CRI Online

چين د لوی دېوال يوه منظره

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

 

ګرانو خوږ اورېدونکيو په سلامونو او نېکو هېلو مو هرکلی کوم، په دې هيله چې روغ جوړ او خوښ اوسئ په نننۍ خپرونه کې زه نقيب الله مل، ستاسو کوربه يم، درته د نننۍ خپرونې د اورېدو بلنه درکوم، هيله ده چې تر پايه را سره ملتيا وکړئ او زموږ چمتو شوي توکي مو د پاملرنې او خوښۍ وړ وګرځي.

په دې سفر کې مو له ځان سره په چين کې يوه داسې تاريخي او لرغوني مشهور ځای ته له ځان سره بيايم او هڅه کوم چې تر وسه وسه څه ناڅه د نوموړې سيمې سيل يې درباندې وکړم، هيله ده چې وکړای شم يو ښه انځور يې ستاسو په ذهن کې هم جوړ کړای شم، لکه څنګه چې دی. دا ډېر په زړه پورې ښکلی يو تاريخي ځای دی که له هر پلوه يې وستايو بيا به هم کم وي، فکر کوم چې په اړه به مو حتماً په کتابونو، اخبارونو او راډيوګانو نه اورېدلي وي او کېدای شي چې ځينو به يې له نژدې ننداره هم کړې وي، څه فکر کوئ چې زه به په چين کې د کوم تاريخي او لرغونی ځای په هکله خبرې کوم؟

ګرانو اورېدونکيو! د چين لوی او تاريخي ديوال چې د انساني زيار او ځواک يوه ستره نمونه بلل کيږي په هغه لرغونې زمانې کې چې نه داسې کوم ډول وسايل او امکانات وو لکه نن سبا چې د انسانانو په واک او اختيار کې دي، نو ځکه يې سړی په ليدلو ګوته په غاښ او حيران ورته پاتې کيږي.

د چينايانو تر مينځ يوه اصطلاح ده، که د لوی دېوال نه وي ليدلی، نو چين به دې څه ليدلی وي، چې دا پخپله د نوموړي دېوال اهميت او درناوۍ د چينايانو په وړاندې په ګوته کوي. لوی دېوال ډېر اوږد چې تقريباً ټول اوږدوالی يې اووه زره کيلو مترو ته رسيږي. موږ به يوازې پر تاسې د هغې برخې ننداره وکړو چې بدلېنګ په نامه ياديږي او د ټول دېوال ننداره زموږ د يو ورځني سفر له وس او توان څخه وتلی کار بلل کيږي، د دېوال دا برخه د بېجېنګ يانکينګ سيمې، بېجېنګ د ښار له مرکز څخه شمالي لوري اويا کيلو مترۍ واټن کې موقعيت لري چې د جوندو Jundu د غرونو د سلسلې د غرنۍ کړۍ برخه ده.

او يوازې د دې برخې اوږدوالی يې ٣٧٤١ مترو ته رسيږي او د دېوال منځنی لوړوالی اته متره دی او لوړه برخه يې ١٥متره ده، دېوال دومره پلن دی چې په سر يې پېنځه اسان کولی شي په يو وخت کې څنګ په څنګ پرې لاړ شي، دېوال د شنو سمسورو غرونو په سر غزيدلی چې د لرې له ورايه مالوميږي چې د پای څرک يې نه لګيږي، هره ورځ په سلګونه سيلانيان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راځي او د خپل ياد او خاطرو د ساتلو لپاره دلته خپل عکسونه اخلي او يا د ځينو دوستانو لپاره ډول ډول ډالۍ رانيسي، د چين حکومت د ګرځندويانو لپاره ډېر ښه خدمات برابر کړي دي . کله چې د دېوال په سر سيل کوې او شاوخوا ګورې او د باد څپې احساس کړې نو دا د بيا د روح ته لا نوره تازګي او غوړېدا وربښي. البته دا د ګرمۍ په موسم کې ډېر ښه لګيږي، خو د سړو په موسم کې فکر کوم بيا به دې سړو له يخو څپو نه ځان ساتئ.

د دېوال چې، لکه څنګه چې نوم لوی دی همداسې بې وجې نه دی، ځکه ډېر لوی او ډېره لويه سيمه يې په خپله غېږ کې را نغاړلې ده، بېلابېلې برخې يې بېلابېل نومونه لري لکه، بدالېنګ، جين شان لېنګ، جويونګ، نيوجي جياوبيون، موتيان يو، داجين يو، د غوايه ښکر، اسماني زينې او داسې د نورو برخو نومونه يې .. .

نوموړی دېوال جوړېدو بهير د تاريخ ډېر اوږد مزلونه وهلي چې له ميلاد څخه مخکې په اوومه او اتمه ميلادي پېړيو په اوږدو کې د اووګونو امپراطوريو په زمانو کې پيل شوې لړۍ بلل کيږي د بهرنيو يرغلګرو د حملو او تېريو څخه د خونديتوب د لرغوني چين د يو لوی دفاعي پوځي سنګر په حيث ودان او ځينې وايي د کوچيانو له رمو څخه يې د خپلو کښتونو د خونديتوب په موخه ودان کړی دی. خو د دېوال له لوړوالي او جوړښت څخه داسې برېښي چې بهرنيو يرغلګرو د مخنيوي لپاره ودان شوی وي، ځکه د دېوال په سر د جنګياليو لپاره د غشيو او نورو جنګي وسلو لپاره سوري او د څار منظم عسکري برجونه د دې ښکارندويي کوي چې دا اصلاً د بهرنيو يرغلګرو د مخنيوي لپاره اباد شوی وي. د جوړېدو د بهير موده يې دوه زره کلونو پورې رسيږي.

همدارنګه د دېوال جوړښت کې د لويو تراش شويو تيږو او له پخو خښتو څخه کار اخيستل شوی، داسې ويل کيږي چې تيږو او خښتو تر منځ او يو پر بل د نښلولو لپاره به يې سرېښناکې وريژې له يو ډول نورو موادو سره ګډولولې او په دې ترتيب سره به يې تيږې او خښتې يو پر بل نښلولې. دېوال ډېر په منظم او په ډېر مهارت سره چې په بيخ کې يې پلنوالی لږ څه زيات دی جوړ شوی، له دې څخه دا څرګنديږي چې په هغه لرغونې زمانه کې هم چينايان له دې ډول کارونو سره څومره بلد او اشنا وو چې دا دېوال يې يوه غوره بېلګه ده چې ساری يې په نړۍ کې نشته چې دا د چينايانو د شهامت او لوړ همت ستر شهکار دی.

د افغانانو تر مينځ يوه خبره ډېره عامه او دود وايي چې دا د کاف دېوال ( کوۀ کاف) په نامه مشهور دی او وايي چې دا هماغه نوموړی دېوال دی، حال دا چې داسې نه ده، خو د دېوال جوړښت او دومره اوږدوالی پخپله د هېښتيا او نه منلو وړ کار سړي ته مالوميږي، چې رښتيا هم، همداسې ده.

د نړۍ له اتو حيرانوونکيو عجايبو څخه ګڼل کيږي، په ١٩٨٧ميلادي کال کې د يونېسکو له خوا د نړۍ د کلتوري ميراثونو په لېست کې شامل شو، هره ورځ په سلګونه ګرځندويان د نوموړي دېوال نندارې لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راځي د عامو وګړيو تر څنګ له ٣٩٠څخه زياتو د نړۍ مشرانو هم له نوموړي دېوال څخه ليدنه کړې ده. که يو ځل له نوموړي دېوال څخه ليدنه وکړئ نو د بيا ليدو مينه به مو په زړونو کې تلپاتې او نه هېرېدونکې خاطرې او يادونه ژوندۍ پاتې او د بيا نندارې ارمان ولرئ.

ګرانو او خوږو اورېدونکيو! زه د لوی دېوال په اړه خپل سفر نور په همدې ځای پای ته رسوم، هيله من يم چې تاسو هم يوه ورځ د چين له لوی دېوال څخه ليدنه وکړئ، او دغه تاريخي ځای له نژدې نه وګورئ، په همدې هيله، هر چېرې چې يئ خوشاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای