CRI Online

د چين څومره تاريخي شيان له لاسه ورکړ شوي دي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-05-31 16:22:55

د تير اپريل په يوولسمه نېټه د چين يو ميسی ظرف د يو څلويښت لکو پونډو په ارزښت په بريتانيا کې وپلورل شو چې دغه ظرف ګواکی د چين د بيجينګ په يون مين يوان شاهی باغ کې ايښودل شوی و او درې زره کاله مخکې د چين د جو امپراطورۍ په دوره کې جوړ شو. په حقيقت کې د ياد ميسی ظرف غوندی بې شميره چينی تاريخی توکي نورو هيوادونو ته په ناقانونه توګه وړل شوي دي .

د چين د تاريخی اثارو ټولنې د شميرنې له مخې له اتلس سوه څلويښتم کال يعنی د ترياک جګړې څخه وروسته له لسو مليونو نه زيات چينی تاريخی اثار اروپا، امريکا ، جاپان ،او د جنوب ختيځې اسيا هيوادونو او سيمو ته په بيلا بيلو ناقانونه لارو چارو وړل شوي دي چې له يو مليون نه زيات شيان د دولت په لومړی او دوهمه درجه تاريخی اثارو په توګه پيژندل شوي دي . د م م د يونيسکو موسسې د احصايې له مخې د اوو څلويښتو هيوادونو په دوو سوو موزيمونو کې يو مليون شپږ لکه او څلويښت زره چينی تاريخی اثار ايښودل شوي او د بهرنيانو په لاسونو کې ساتل شوي شيان د ياد شمير نه لس چنده زيات دي .

له يادو تاريخی اثارو څخه ځينی يې د جګړو په ترڅ کې لوټ شوي ، ځينی يې قاجاق شوی او ځينی يې په قانونی سوداګرۍ پلورل شوي دي.

د جکړو په بهير کې درې ځله لوټ ماری وه .د مثال په توګه د ترياکو به دوهمه جګړه کې بريتانوي او فرانسوي پوځونه يون مين يوان باغ ته داخل شول او په نولس سوم کال کې بيجينګ د اتو امپرياليستی هيوادونو د پوځونو لخوا ونيول شو او له نولس سوه يو ديرشم کال نه تر پنځه څلويښتم کال پورې پر چين باندی د جاپانيانو د جګړو په ترڅ کې بی شميره تاريخی اثار لوټ شوي دي. بل خوا د اروپايی او امريکايي هيوادونو موزيمونو ، کتابتونونو ، صندوقونو او شخصيتونو د خپلو وکيلانو له لارې هم هم په داسې حال کې ډير چينی تاريخی اثار اخيستلي دي چې په چين کې د تاريخی اثارو د ساتلو اړونده قوانين نه وو طرح شوي . د چين حکومت يوازی په نولس سوه ديرشم کال کې د تاريخی توکو د ساتلو قانون صادر کړی دی .

د نړيوال تړون له مخې هغه تاريخی اثار چې لوټ شوي دي ، بايد بيرته اړوندو هيوادونو ته ورکول کيږی . خو ددې تړون د تطبيق په مهال کې ډيرې ستونزې موجود دي .په نولس سوه څلور پنځوسم کال کی نړيوالې محکمې په هاګ کې د جګړې په حال کې د کولتوری اثارو د ساتلو تړون طرح کړی او ددی تړون له مخې هر لاسليک شوی هيواد بايد د دښمنانه عملياتو تر ختميدو وروسته نيول شويو ځمکو اداري مقاماتو ته په دغو ځمکو کې ساتل شوي کولتوری اثارورکړی .خو متاسفانه د ياد تړون د تطبيق لارې چارې مبهمې او اړوندې مادې يې هم نزاع لرونکې دي .

د دوه زره پنځم کال د دستمبر په نهمه نېټه نولسو لويديځو موزيمونو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او اړوندو هيوادونو ته يې ددوی د تاريخی اثارو د بيرته ورکولو ډډه وکړه چې له امله ياد نړيوال تړون يوازی يو کاغذ دی او بس او د تطبيق احتمال نشته .

د هغو تاريخی اثارو د بيرته اخيستلو دنده ډيره درنه ده چې اوس د نورو هيوادو او اشخاصو لخوا نيول شوي دي ، د چين د يون مين يوان باغ ټولنې مشاور او د چين د تاريخی اثارو د ټولنې افتخاری رييس شيې چن شن وويل چی د هغو تاريخی اثارو بيرته اخيستنه بايد د قانون له لارې ترسره کيږی چې د نورو لخوا لوټ شوي دي .نه دا چې په پيسو واخيستل شی . خو ځينی يې د بيرته اخيستلو لازمه نه ده ځکه چې هنری ارزښت يې لوړ نه دی او د بيرته اخيستلو لپاره به زياتې پيسې ولګول شی . زموږ فوری دنده د لوټ شويو قديمي تاريخی اثارو بيرته اخيستل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای