CRI Online

د چين د ملي لږکيو د تاريخ او ژوند انځورونکي فلمونه د پاملرنې وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 15:54:35


په بيجينګ کې د اتمې دورې نړيوال فلمي اته ورځنی فيستيوال چې د اپريل له پنځلسمې نېټې څخه تر دوه ويشتمې نېټې پورې يې دوام درلود، تازه پای ته ورسيد او د پنځوسو هيوادونو او سيمو دريو کورنيو او بهرنيو سينمايي سازمانونو په ګډون پنځلسو زرو اړوندو ميلمنو پکې ګډون کړی و. په دې فستيوال کې د چين د ملي لږکيو د تاريخ او ژوندپه هکله فلمونه د نندارچيانو لخوا وستايل شول.

د اپريل په شپږمه نېټه د وان ځه باراني موزې په نوم فلم چې د تبت قوم نهه ويشت کلن دايريکتر لاهواجا لخوا جوړ شوی ، وښودل شو ، دغه راز هغه فلم چې ميانمر ته نژدې د چين په پولو کې د داي قوم هغو ماشومانو د ژوند په هکله فلم هم نندارچيانو ته وړاندی شو چې پلرونه او ميندې يې د مزدورۍ لپاره ښارونو ته تللي دي .

د فستيوال د پای په مراسمو کې د مغولي قوم د تاريخي کيسې انځورونکی فلم هم وښودل شو او د نندارچيانو لخوا وستايل شو. ځکه چې يو دايريکتر يې د فرانسې مشهور دايريکتر دی. د چين د قومي فلمونو د څېړنيز مرکز مشر او د ياد فستيوال د تشکيلاتي کميټې عمومي هنري مدير نيو سون وويل، دا لومړی ځل دی چې د ياد فستيوال د پرانستنې او پای په مراسمو کې د چين د ملي لږکيو وګړو د تاريخ او ژوند په هکله فلمونه ښودل کيږي او ورڅخه څرګنديږي چې د ملي لږکيو د تاريخ او ژوند په هکله فلمونه نوې زمانې ته داخل شوي دي.

د شه به دونګ کلي په نوم فلم چې د چين د هو نان ولايت په قومي سيمه کې له خوارۍ او غربۍ څخه د ځان ژغورلو کيسه يې انځور کړې ، د اسماني معبد په نوم ۶۵۹جايزه اخيستونکو فلمونو کې شامل شو او په پاي کې پنځلسو منتخبو فلمونو کې وشميرل شو.

ياد زړه وړونکي فلمونه د بهرنيو سينماګرانو لخوا د توجه وړ ګرځيدلي دي ، مثلا د جامايکا د کاتفوست فلمي فېستيوال مشر يان بوکسيل په ځانګړي توګه د بيجينګ د قومي فلمونو د ښودلو غرفې ته ورسيد او بلنه يې ورکړه چې د چين د ملي لږکيو په هکله فلمونه ددوی په فېستيوال کې وښودل شي، ټاکل شوی چې دغه فستيوال به په راتلونکي جون مياشت کې په جامايکا کې پرانيستل شي، نوموړي دا نيت هم وښود چې په راتلونکي کال کې د چيني فلمونو د ښودلو ځانګړې موده به وټاکل شي. ده وويل چې د چين او جامايکا ترمنځ اړيکې ډيرې ښې دي ، ډير ليوال يو چې د فلم ښودلو له لارې خپلمنځي تګ راتګ او پيژندنه مو ياته شي.

د ګسار په نوم د تبتي قوم ، د جنګر په نوم د مغول قوم او د ماناس په نوم د قرغيز قوم حماسي کېسې په چين کې د ملي لږکيو درې مشهورې حماسې دي او دغه کېسې د فلم يا تلويزيوني سريال د جوړولو لپاره ‌ډيرې ارزښتناکې دي، اوس په بيجينګ کې د دغو دريو حماسي کېسو په هکله د فلم جوړولو پلان جوړ شوی.د فېستيوال په موده کې به د يادو دريو کېسو په هکله د انځورونو نندارتون هم وښودل شي.

په سږني فستيوال کې د غوره فلمونو د ښودلو شکل بدل شوی، دا رنګه فلمونه به پخوا په سينماګانو کې ښودل کيدل، خو اوس قومي فلمونه په ښوونځيو، د هستوګنې په سيمو يا د ملي لږکيو په کليو کې ښودل کيږي.

د بيجينګ د قومي کولتوري تبادلې مرکز مشرې او د فېستيوال د تشکيلاتي کميټې عمومي هماهنګې وانګ وې وويل چې پخوا مو نندارچيان ته بلنه ورکوله چې سنيماګانو ته راشي، خو اوس فلمونه بنسټيزو يونټونو ته لېږو چې له امله يې د قومي فلمونو اغيزې پراخې او د قومي يووالي او ترقۍ ښوونه هڅول شوې ده .

د مالوماتو له مخې په بيجينګ کې د قومي فلمونو د ننداره کولو موده پای نه لري او د ښاروالۍد قومي چارو څانګې به غوره قومي فلمونه د هستوګنې سيمو، ښوونځيو ، کليو او زړتونونو ته وليږي څو چې ګڼ شمير وګړي د چيني ملت له غوره کلتورونو څخه ګټه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای