CRI Online

د جوانګ قوم د اوږد عمر لرونکو علاقه دارۍ ته سفر

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 16:01:10


د چين د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې يوه غرنۍ علاقه دارۍ ده چې باما نوميږي ،دغه ځای د نړۍ له هغو پنځو ځايونو څخه شمېرل کېږي چې د اوږد عمر د سپين ږيرو او سپين سرو شمېر يې ډېر دی ، نور څلور ځايونه دا دي : د جنوبي امريکا بيرکابابا ، د روسيې ګاګا ، د لويديځې اسيا هانسا او د چين کاشغر دي. ياد پنځه ځايونه په ټوله نړۍ کې د اوږد عمر لرونکو ځايونو څيړنه کې چې د نړۍ د طبيعي روغتيا ټولنې لخوا په ۱۹۵۷ کال کې ترسره شوې ، پيژندل شولي دي. باما په اخر کې وپيژندل شوه ، خو د يادو ځايونو په مخکني کتار کې پرته ده، ځکه چې په باما کې له لکونو تنو څخه ديرش تنه شته دي چې عمرونه يې له سلو کالو څخه زيات دي ، خو د م م لخوا د ټاکل شوي معيار له مخې دغه تناسب په لکونو کې يوازې نژدې اته دی. د نړۍ د طبيعي طب ټولنې د مشر په وينا باما په دنيا کې يو صاف ځای دی او يوازنی داسې ځای هم دی چې د سلو کالو عمر لرونکو زړو کسانو شمېر يې لا هم د زياتېدو په حال کې دی .

ولی باما کې دومره زيات د اوږد عمر زاړه کسان شته دي ؟ علتونه يې شپږ دي .

لومړی دا چې د باما په خاوره کې د مګنيز او روي محتوا د نورو سيمو په پرتله لسګونه برابره زيات دي، مګنيز د انسان په بدن کې د څو ډولو مخمر د فعاليت د ايجاد ماده ده او روی له ناروغيو څخه د انسان مصؤنيت زياتوي .

دوهم دا چې په باما کې اوبه تر ځمکې لاندې او د چينو اوبه دي ، نو ډېرې صافې دي .

درېيم دا چې د باما په هوا کې منفي اکسيجن ايون ډير دي چې شمير يې په يو مکعب سانتي متر کې ديرشو زرو ته رسيږي او د بيجينګ په پرتله ديرش چنده زيات دی .منفي اکسيجن ايون د زياتو ناروغيو د علاج او مصؤنيت او حتی د عمر د اوږدوالي لپاره ګټور دی.

څلور دا چې په باما کې د ځمکې مقناطيسي قدرت ډير قوي دی او د ياد منفي اکسيجن ايون په شان له ناروغيو څخه د ژغورنې او د عمر د اوږدوالي لپاره هم ګټه لري.

پنځم دا چې په باما کې په کال کې د لمر ليدو ورځې زياتې دي.

شپږم دا چې د يادو علتونو ترمنځ د متقابل رول په اثر په هوا کې منفي اکسيجن ايون په پر له پسې ډول رامنځته کېږي .

په باما کې د اوږد عمر زړو کسانو يوه ګډه ځاګړتيا دا ده چې دوی په ارام زړه ژوند کوي او له نورو سره ښې اړيکې ساتي .

څرنګه چې په باما کې اوبه پاکې ، هوا صافه او طبيعي منظرې ښکلې دي ، نو هر کال نژدې يو لک تنه له طبيعي ډالۍ څخه د ګټو اخيستلو لپاره د هېواد له بېلا بېلو ځايونو نه دلته په کډه راځي. خبريال يوه بوډۍ وليدله چې نهه نوي کلنه ده، د غره په بيخ کې د دوه نيم کيلو جوارو اوړو په وړلو سره بيرته د غره څوکې ته تله ، بله ورځ يې يوه بله بوډۍ وليدله چې شپږ نوي کلنه وه، په شا يې د ديرشو کيلوپه وزن يوه توبره تړلې وه، د غره بيخ کې بازار ته تله . بل وار خبريال د نڅاوو يوه ننداره وکتله او د ياو قوم له يوې نجلۍ څخه يي وپوښتل چې ددې تر څنګ د دوو بوډيو عمرونه يې څو دي ؟ نجلۍ ځواب ورکړ چې يوه يې سل کلنه او بله يو سلو يو کلنه ده او دواړه د ياو قوم دي. خبريال د راپورتاژ په پای کې د جوانګ قوم له يو بوډا او يوې بوډۍ سره مرکې وکړې چې سپين ږيری يې يو سلو شپاړس کلن او سپين سرې يې يو سلو اته کلنه ده .

لکه څنګه چې د انګليستان يو بيالوژيست ويد دوک ويلي چې په باما کې پاکې اوبه ، صافه هوا او قوې د ځمکې مقناطيسي قوت باما ته د الله يوه بې مثاله ډالۍ ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای