CRI Online

د زاڼې په نامه ښار کې د واورو او کنګلونو سيل کوي.

cri     (GMT+08:00) 2011-02-22 09:03:25

 د هر کال په ژمی کې د جا لونګ په نامه د طبيعت ساتونکی سيمه چې د چين په شمال ختيځ کې د سونګ هوا جيانګ او نن جيانګ په دښته کې پرته ده، زيات سياحان راغونډوي چې دوی په کنګلونو باندې د سلګونو لګ لګ مرغانو راتلو ليدلو انتظار کوي. له هانکانګ څخه راغلی ښاغلي لي پينګ په تېرو څو کلونو کې په پر له پسی توګه د لګ لګ مرغانو لپاره ډېر عکسونه اخيستي دي. روان کال هغه له څو دوستانو سره يو ځای بيا دغې سيمې ته راغللی. ده وويل 

لومړی می يوازی واورېدل چې په دې ځای کې په يخه هوا او واورو کې لګ لګ مرغانو يعنی د زاڼيو سيلونه کتلی شول. دا يو ډېر ښکلی او په زړه پورې ځای دی. هر کال د لګ لګ مرغانو شمېر په دې ځای کې. په تېره بيا په واورو کې د لګ لګ له قدم وهلو څخه د طبيعت او ژوند ترمنځ همغږی څرګندېږي.

لګ لګ د طبيعت ساتنې د نړيوالې ټولنې لخوا د پوپنا کېدو له خطر سره د مخامخ مرغانو په ډولونو کې شامل شوي دي چې په نړۍ کې عمومي شمېر يې له دوه زرو نه زيات نه دی. د هر کال په دوبی کې څه باندې څلور سوه وحشي لګ لګ مرغان د هې لونګ جيانګ ولايت د جي جي ها عر ښار د جا لونګ په نامه طبيعت ساتونکی سيمې ته الوزی. د دغې سيمې طبيعت ډېر ښه دی چې له حبه زارونو او جهېلونو څخه ډک دی او په غاړو يې د باڼسونو ځنګلونه پراته دي. نو دغه سيمه د اوبو مرغانو د جنت په توګه ګڼل کېږي او د لګ لګ ګانو ډېر ښه ټاټوبی هم دی. جي جي ها عر ښار هم د لګ لګ د ښه خوندی ساتلو له امله ډېر شهرت لري.

لګ لګ هغه ډول کډوال مرغه دی چې په پسرلی او دوبی کې شمال او په منی او ژمی کې جنوب ته کوچيږي. د دغه طبيعت ساتونکې سيمې کارکوونکي د لګ لګ د عادتونو د څيړنې له لارې د هغه ډول لګ لګ ګانو لومړنی ډله روزلې ده چې د کډه کولو عادت نه لري. اوس په دغه ډله کې د لګ لګ ګانو شمېر څه باندې دری سوه دی. د دغه سيمې د ادارې مرستيال لي چانګ يو وويل، چې په مصنوعی ډول روزل شوي لګ لګ د ګډه کولو عادت له لاسه ورکړی او په دايمي توګه په دغه سيمه کې ژوند کولای شي. نو سياحان په ژمی کې د لګ لګ ګانو ښکلی نڅاوی ليدلی شي. ده وويل،

 

د سياحانو شمېر ګام په ګام زياتېږي. ځکه چې د نړۍ په لږو ځايونو کې په يخه هوا او واورو کې لګ لګ ليدلی کېدلی شي. روان کال د لګ لګ مرغانو شمېر هم زيات شوی دی او روغتيايي حالت يې ډېر ښه شویدی. اوس په ژمی کې يو سل او دېرش صحراتي زاڼې دلته ژوند کوي او دری سوه لګلګان په مصنوعی ډول روزل شوي دی چې دغه شمېر په تاريخ کې ساری نه لري.

په ژمی کې د جي جي ها عر ښار ځمکې په واورو پوښل کېږي. نو د لګ لګ ګانو پر کتلو سر بېره، دغه ښار هم د سکي وهلو لپاره ښه ځای هم دی. د دغه ښار د مينګ يو په ټاپو کې د سکي وهلو يو لوی ډګر شته. د ژمی په موسم کې دغه ټاپو په پوره توګه په واورو پټ وي چې دغه طبعيت لکه په کيسو کې يو ښار په شان دی. دغه ډګر سياحانو ته د سکي وهلو ډېره پراخه لاره او بشپړ خدمتونه وړاندې کوي، نو د سياحانو د ستاينې وړ دی.

ډېر خوشحاله يم. زه له ګوانګ دونګ ولايت څخه راغلی يم او عمر مې شپيته کاله دی. له سکي وهلو سره ډېره علاقه لرم.

د سکي وهلو په شمول د جي جي ها عر په ښار کې د کنګلونو او واورو په اړه د لوبې ډولونه رنګارنګ دي. د کنګلونو او واورو څخه توږل شوې مجسمې او ډيوې په ګوټ ګوټ کې ليدل کېږي. د دغه ښار د سيلانۍ ادارې مرستيالې شيو شياو يان وويل چې د هر کال په دې وخت کې په جي جي ها عر ښار کې د ګوان دونګ په نامه د کولتور او سيلانۍ فسټيوال جوړېږي.

د ٢٠١٠ کال د دسمبر له پای نه د ٢٠١١ کال د مارچ تر پيل پورې د لګ لګ په دغه ښار کې د خوشحاليو غونډې او د کنګلونو او واورو په نامه د کولتور او سيلانۍ فېسټوالونه روان وي چې محتويات يې د کنګلونو او واورو، لګ لګ ، ولسی دودونو او ځايی خوراکونو په اړه دي. مېرمن شيو شياو يان په دې اړه وويل، 

د دغه فېسټوال په موده کې د جا لونګ په طبعيت ساتونکی سيمه کې په واورو کې د لګ لګ ګانو کتلو، د لونګ شان په نامه باغ کې د کنګل او واورو نندارې، د نيرګيس په جهېل او د مينګ يوه په ټاپو کې د سکي وهلو فعاليتونه تر سره کېږي. بر سېره پردې، په نين جيانګ سيند کې د لامبو وهلو فعاليت، د واورينو مجسمو سيالی او د کنګلونو او واورو په اړه د تصويرونو او عکسونو نندارې هم تر سره کېږي. دغسی ځانګړتيالرونکی فعاليتونه زيات چيني او بهرني سياحان راجلبوي.

هر سياح د دغه فېسټوال له بېلا بېلو فعاليتونو څخه د کنګلونو او واورو سکلا او ځانګړتياوې احساسولی شي. سياح چن جن شين چې د چين له جنوب څخه راغلی، دغه فېسټوال يې د زياتې علاقې وړ ګرځېدلی. ده وويل

د هېواد شمالي سيمه زما په شان د جنوبي هېوادوالو لپاره د ډېرې پاملرنې وړ او د سيل او ښکليو منظرو په لرلو سره زړه راښکوونکې ده. له دغه فېسټوال څخه مې د شمالي سيمو کولتور، دودونو او خوراکونو په اړه لا زيات معلومات ترلاسه کړی دي. د دې ترڅنګ زه به د دوستانو لپاره يو شمېر سوغاتونه هم دلته واخلم او هيله لرم چې دوی له دغو سوغاتونو څخه د شمالي برخې غوره ځانګړتياوی احساس کړی شي.

په اسمان کې د واورو ورښت، په يخ او واورينو سيمو کې پاکه هوا، د لګ لګ مرغانو کانو په زړه پورې نڅا او د کنګلينو او واورينو مجسمو نندارې او نور رنګارنګ فعاليتونه د سياحانو لپاره د ډېر علاقې وړ دي. د جي جي ها عر ښاروال د بېلا بېلو ځايونو دوستانو هر کلی کوي چې په خپل ښار کې د چين د شمالي برخې ځانګړتياوي له نژدی وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای