په دې وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د چيني فلمونو اغيزې په پر له پسي ډول لوړې شوي او د فلمونو حوړولو په برخه کې د چين او نورو هېوادونو تر منځ همکارۍ د لومړي پړاو تجربې ګام په ګام پوخې شوي او اوس د پانګونو، استعداد لرونکو کسانو او د سرچينو شريکولو په شمول ځينو برخو کې په هراړخيزه توګه همکارۍ تر سره کيږي.
همدااوس تاسو په ۲۰۱۵ کال کې د قاهرې اعلاميې په نوم د فلم اواز واوريد چې له ريښتنې تاريخي پيښې څخه اخيستل شوی او د فاشيزم ضد د دويمې نړيوالې جګړې يعنې د جاپان د تيري په مقابل کې د چين د جګړې په موده کې د قاهرې غونډې په وخت کې رامنځته شوې پيښې پکې انځور شوي دي.
د دغه فلم يو ډايريکټر هو مينګ ګانګ وايي دغه تاريخي پيښه د امريکا، چين ، پخوانې شوروي اتحاد او بريتانيا په شمول ځينو هېوادونو پوري اړه لري. نو له بريتانيا، امريکا، روسيې او جاپان څخه نژدې پنځوسو ممثلو په دغه فلم کې رول لوبولی دی. د بېلا بېلو هېوادونو ممثلو تاريخ ته د درناوي کولو او په سمه بڼه د تاريخي پېښو انځورولو او اصولو پر بنسټ په جدې توګه د دغه فلم نندارې بشپړې کړې دي. ډايريکټر هو ګانګ دا نظر لري چې د فلم برياليتوب د بهرنيو ممثلو له فعال ګډون سره ټينګې اړيکې لري.
په دې وروستيو کلونو کې د چين اقتصاد په چټک ډول پرمختګ کړی او د سترو پانګو راجلبولو له امله په چين کې د فلمونو جوړولو له لارې له نړيوالو سره اړيکې جوړې شوې دي. موږ باور او انرژي لرو چې ښه چيني فلمونه جوړولی شو. له دې څخه څرګنديږي چې چين د فلمونو جوړولو په چارو کې نه يوازي ستر هېواد بلکې يو قوې هېواد ته نژدې دی.
په وروستيو کلونو کې په چين کې د فلمونو جوړولو چارو په چټک ډول پرمختګ کړی دی. د فلمونو د پردو شمېر له څلور پنځوس زرو نه اوښتی دی او په تېر کال کې د فلمونو د ټکټونو عايدات له پنځه پنځوس بيليارډو او نهه سوو مليونو يوانو ته رسيدل. په چين کې د فلمونو بازارونو د سمسورتيا سره سره د نورو هېوادونو د فلم جوړونکو او ممثلو په خبله خوښه له چين سره همکارۍ کړی او کوي يې.
د ګرم دوبي په نوم د ايراني فلم ښځينه ممثلې مينه سعادتي هيله څرګنده کړه چې د فلم جوړولو په برخه کې له چيني کارکوونکو او ممثلو سره همکارۍ وکړي. هغې وويل (اواز)
د فلمونو جوړولو په برخه کې د چين او ايران تر منځ فاصيله ګام په ګا نژدې شوې او د همکارۍ ازموينې پيل شوې چې دا د دواړو خواوو لپاره ډېره ګټه لري او دا به د فلمونو جوړولو په چارو کې د چين او ايران سويې لوړې کړي. چين رنګارنګ کولتورونه او لرغونې تمدن لري، په وروستيو کلونو کې په ايران کې د فلمونو جوړولو په برخه کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې د ليدو وړ دی. نو د چين او ايران تر منځ همکارۍ به دواړو خواوو ته ګټې ورسوي او زه په خپله دغه همکاريو ته هيله منه يم.
د ۲۰۱۷ کال تر پايه پوري چين له شلو هېوادونو سره په ګډه د فلمونو جوړولو تړونونه لاسليک کړي او د چين فلم جوړونکو د امريکا د هاوليود له شپږو لويو شرکتونو سره د ټينګې همکارۍ لارې جوړې کړې دي. ښې فلمي کيسې د فلم جوړونکو تاوده احساسات سبب او د کولتوري تبادلې پر مخ خنډونه څخه ليری کولی شي. د هوا يي زورونو شرکت مشر وانګ جونګ لې وويل چې د پانګونو او محتوياتو نه پر ته په راتلونکې کې بايد د فلم جوړولو او نشرولو په چارو کې همکارۍ پياوړې شي.
موږ بايد د فلمونو نشرولو له پيل څخه له نورو خواوو سره همکارۍ پياوړې کړو چې د اروپا او امريکا مسلکي کارکوونکي به په دې برخه کې له موږ سره يو ځای کار وکړي. د بېلګې په توګه د سوني شرکت ټولې نړۍ ته د فلمونو نشرولو چارې تر سره کوي، که له پيل څخه د يو فلم د نشرولو شبکې په ريښتنې توګه د چيني بازار د نشرولو له شبکې سره همکارۍ وکړي، نو دغه ډول فلمونه چې د چين او نورو هېوادونو لخوا تر ګډې همکارۍ لاندې جوړيږي، د ټولې نړۍ له بازارونو سره به برابر وي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |