CRI Online

په چين کې د موزيمونو د پرمختيا لاره

cri     (GMT+08:00) 2015-08-28 16:39:45

د نوي چين د جوړېدو له ٦٥ کلونو راهيسې د موزيمونو د پرمختيا په بهير کې نژدې څلور مهم پړاوونه تير شوي دي. د وروستيو پنځوسو کلونو کې د بدلونونو او تنظيمونو له کبله اوسمهال په چين کې د موزيمونو چارو د پرمختيا ځانګړی لار موندل شوې او د نړيوالو موزيمونو په ساحه کې يو خاص او مهم ځواک ګرځيدلي دي.

د ولسي جمهوريت د جوړيدو په پيل کې يعنی پنځه شپېته کاله وړاندی په داسې حال کې چې کورنۍجګړه تازه پای ته ورسېده ، د چين موزيمونه هم د شکلونو د بدلولو په حال کې پاتې وو. د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې څخه تر شپږمې لسيزې پورې هغه ډول مجموعي موزيمونه چې له طبيعی سرچينو، تاريخی پرمختګ او د سوسياليستي ابادۍ د برياليتوبونو څرګندوي او له پخواني شوروي اتحاد څخه رانقل شوي ، د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې جوړ شوي او د اټکل له مخې د وخت له ټولو دوه اوياوو موزيمونو څخه زياتره موزيمونه د خپل ځاي د جغرافيايي وضعيت د معرفي کولو موزيمونه وو. د چين فقيد رئيس ماو ځه دونګ د ١٩٥٨ کال په سپتمبر مياشت کې د ان هوی ولايت له موزيم څخه د کتنې په وخت کې ويلي چې د يو ولايت په عمده وو ښارونو کې دغسي موزيمونه جوړ شی ، ځکه چې خلک بايد خپل تاريخ، ځواکونه او توان وپيژني، نو د موزيم ابادولو دغه شکل په يو ميکانيزم بدل شو. په ١٩٥٦ کال کې د موزيمونو په کاري غونډه کې دا نظر تائيد شوی چې موزيمونه بايد د اثارو ساتنې، ښوونې او د علمي څيړنې سازمانونه وي او د خلکو او علمي څيړنې خدمتونه دې وکړي چې په دې وجه د روحيې او رول له مخې د چين موزيمونو ته نوي محتويات وروبخښل شول او تر اوسه د چين د موزيمونو پر بنسټيز شکل ژوره اغيزه لا هم پاتې ده .

د شلمې پيړۍ د شپږمې لسيزې له نيمايې څخه تر اوومې لسيزې پورې موده د چين په تاريخ کې يو ځانګړی وخت و. په څه دپاسه لسو کلونو کې موزيمونه د کلتوري روحيې له لحاظه سخت زيانمن شوي دي. دا د موزيمونو په پرمختيايي تاريخ کې يوه تراژيدي ګڼل کېږي او ښودل شوي اثار يې د نورو له خوا په خپله خوښه بدل شوي دي چې له امله يې د چين د موزيمونو چارې د پرمختلليو هېوادونو په پرتله ډېر وروسته پاتی شوي دي.

له اتمې لسيزې څخه د شلمې پيړۍ تر پايه پورې په چين کې موزيمونه د شمېر، کيفيت، نظريو او رول په شمول په هراړخيزه توګه بيا اباد او پرمختګ شوي دي. په ١٩٨٦ کال کې په چين کې د موزيمونو شمېر يوازی دري سوه پنځه شپيته و، خو په ٢٠٠٠ کال کې دغه شمېر يو زر او دوه دېرشو ته ورسيد او د ساتل شويو تاريخی اثارو شمېر هم ډېر زيات شوی چې نهو مليونو او دريو لکو ته رسيدلی دی، ډېر ارزښتناک کار يې خو دا و چې په شلو کلونو کې د چين د موزيمونو تاريخی او کلتوري اهميت بيا تائيد شوی دی. د ګڼ شمير غښتلو موزيمونو د هېواد په دننه او بهر کې له څيړنيزو برياليتوبونو، غوره اداري تجربو او پرمختللو تخنيکونو څخه ګټې اخيستې او د اثارو د ساتلو په عين وخت کې يې ټولنيز رول ته هم زياته پاملرنه ورکړې ده . په ١٩٨٣ کال کې د چين د موزيمونو ټولنه په رسمی توګه د موزيمونو په نړيواله ټولنه کې شامله شوه چې په دې توګه د وګړو او کلتوري ميراثونو، د تاريخ او اوسنۍ زمانې تر منځ د پلونو په حيث د موزيمونو رول ډير څرګند دی.

يوويشتمې پيړۍ ته له ننوتلو وروسته د چين د دولتي ځواک د هراړخيزې پرمختيا سره سم د چين موزيمونه هم په چټکې سره پرمخ تللي دي. په لسو کلونو کې د چين د موزيمونو شمېر په نړۍ کې لومړی ځای نيولی او په عين وخت کې د موزيمونو شکلونه هم زيات شوي دي. په تيره بيا د موزيمونو د عام او مسلکی کيدو سويې ډېرې لوړې شوې، په ٢٠٠٨ کال کې هغه تګلاره صادره شوه چې عام موزيمونه خلکو ته په وړيا ډول خلاصوي او له دې وروسته موزيمونو ته د تلونکو نندارچيانو شمېر نيمه برخه، په تيره بيا د تلونکو کليوالو او د ټيټ عايد لرونکو ښاريانو شمېر ډېر زيات شوی دی. نو خلک له موزيمونو څخه د ليدنو کتنو له برکته د هېواد د تاريخ او کلتور په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای