CRI Online

د سه چوان ولايت په ينګ شيو ښارګوټي کې د زلزلې په کنډوالو کې بيارغونه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-21 18:34:36


بيا جوړ شوي ينګ شيو ښارګوټی

لس کاله وړاندې د چين سه چوان ولايت کې د سختو زلزلو له امله د زلزلې په مرکز کې د ينګ شيو علاقه داري بيخي له خاورو سره برابره شوې وه. خو د لسو کلونو د بيارغاونې وروسته اوس په دې علاقه دارۍ کې نوي کورونه قطار په قطار جوړ شوي او زلزله ځپلي وګړي ښکليو کورونو ته نقل شوي دي،دوی وايي،په بيا جوړه شوې علاقه دارۍ کې تر ټولو ښايسته ودانۍ ولسي کورونه او تر ټولو خوندي ځايونه ښوونځي دي.


سپينږيری دونګ يي شوانګ وايي زړه مو ډېر ارام دی چې په نوی کور کې اوسيږو

سپينږيری دونګ يي شوانګ د ينګ شيو علاقه دارۍ اوسيدونکی دی. لس کاله دمخه د نوموړي دوه پوړيز کور د زلزلې له امله ويجاړ شو. هغه پدې اړه وويل:

((کور مې په زلزله کې ونړېده او پوره ويجاړ شو. هغه کورونه چې زما تر کور ښه جوړ شوي، هم ټول ونړېدل. ځکه چې د زلزلې درجه ډېره لوړه او سخته وه.))

په ينګ شيو علاقه دارۍ کې د زلزلې له امله تر ۶۵۰۰ زيات کسان مړه شول، له نيکمرغه سپينږيری دونګ يي شوانګ ،د ده مېرمن او دوه لوڼې او زومان يې يوازې سپک ټپيان شول.

اوس د ده کورنۍ د چيانګ قوم له ساختمانۍ ځانګړتيا نه ډکه يوه ډېره ښکلې کوچنۍ ودانۍ کې اوسيږي. سپين ږيري دونګ يي شوانګ خبريال ته خپل نوی کور معرفي کړ او ويې ويل:

((دا زما کور دی، د ټاکلي طرحې له مخې په دې ځای کې بايد يو کوچنی دوکان جوړ شوی وای. پوړۍ يعنې زينه له دې ځای نه پورته کيږي، دلته پخلنځی دی او ترڅنګ يې خوړنځی، پاس يوه کوچنۍ کوټه ده او بله خوا يوه بله لويه کوټه ده. درېيم پوړ کې سالون دی او مساحت يې سل متره مربع دی. دغه ودانۍ غوره ساختماني تخنيکونه او ښه کيفيت لري او د زلزلې ټکانونو پر وړاندې مقاومت درجه يې هم لوړه ده، زړه مو ارام دی چې په دې کور کې اوسيږو.))

په بې چوان کې ځينې علاقه دارۍ هم په زلزله کې تر بېلا بېلې اندازې ورانې شوې او نوې علاقه دارۍ د اوسيدونکو لپاره کورونه يې په نورو ځايونو کې جوړ شوي. خو ينګ شيو ښارګوټی د زلزلې په کنډوالو کې بيا جوړ شو.

دونګ يي شوانګ خبريال ته وويل، اوسنی کور يې ځانګړی جوړښت لري او بهرنۍ کوڅه يې ډېره پاکه ده،جاروګر هره ورځ لارې کوڅې پاکوي او د کوڅو پر غاړو بوټی او ګلان کرل شوي دي. همداراز دونګ يي شوانګ زياته کړه چې د نويو کورونو د جوړولو په ترڅ کې حکومتي چارواکو د ځايي وګړو د راتلونکي کاروبار موضوع تر نظر لاندې ونيوله او په اخر کې يې پرېکړه وکړه چې داسې ولسي ودانۍ جوړې شي چې لومړی پوړ يې دوکان ، دويم او درېيم پوړ يې د اوسيدو ځای وي.


په ينګ شيو ښارګوټي کې د اوسيدونکو نوی کورونه قطار په قطار جوړ شوي

د تيرو سختو زلزلو له امله د ينګ شيو ښارګوټي کرنيزې ځمکې تر ډېره کمې شوې دي، نو د دې ښارګوټي له بيارغونې وړاندې حکومت د نويو کورونو د جوړولو واحد پلان طرحه کړی دی. د ينګ شيو ښارګوټي د ګوندي کمېټې غړې شياو ون په دې اړه وويل:

(( تر زلزلې وروسته مو د بيارغونې واحد پلان جوړ کړی څو چې ځايي وګړي په متمرکز ډول پکې واوسيږي، علت يې دا دی چې زموږ په ځای کې ډيرې ځمکې ښويېدلې دي . زموږ د ښارګوټي وګړي په۲۰۱۱کال کې نويو کورونو ته نقل شوي او ولسي ودانۍ مو داسې محکمې ودانۍ دي چې د اته درجې سختې زلزلې په مقابل کې ښه مقاومت لري، ښوونځي ، روغتونونه او بانکونه د ولسي ودانيو په پرتله د نهه درجې زلزلې پر وړاندې د مقاومت توان لري، نو ويل کيږي چې زموږ په ښارګوټي کې ډيرې ښکلې ودانۍ د وګړو کورونه او ډير خوندي ځای ښوونځي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای