CRI Online

ښکلی ښار ___تيان جين

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! چين ته د سفر په نننی پروګرام کی به د چين د تيان جين ښار په باب څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

د تيان جين ښار د چين د څلورو هغو ښارونو څخه شميرل کيږی چه د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی دی . د تيان جين ښار يو بين المللی ساحلی ښار هم دی . مسافرين له بيجينګ څخه د ګړنديو اورګاډيو په وسيله د ٧٠ دقيقو په وخت د تيان جين ښار ته رسيدلی شی . ښاغلی لی چه له خبريال سره په يو اورګاډی کی و ، په خوښۍ سره وويل : ( اواز )

زه په لومړی ځل د دغه دوه تبقه لرونکی اورګاډی په سپرلو سفر کوم . دا ډيره ښه ده چه د دغه ښکلی اورګاډی په وسيله په يوه ساعت کی له بيجينګ نه تيان جين ته رسيږم .

(موزيک )

د تيان جين د اورګاډی د شتيشن څخه د وتلو نه وروسته يو لوی ساعت ليدل کيږی چه د پيړۍ ساعت نوميږی . دغه لوی ساعت د تيان جين ښار يوه ډيره مشهوره وادنی ده او دغه ساعت ته مخامخ د های هه په نامه يو سيند شته چه د تيان جين ښار لپاره د مور سيند ګڼل کيږی . دغه سيند د تيان جين د لويديځ د جين ګانګ پل څخه د ختيځ په لوری په دا ګو کو کی سمندر ته بهيږی او د څه دپاسه ٧٠ کيلومتره اوږدوالی لری . د تيان جين خلک تل د نوموړی سيند په دواړو غاړو سياحت کوی او چکر وهی . ښاغلی وانګ چه يو محلی اوسيدونکی دی خبريال ته وويل :

( اواز )

هر سهار خلک دلته ورزش کوی او د ماښامنی ډوډۍ نه وروسته د دغه سيند په شاوخوا چکر وهی او خبرې اترې کوی . نو ويل کيږی چه په دغه ځای کی د تيان جين د ښار او خلکو ځانګړيتوب ليدل کيږی .

که تاسی د های هه سيند په غاړه د جی فانګ بۍ لو د سړک په لوری وګرځی ، په پای کی به تاسی يو مشهور هوټل وګوری چه د لی شون ده هوټل نوميږی . دغه هوټل په چين کی لومړنی هغه هوټل دی چه په خارجی پانګو سره جوړ شوی دی . نوموړی هوټل په ١٨٦٣ کال کی د انګليستان مسيحی کشيش ينسند يی جوړ کړی و . دغه هوټل په تيره موده کی د چين د ديپلوماتيکو او سياسی فعاليتونو لپاره يو مهم ځای و . انګليستان ، امريکې ، کانادا او جاپان په نوموړی هوټل کی خپلی سرقونسلی جوړی کړی وی او پخوا د چين زياتو مشهورو کسانو لکه ډاکتر سون يی شيان ، جانګ شو ليانګ او فو يی په دی هوټل کی واوسيدل او د امريکې پخوانی ولسمشر هوف د ځوانيتوب په وخت کی هم په نوموړی هوټل کی ژوند کاوه .

مسافر جانګ چه په همدغه هوټل کی ژوند کوی ، د خبريال سره د مرکې په ترڅ کی وويل :

(اواز )

دغه وادنی زما ډيره خوښه ده او پکی هر شی خپل تاريخ او کيسه لری . برسيره پردی ، په تيره زمانه کی يوازی لوړرتبه و مامورينو او لويو بډايو خلکو پکی ژوند کولای شو . مګر اوس زما په شان عادی خلک هم د دغه هوټل سرويس منلی شی . نو ځکه زه ډير خوښی يم .

د تيان جين په ښار کی د لی شون ده هوټل په شان سل ګونه تاريخی وادنی شته چه په جلاجلا توګه د انګليستان ، روسيی ، ايتاليا او المان او نورو هيوادونو

ځانګړيتوب لری . نو ځکه د تيان جين ښار ته د نړۍ د وادنيو موزيم ويل کيږی .

د تيان جين په ښار کی که تاسی وغواړی چه د تيان جين محلی ځانګړيتوب او تاريخی فضا احساس کړی ، نو بايد تاريخی کلتوری واټ ته ولاړ شی . نوموړی واټ د يوه ميدان په شمول دری برخې لری او اوږدوالی او پلن والی يی په جلا جلا توګه ٥٨٠ متره او اوه متره دی . د نوموړی واټ په غاړو ټولی ودانی د تاريخی ودانيو په شان له لرګيو او أجرونو څخه جوړی شوی دی او د واټ په دوو غاړو کی رنګارنګ دکانونه شته چه پکی د چين فلکلوری توليدات خرڅول کيږی .

د خاورنيو مجسمو د پلورلو په يوه ځانګړی دکان کی چه نی ژن جانګ نوميږی ، پيغلې وانګ چه د نوموړو مجسمو په کتلو او اخيستلو بوخته وه ، خبريال ته وويل :

(اواز )

د نی ژن جانګ خاورين مجسمې د چين عنعنوی فلکلوری مصنوعات دی . دغې مجسمې ډيرې په زړه پوری دی او رنګ يی هم ښکلی دی . د نوموړو مجسمو هر شکل خپل معنی لری او زه له دوی سره ډيره مينه لرم . زه به پنځه سيټه مجسمې واخلم ترڅو د تحفې په توګه پلار او مور ، ملګری ، خارجی دوستانو ته ورکړی شی او يو سيټ به په خپله کوټه کی کيښودل شی .

ګرانو اوريدونکو ! د تيان جين په تاريخی کلتوری واټ کی د ښکليو خاورينو مجسمو نه پرته رنګا رنګ خوراکونه هم شته . مونږ هيله لرو چه تاسی به نوموړی واټ پخپله وګوری اوهلته چکر ووهی . ډيره مننه کوو !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای