CRI Online

د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي مشر جاو جينګ وو

cri     (GMT+08:00) 2016-11-11 19:48:16

د تېر اکتوبر په ٣٠مه نېټه د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي د چينايي ژبې په ټولګي کې استاذ جاو جينګ وو افغان زده کوونکو ته وروستی درس ورزده کړی. کله چې استاذ جاو پر تورې تختې باندې د چينايي ژبې جمله وليکله، په تدريسي خونه کې ډېر ارام و او زده کوونکو صميمانه تقاضا وکړه: استاذ جاو، اجازه ده چې مه ځئ، موږ به تا ته ډېر يادوو. په دې شيبه کې د استاذ جاو پر مخ اوښکې بهېدې .

له پنځو کلونو وروسته د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي چينايي مشر جاو جينګ و د چينايي ژبې په درس لګيا و او د نومبر په پيل کې د خپل ماموريت له پای ته رسيدو وروسته بيرته وطن ته راستون شو. د پنځو کلونو په موده کې استاذ جاو په افغانستان کې د جګړې له امله د کنفوسيوس پوهنځي د تړلو او د بيا خلاصولو په بهير کې هره پيښه په خپلو سترګو کتلې ده.

د ٢٠١١ کال په سپتمبر مياشت کې استاذ جاو په خپله کابل ته ورسيد او په يو بيخي ناپيژندلي ځای کې يې کارونه پيل کړل، خو په هغه وخت کې يې هيڅ ملګری نه درلود او د اوسيدو ځای د لټون په بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و. هغه وايي کابل ته د تازه رسيدو په وخت کې ده د هوټل، چيني رستورانټ او تصديو په ليليه کې اوسيده او د اوسيدو ځاي يې د څلورو ځلو لپاره تبديل شو. هغه هر سهار په شپږو بجو پاڅيده، په اوو بجو له کوره خوځيده او په اتو بجو پوهنځي ورسيد چې د يوې ورځې لپاره تدريسي کار پيل شي . کله چې درسونه پای ته ورسيدل، ډير ستړی شو او و يې غوښت چې په کټ څملي. هغه په خپل ورځني يادښت کې داسی ليکلي چې په تنګه خونه کې د چورلکو د غړومبهار او په ځينو وختونو کې د چاودنو غږو په اوريدو سره په ټوله شپه کې نه بيديده.

خو د ستونزمن چاپيريال په وړاندې د استاذ جاو ټينګ هوډ کمزوری نه شو کله چې يې دا وليدل چې افغان زده کوونکي له چيني کولتور سره دومره مينه لري ، نو د خپلو کارونو ارزښت يې احساس کړ.

د دوه زره يوولسم کال په پاي کې په کابل ښار کې چاودنې ډېرې وې او وضيعت يې بيخې خراب شو چې له امله يې د کابل زيات ښوونځي وتړل شول چې د کانفوسيوس پوهنځی هم بند شو او استاذ جاو د مجبوريت له مخې بيرته بيجينګ ته راستون شو . د دوه زره ديارلسم کال په جنوري مياشت کې د کابل حالاتو د ښه والي له کبله استاذ جاو يو وار بيا کابل ته راغي او استاذ جاو د خپلو ښو خدمتونو او تجربو له مخې د چين د چيني ژبې دفتر د کابل د کنفوسيوس پوهنځي د مشر په توګه وټاکه . په هغه وخت کې په کابل کې سخته واوره اوريده او د خالي پوهنځي په مخکې استاذ جاو له نويو ستونزو سره مخامخ و ځکه چې بايد په لنډ وخت کې تدريسي کارونه اعاده شي . دده په وړاندې ستونزې دا وې چې دفتر ، ښوونکي او ښوونيز تجهيزات حتی درسي کوټه هم نه وو . دده د کوششونو له برکته افغان زده کوونکو په دوو ټولګيو ويشل شوی او د اداري دندې نه پرته دده په اوږو د ښوونکو د پيدا کولو او د تدريسي کارونو ترسره کولو دندې وې . دده په وينا بايد تر پوره وسې پورې تدريسي کارونه اعاده شي . اته ويشت کلن افغان ښوونکی چې چيني نوم يې ون پو دی او د کابل پوهنتون د کانفوسيوس پوهنځي لومړی ډلې فارغ شوی زده کوونکی و ، داسې وويل چې استاذ جاو سهار وختي پاڅيده او پوهنځي ته رسيده ، د معمولي اداري کارونو د ترسره کولو وروسته يې ډول ډول تدريسي مالومات ترتيبول چې د مالوماتو په څنګ نيم کڅوړه بيسکويت او يوه پياله اوبه پراته وو. په ژمي کې هوا ډيره سړه وه او په پياله کې اوبه بيخي يخې وې ، دغه راز په کوټه کې مرکز ګرمي هم نه وه .

د دندې د قوي احساس په درلودلو سره د يوې ژمني رخصتۍ په موده کې د استاذ جاو او نورو ښوونکو او زده کوونکو د کوششونو له برکته په يو تنګ دفتر چې له لس مربع مترو څخه کم و او په يوه ديرشو مربع مترو کوټه کې د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي عادي تدريسي کارونه اعاده شوي دي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای