CRI Online

د وانګ فو جينګ واټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د بيجينګ د يو ډېر مشهور واټ په اړه ځينی معلومات وړاندی کړم چې وانګ فو جينګ نوميږی.

په چينی ژبه کې (وانګ فو) يعنی د اشراف زاده ګانو کورونه او ( جينګ) د څا معنی لري. د وانګ فو جينګ واټ د بېجينګ ښار په ختيځه ښاری سيمه کې پروت دی چې په بېجينګ ښار او حتی ټول چين کې زيات شهرت لري. دغه واټ د جنوب له چانګ ان واټ څخه شمال لور د چين د انځورونو تر موزيم پورې اوږد غځېدلی او اوږدوالی يې يو اعشاريه پنځه کليومتره دی. د دغه واټ شاوخوا سيمه د لياو او جين امپراتورۍ لړيو په موده کې يوازی يو عادی کلی و چې د يوان له لړۍ وروسته زيات وګړي په کې راغونډ شوي دي او دغه واټ د دينګ ځه په نامه يادېده. د مينګ امپراتورۍ په سلسله کې په دغه واټ کې د اشراف زاده ګانو لس کورونه جوړ شول او نوم يې هم له دې امله بدل شو.

د چينګ سلسلې ته له ننوتلو وروسته د دغه واټ نوم په وانګ فو بدل شوی دی. په ١٩١٥ کال کې د هغه وخت حکومت د بېجينګ ښار د شاوخوا سيمې نقشې د جوړولو پر وخت دغه واټ په دريو برخو وويشه چې د بېلګې په توګه يې شمالی برخه د وانګ فو واټ او منځنۍ برخه يې با ميان څاو نومېده. د دغه واټ په جنوبی برخه کې يوه څا موجوده وه، نو بيا ځکه دغه واټ هم د وانګ فو جينګ په نامه ياد شو. په ١٩٠٣ کال کې په دغه واټ کې دونګ ان بازار جوړ شو چې له هغه راهيسی د بېجينګ ښاريانو ډېر خوښيږي.

نن ورځ په دغه واټ کې د اړتيا وړ ورځني شيانو، بريښنايی سامانونو، جامو، بوټانو او خوليو، قيمتی ډبرو او د سرو او سپينو زرو ګاڼو په شمول رنګا رنګ شيان ليدل کېږي او زيات سيلانيان په کې شيان اخلي. په وروستيو کلونو کې په وانګ فو جينګ کې سوداګريزو چارو چټک پرمختګ کړی چې سيلانيان له جنوبی برخې څخه دغه واټ ته له ننوتلو وروسته ډېرې لوحې او مغازې ليدلي شي. هره ورځ له سهار څخه تر شپې پوری نژدی يو مليون تنه يا د شيانو اخيستلو يا سيلانۍ لپاره دغه مشهور واټ ته ځي. اوس په دغه واټ کې د اسيا لومړی لوی سوداګريزه ودانی، لويې مغازې او هوټلونه ليدل کېږي. دغه مشهور عصری واټ د فرانسې له مشهور واټ چانپس ايليس سره د خويندو واټونو اړيکې ټينګې کړې چې له دې امله په نړيواله ټولنه کې د وانګ فو جينګ شهرت په پر له پسی توګه ځواکمنېږي.

په ١٩٩٦ کال کې د بېجينګ ښاروالۍ د وانګ فو جينګ واټ په ترميمولو او بدلولو پيل کړی او تر اوسه پوری يې څه دپاسه يو مليارډ يوانه پرې لګولي دي.

د وانګ فو جينګ د واټ په دواړو غاړو کې ګڼ شمير لوی پلورنځي ليدل کيږی چې په کې نه يوازی د ژوند ضروری توکي پلورل کيږی بلکې ډېر رستورانټونه هم موجود دي. تاسو کولی شئ چې په دغو ځايونو کې د چين مشهور خوراکونه وخورئ د بېلګې په توګه د بيجينګ د هيلۍ کباب، د پسه ښوروا، او چينی منتو او داسی نور.

د ترانسپورټ په اړه تاسو کولی شئ چې د مټرو يا تر ځمکې لاندی د اورګاډۍ له لارې وانګ فو جينګ واټ ته ولاړ شئ. کله چې تاسو په مټرو کې د وانګ فوجينګ تم ځای نوم اورئ نو له مټرو څخه کوز شئ. له ځمکې نه له راختو وروسته تاسو د دغه واټ دروازه ليدلی شئ. ويل کيږی چې ترانسپورټ اسانتياوې دلته ډېرې دي.

د دغه واټ ليدنه کتنه ښايی د نيمې ورځې وخت ته اړتيا ولري. ځکه چې دغه واټ د دونګ دان واټ او تيان ان من ميدان ترڅنګ پروت دی نو تاسو بيا وروسته په نژدی سيمه کې له نورو مشهورو ځايونو څخه هم ليدنه کولی شئ.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای