CRI Online

د پلازمېنې موزيم

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. په دې پروګرام کې به تاسو ته د بيجينګ د پلازمينې موزيم په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړم.

د پلازمېنې موزيم په بېجينګ ښار کې يو لوی موزيم دی. د دغه موزيم د جوړولو پلان په ١٩٥٣ کال کې چمتو او وړاندې شو او د ١٩٨١ کال په اکتور کې په رسمي توګه پرانيستل شو. په پيل کې دغه موزيم چې د بېجينګ ښار د ختيځې ښاري سيمې په ګو ځه جيان واټ کې پروت دی. پراخوالی يې يوازی دوه زره مربع متره و. په ١٩٩٩کال کې د لا زياتو تاريخي اثارو د ښودلو او د زياتو سيلانيانو راجلبولو په موخه د پلازمېنې موزيم د بيا جوړولو پروژه د بېجينګ ښاروالۍ له خوا منظوره شوې ده. د ٢٠٠١ کال په دسمبر کې د پلازمېنې د نوي موزيم جوړولو پروژه پيل شوه. د ٢٠٠٦ کال د مې په اتلسمه نېټه د پلازمېنې نوی موزيم په رسمي توګه د سيلانيانو پرمخ پرانيستل شو چې د بېجينګ ښار د چانګ ان واټ په لويديځ کې پروت دی. نوی موزيم يو معاصري موزيم دی چې تر ټولو پرمختللي تجهيزات په کې ځای پر ځای شوي دي او اوس په چين کې له پرمختلليو موزيمونو څخه شمېرل کېږي. د پلازمېنې د نوي موزيم پراخوالی څليرويشت زره او اته سوه مربع مترو ته رسېږي چې تر ځمکې لاندی دوه پوړونه او پر ځمکې باندې پنځه پوړورنه لري. ودانۍ يې ستره، نندارتونونه يې ډېر زيات او شتمن او تکنولوژي يې نړيوالې پرمختللې سويې ته رسېدلې ده.

تر اوسه پورې دغه موزيم د نقاشۍ، پخوانيو پيسو، قيمتي ډبرو، ولسي هنري شيانو او بوډايي مجسمې په ګډون نژدی اته سوه او دېرش زره تاريخي اثار راغونډ کړي چې په دې جمله کې درې سوه او پنځه تاريخي اثار لومړۍ کچې ته رسېدلي دي. د پلازمېنې موزيم له خوا دغه ساتل شوي تاريخي اثار چې زياتره يې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته په بېجينګ ښار کې کشف شوي، د نوې ډبرينې زمانې، جين، يوان، مينګ او چينګ څو امپراتوري لړيو شيان دي. برسېره پر دې، دغه تاريخي اثار د چين د تاريخ څېړنې لپاره ډېر زيات اهميت لري.

بر سېره پردې، په دغه موزيم کې سيلانيانو ته د څو ژبو د ژباړي په شمول رنګا رنګ خدمتونه هم برابريږي.

ګرانو دوستانو! د چين د اړوندو څانګو د فرمان له مخې د بيجينګ د پلازمينې موزيم د ٢٠٠٨ کال د مارچ له ٢٨ نېټې څخه عامو وګړو ته په وړيا توګه خلاص دی خو کتونکي بايد مخکی ريزف وکړي. کتونکي کولی شي چې د دغه موزيم د ويب پاڼې له لارې ريزف وکړي او ادرس يی دا دی:www.capitalmuseum.org.cn د دی ترڅنګ تاسو د سهار له نهو بجو څخه له غرمې وروسته تر پنځو بجو پوری د تېلوفون له لارې ريزف وکړي. له ريزف کيدو وروسته کتونکي د خپل رسمی سند له مخې په موزيم کې په وړيا توګه ټکټ ترلاسه کولی شي.

دغه کار بايد لږترلږه يوه ورځ مخکې ترسره شي او دغه موزيم هره ورځ شپږ زره تنه کتونکي مني. هر کس هر ځل يوازی پنځه ټکټونه ترلاسه کولی شي.

دغه موزيم د هرې اوونۍ له سه شنبې څخه تر يک شنبې پوری د سهار له نهو بجو څخه له غرمې وروسته تر څلورو بجو خلاص دی او په بله خبره د هرې اوونۍ په دووشنبه بنديږی.

اوس زه به يو ځل بيا دغه موزيم د ويب پاڼې ادرس تاسو ته ووايم: www.capitalmuseum.org.cn

او د ريزف کولو لپاره تېلوفون لمبر دا دی : ٦٣٣٩٣٣٣٩

که تاسو نورې پوښتنې لرئ يو بل تېلوفون وکړئ چې ٦٣٣٧٠٤٩١

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای