ګرانو اوريدونکو،اوس به تاسی د اس ځغاستې په نوم د مغولي قوم يوه ولسي سندره واورئ چې د چانګ يادو لخوا اجرا کېږي! د سندره ويلو دغه ډول ځانګړې بڼه په ٢٠٠٥ کال کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا د انسانانو د شفاهي او غيرمادی کلتوري ميراثونو په خپور شوی لېست کې شامله شوه. د چوپاني کلتور د يوې غښتلې نمونې په توګه چانګ دياو له طبيعت سره د ډېرې نژدې موسيقۍ په توګه ګڼل کېږي چې د زړه راز دی او د تاريخ او کلتور، ولسي دودونو، اخلاق او فلسفې په هکله د مغولي قوم د فکرونو او احساساتو څرګندوی دی.
د داخلي مغولستان د هولونبير ښار په اړه د شين ځو چي ولسوالی هولونبير په نوم د لويې دښتې په جنوب لويديځ کې پرته ده چې هلته شنه دښتونه ليدل کېږي، د غويانو او پسونو رمې په ډول ګرزي او ډېر پاک طبيعی چاپيريال ليدل کېږي. د چوپانۍ په وخت کې شپانه په لوړ اواز سندرې وايي چې اهنګونه يې ازاد او ارام دي او د ځانګړي طبيعی چاپيريال او د مالدارانو د ژوند حالت له امله چانګ دياو رامنځته شوه. د ځايي کلتوري مرکز مشر الاتانچيموګ وويل(اواز)
زموږ د اوسيدو په ځای کې طبيعی منظرې ډېرې ښکلۍ دي چې شنې ويالې او جګ غرونه رغونه ولاړ دي ، سپين ږيرو او سپين سرو له کوچنيتوب څخه د چانګ دياو سندرې ويلې . د شين ځو چي له څلويښتو زرو تنو وګړو کې يو په څلورمه برخه د چانګ دياو سندرو په ويلو تکړه ده.
چانګ دياو لرغونی تاريخ لری چې اهنګونه يې اوږده او د سندرې شعر يې ډير لنډ دی . د لرغون پيژندنې له مخې د مغولي قوم د رامنځته کېدو په وخت کې چانګ دياو موجوده وه چې تر اوسه پورې د زرو کلونو تاريخ لري. د چانګ دياو سندرو شعرونه په عمده توګه د شنو دښتونو د ښکليومنظرو او د مالدارانو د ژوند انځورول دي . د کلتوري مرکز د چانګ دياو استاذې سو ژونګ ګاو وا وويل مالداران د چانګ دياو سندرو د ويلو له لارې په طبيعی ډول د دښتونو منظرې ستايي او د خپل قوم او ټاټوبي سره د خپلې مينې احساسات څرګندوي. (اواز)
دا چې رمې پر دښت ګرزي، ډېر ښکلی انځور دی، د يو مالدار په توګه د دغه ښکلي انځور کتلو په وخت کې ډېر وياړ دی او د زړه له کومې د خپل ټاټوبي ستاينه کوي.
په مغولي ژبه کې چانګ دياو ته اوژدوداو ويل کېږي .نو د چانګ دياو ويونکو غږونه ډېر لوړ دي او د نفس کنترول ډېر مهم دی. په داخلي مغولستان کې د چانګ دياو يوازنې ميراث اخيستونکي او د شين ځو چي د چانګ دياو ټولنې مشر نيکه دوګور سوژونګ د خړ باز په نوم يوه سندره وايي. اوس به دغه سندره واورئ!
(اواز)
چانګ دياو موسيقي نوټ نه لری ، مغولي ځوانان هميشه له مشرانو څخه د چانګ دياو ويلو لارې چارې زده کړه کوي، نو د کورنيو غړيو اغيزه ډېره مهمه ده. خو د غوږونو او خولو له لارې د سندره ويلو د ځانګړو لارو چارو د په ميراث اخيستلو په بهير کې ډېرې ستونزې موجودې دي او ددغو لاروچارو د له منځه وړلو خطرونه لا هم شته دي. نو په شين ځو چي کې په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې د چانګ دياو د زده کړې درسونه پرانيستل شوي دي. اته کلنه نجلۍ امينا له شپږ کلنۍ څخه د چانګ دياو ويلو زده کړه پيل کړه او تر اوسه يې په زياتو ځايونو کې نندارې ښودلې دي. امينا چانګ دياو ډېره خوښوي او ځای پر ځای د چانګ دياو يوه سندره ويلې ده(اواز)
د مالدارانو په وينا چې دښتې ليدل کېږي، چانګ دياو اوريدل کېږي. نن ورځ د امينا په شان زيات شمير ماشومان ښکلۍ چانګ دياو سندرې ويلی شي، يقين دی چې دغه ارزښتناک قومی کلتور به نسل په نسل پر پراخو دښتونو کې خپرېدای شی.
0729wenhua
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |