CRI Online

د چين د ملي لږکيو د پخوانيو مشرانو د ادارې او ژوند مرکزونه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شول

cri     (GMT+08:00) 2015-07-22 19:51:45

د روانې مياشتې په څلورمه نرټه د جرمني په بن کې د نړيوالو ميراثونو په نهه ديرشمه غونډه کې د چين د هونان ولايت د يون شون ولسوالۍ په لاو سه چن، د هو بي ولايت د شيان فون ولسوالۍ په تانګ يا او د ګوي جو ولايت د جون يي ښار په های لونګ تون کې د توسي په نوم د ملي لږکيو د پخوانيو مشرانو د ژوند او اداره کولو مرکزونو کنډوالې د نړيوالو ميراثونو په لېست کې وپيژندلې شوې .

د توسي په نوم د ملي لږکيو د اداره کولو نظام د چين په جنوب لويديځو قومي سيمو کې په ديارلسمه پيړۍ کې د هېواد د مرکزي شاهي حکومت لخوا جوړ او د شلمي پيړۍ تر لومړيو پورې پلی شو چې يو ارثي نظام و او تو سي په چيني ژبه د قومي مشر مانا لری او د مرکزي حکومت لخوا مقرر کېده . د نړيوالو ميراثونو کميسيون په اړه د مشاورتي سازمان په اند د توسي د ژوند او اداره کولو مرکزونو کنډوالې د مرکزي حکومت او ځايي قومونو ترمنځ د ملي کولتور د په ميراث اخيستلو او د دولتي پيژندنې په هکله د انساني ارزښتونو په هکله د تبادلې څرګندويه ده .

د لاو سي چن اداري مقر د هو نان ولايت د يون شون ولسوالۍ په ختيځ د يو سيند په غاړه پروت دی او د پن کورنۍ په مشرۍ د اداره کولو مقر په نهه سوه لسم کال کې جوړ شو او شل ناحيې تر ادارې لاندی وې چې د اداره کولو بهير يې تر اوولس سوه اته ويشتم کال پورې اته سوه اتلس کاله ادامه درلوده او پنځه ديرش توسان وټاکل شول .

د تانګ يا اداري مقر په ديارلسمه پيړۍ کې جوړ شو چې د درېو واټونو او اتلسو کوڅو په شمول شپږ ديرشو انګړونو ويشل شوی او د حکومت ، معبد ، علمي اکاډمۍ ، باغ ، د اس روزځاي ، د ښکار ډګر او پوځي سيمې لخوا عبارت و چې مساٍحت يی له سلو هکتارو ځمکو څخه زيات دی. دغه ښارګوټي د چين په نوم کورنۍ پورې اړه درلود او د اداره کولو تاريخ يې څلور سوه شپېته کاله دوام درلود.

د هاي لونګ تون اداري مقر په دوولس سوه اوه پنځوسم کال کې جوړ شو او د يانګ په نوم کورنۍ پورې اړه درلود چې د ګه لاو او مياو قومونو وګړي پکې ميشت وو . ددې مقر غښتلی او لوی دفاعي نظام درلود ، خو د يانګ ين لونګ په نوم څلېرويشتم نسل مشر په يو زرو شپږ سوم کال کې د مرکزي حکومت پر ضد شورش وکړ چې د دوو لکو څلويښتو زرو حکومتي پوځونو لخوا د سلو ورځو محاصرې له امله مقر يې ويجاړ شو

د يون شون ولسوالۍ مشر وويل چې اوس په لاو سي چن کلي کې لا هم يو زرو شپږ سوه تنه او د مقر په مرکز کې څلور سوه تنه اوسيږي . زموږ راتوونکې دنده ددې کنډوالې د ساتلو مقرراتو بشپړول دي او په ټوله شپه ورځ کې د کنډوالو ګرځنده ساتنه اجرا کېږي .

د نړيوالو ميراثونو په لېست کې د بريالي شموليت خبر شيان فون ولسوالۍ ته ورسيد ، ددې ولسوالۍ وګړي ډير خوشحاله شول ، د تانګ يا کلي اوسېدونکي چين ګو ان وويل چې ډير خوشاله او وياړ يو چې زموږ کلی د نړيوال ميراث په توګه وپيژندل شو ، نو موږ بايد په ښه توګه خپل کلی وساتو او استعمالوو يې .

د هاي لونګ تون کلي اوسيدونکي ليو جيو څای چې په دې کلي کې شپږ ويشت کاله ژوند کړی ، وويل چې د کلي لرغوني ديوالونه ، ګذرګاه او غټې غټې ډبرې ډير زړه وړونکي دي چې په دې وجه د سيلانيز لارښوونکي په توګه خپل کلي ته راستون شو او کوشش کوم چې لا زيات هېوادوال خپل کلی وپيژني .

د ګوي جو ولايت د جون يي ښار د هوي چيوان سيمې مشر ګوه جن يون وويل چې موږ به د قديمي ديوالونو او ګذرګاه ساتلو او ترميمولو لپاره هڅه وکړو او پوهانو ته به بلنه ورکړو چې په ټاکلي او ناټاکلي وخت کې د تاريخي اثارو د امنيت ، د ارزښتونو د څيړنې په هکله خپل کلي ته راشی څو چې دغه بشري کولتوري ميراث ښه وساتل شی


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای