوند د څرګندولو يوازينې وسيله انځورونه دي يعنی پر صخرو باندې حکاکي شوي انځورونه دي.

د سل کاله راهيسی په چين کې پر صخرو باندې د انځورونو د څارنې او ستنې پرمختګونه ډېر زيات دي. خو د اقليم او چاپيريال د شرايطو د بدلون او د طبيعی مصيبتونو او صنعتي چارو تر اغيزو لاندې د دغو انځورونو د ساتلو حالت د انديښنې وړ دي.

د دغو انځورونو د ساتنې او څارنې د هڅونې لپاره ياد نندارتون تر سره شو او په دې اړوند لا زياتو کارونو ته اړتيا شته.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای