CRI Online

د بېجينګ نړيوال باغ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

نړيوال باغ د چين د بېجينګ په فنګ تای سيمه کې موقيت لري چې د نړۍ د بېلا بېلو سيمو ښکلې منظرې په کې ليدل کېږي. د ١٩٩٢ کال په اپريل کې د دغه باغ په جوړېدو پيل وشو او د ١٩٩٣ کال په سپتمبر کې په رسمی توګه د خلکو پر مخ پرانيستل شو. پراخوالی يې شپږ څلويښت اعشاريه اووه هکتارو ته رسېږي او په کې د څه دپاسه څلويښتو هېوادونو څه باندی سل کوچنۍ مشهورې منظره لرونکو سيمو ځايونه تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه د مصر اهرامونه، د فرانسې د اېفېل اوسپنيز برج، د امريکا سپينه ماڼۍاو د استراليا په سيدنی کې د اوپرا تياتر.

دغه باغ د ختيځې، لويديځې او شمالی اروپا، شمالی او جنوبی امريکا، افريقا، اقيانوس، لويديځې، ختيځې او جنوبی اسيا په شمول په اوولسو سيمو ويشل کېږي او يو ډنډ دغه اوولس بېلا بېلې سيمې سره نښلوي. په باغ کې د ازادۍ په نامه ربه، د ډنمارک د ښکلې نجلۍ په شان کب، د وينوس ربه او موسيقی پوهانو چوپين او موزارت په شمول څه دباندی سل په زړه پوری مجسمې درول شوي دي.

بر سيره پر دې، په دغه باغ کې د ساعتېرۍ رنګا رنګ ځايونه هم شته، د بېلګې په توګه د ډوډۍ خوړلو، شيان اخيستلو او لوبې کولو لپاره يو نړيوال واټ او د نړيوالو دودونو يو کلی چې په کې د بېلا بېلو هېوادونو تاريخی او ولسی دودونه ليدل کېږي.

نړيوال باغ ته له ننوتلو وروسته د سيلانيانو لپاره يو ځانګړی ايتالوی باغ شته چې کيڼه خوا يې اسيايی سيمه ده. اسيايې سيمې ته له ننوتلو وروسته لومړی د جاپان امپراطوری ماڼۍ ليدل کېږي، وروسته د لوی ديوال، د مو ګاو کو غارونو او د ينګ په ولسوالۍ کې لرګين څلی په شمول د چين مشهورې ودانۍ، دغه راز د هند تاج محل، د ميانمر په پلازمېنه رانګون کې ستر طلايی څلی، د کموديا د انګورو معبد، د تايلند د امپراطوری ماڼۍ او داسی نور ودانۍ موجودې دي. د سيدنی د اوسپينيز پول څخه له تېرېدو وروسته استراليايی سيمه تر سترګو کېږي چې په کې په نوي زيلاند کې موميايی کوډلۍ او د سيدنی د اوپرا تياتر ښودل شوي دي. په افريقايی سيمه کې سيلانيان د افريقايی قبيلی کليو او په مصر کې د سفنيکس مجسمې په شمول رنګا رنګ افريقايی مشهورې منظرې کتلی شي. د بوسپروس ابنا د لوی پل له لارې اروپايی سيمې ته ننوتلی شئ چې په کې د ايتاليا په پلازمېنه کې د کليوسيوم په نامه مشهور لرغونی سپورتی ډګر، د دغه هېواد په نابلی کې د پېڅه ښوېدنې څلی، په روسيه کې د سنت پيتر لويه کليسا، د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د بري ګښته او د اېفېل اوسپنيز څلی، د المان ستره کلا او د بريتانيا په لنډن کې ستر ساعت درول شوي دي. بر سيره پر دې، په امريکايی سيمه کې سيلانيان د امريکا د فضانوردۍ مرکز، د لينکن د يادونې موزيم، د واشنګټن يادګار څلی، سپينه ماڼۍ او د ملی کانګرس د ودانۍ له کتلو څخه خوند اخيستلی شئ.

دغه پارک د هر کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د اپريل مياشتې تر څوارلسمې نېټې پوری د سهار له اتو بجو نه له غرمې وروسته تر څلورنيمو بجو پوری او د اپريل مياشتې له پنځلسمې نېټې څخه د اکتوبر مياشتې تر يودېرشمې نېټې پوری د سهار له اووه نيمو بجو نه له غرمې وروسته تر پنځو بجو پوری پرانيستی وي. د دې ترڅنګ د ټکټ بيه پنځه شپېته يوانه ده خو زده کوونکي په رسمی سند سره په پنځه دېرش يوانه يو ټکټ ترلاسه کولی شی.

د دې ترڅنګ تاسو په دغه پارک کې د بېلابېلو نندارو نه پرته عصری فلمونه هم کتلی شئ. دغه فلم هر نيم ساعت وروسته يو ځل بيا خپريږی.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای