CRI Online

د اشکاني امپراطوري شهزاده اشکان

cri     (GMT+08:00) 2016-11-03 11:04:50

د ورېښمو لرغونۍ لار چې دوه زره کاله مخکې د چين د هان امپراطوري لړۍ کې پيل شوه ، نه يوازې د چين او نورو هيوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي تګ راتګ لاره وه ، بلکې د کولتوري تبادلې لاره هم . ددې لارې د خلاصون سره سم له اشکاني امپراطورۍ څخه راغلی راهب اشکان د پامير لوړې په اوښتلو سره او د زياتو کړاوونو او ستونزو په لګولو سره چين ته راغی او د بوديزم يوه اندازه کتابونه يې وژباړل چې له امله بوديزم له هند څخه چين ته خپور شو . د کون لون لوړې او د چين د څو لويو سيندونو څيړنيزه ډله په وروستيو ورځو کې واخان دهليز ته ورسيده او د ورېښمو لارې روحيه يې احساسه کړه .

واخان دهليز د چين ، افغانستان او پاکستانه پولې نښلوي او په لرغونۍ زمانه کې د منځنۍ او جنوبي اسيا او چين د فرهنګونو ترمنځ د تګ راتګ عمده لاره وه او د ورېښمو لرغونۍ لارې په جنوب کې حساسه مرحله هم وه . دې دهليز ته د ننوتلو په خوله کې درې ډبرين يادګارونه ليدل کيږي چې په شينجيانک کې د چين د علومو اکاډمۍ په اړه د لرغون پيژندونکې ډلې لخوا د اشکاني امپراطوري شهزاده اشکان او د چين د مشهورو راهبانو هيون سان او فه شيان د يادونې لپاره درول شوي دي.

د يادې لرغون پيژندونکې ډلې مشر پروفيسر ووشين هوا وويل چې اشکان د هېوادونو ترمنځ د کولتوري تبادلې لپاره وتلي خدمتونه ترسره کړي ، نو د واخان دهليز په خوله کې د دغو يادګارونو درول ډير اهميت لري . (اواز ١) لومړی يادګار د راهب اشکان لپاره دی ، ځکه هغه لومړی بوديزم چين ته راوړ او وروسته دغه دين د چيني فرهنګ په يوه برخه بدل شو ، نو لومړی يادګار حتما دده پورې اړه لري .

د وو شين هوا په وينا د بودايي دين د مقدسو کتابونو ژباړنې په چين کې د دې مذهب د لومړۍ خپرونې سبب و . لومړۍ ډله ژباړونکي د چين له لويديځ څخه راغلي راهبان وو . د تاريخي اسنادو له مخې اشکان تقريبا د ميلاد نه دوهمه پيړۍ کې وزيږيده او د اشکاني امپراطوري شهزاده و . هغه د کوچنيتوب له مودې څخه ډير کورني او بهرني کتابونه ولوستل او په نجوم ، جغرافيا او فالبينۍ مسلط و . د بيجينګ پوهنتون د بوډيزم مشهور پوه پروفيسر وانګ بان وي چې د يادې څيړنيزې ډلې غړی دی ، وويل

(اواز٢) معلومه ده چې اشکان د چينم د بوډيزم په تاريخ کې د قديمي کتابونو لومړي بهرنی ژباړونکی و او له لرغوني اشکاني امپراطوري څخه راغی چې دغه لويه امپراطوري د ننني ايران په ختيځ کې او اوسني افغانستان ته نژدې واقع وه .

د تاريخي اسنادو له مخې اشکان تقريبا له يو سلو اوه څلويښتم کال څخه تر يو سلو اوه شپيتم کال پورې چين ته راغی او لويانګ ښار ته د رسيدو په لومړيو وختونو کې چې دغه ښار په هغه وخت کې د چين د هان امپراطوري لړۍ يايتخت و ، بودايي پيروانو خپل دين د کيمياګرۍ په توګه باله ، نو د بوډا عبادت يي کولو څو چې خپل عمر اوږد شي . پروفيسر وانګ بان وي وويل چې اشکان ټينګ هوډ درلود چې د بوډيزم مقدس کتابونه ښه وژباړوي څو چې پيروان يې له خپل دين سره پوره اشنا شي . هغه مجموعا يو څلويښت ټوکه کتابونه ژباړلي وو چې دغه وخت هند ته د هيون سان ورتګ نه تقريبا پنځه سوه کاله مخکې و ، سره له دې چې هيون سان د چين مشهور راهب وبلل شو او د بوډيزم مقدسو کتابونو د لاس ته راوړلو لپاره د زياتو مشکلاتو په لېرې کولو سره له ننني افغانستان څخه هند ته تللی و .

(اواز ٣) بوډيزم له هند څخه چين ته خپور شو او لومړی راهب هندي راهب نه و ، بلکې د منځنۍ اسيا راهبان وو . مثلا د اشکان او لرغوني کوهشان راهبان . البته له هند څخه چين ته د هيون سان تر ستنيدو وروسته بوډيزم د چين بېلا بيلو ځايونو ته خپور شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای