CRI Online

د ناموسری په نامه ښکلی لنده ځمکه

cri     (GMT+08:00) 2011-09-06 08:51:04

 په قاموسونو کې د لندې ځمکې معنا دا ده چې طبيعي او مصنوعي جبه زاره او خټينه ځمکه او د اوبو ډک باطلاقونه دی. دغه ډول ځمکې له ځنګلونو او سمندرونو سره د ځمکې کرې د دريو ايکولوژيکي سيسټمونو په توګه ګڼل کېږي. څرنګه چې په لنده ځمکه کې ډېر غنی ژوندی پيدايښتونه موجود دي، نو لنده ځمکه د ځمکې د پښتورګي په توګه هم ياديږي چې د انسانانو له ژوند، سمسورتيا او پرمختګ سره نژدی اړيکې لري. اوس مهال په ټوله نړۍ کې لندې ځمکې لا د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. نو په نننۍ کړۍ کې به د چين په شمال خيتځ د لياو نينګ ولايت د لندې ځمکې د يوې ښکلۍ سيمې په اړه لنډ معلومات درته وړاندې کړم.

ګرانو اوريدونکو، زموږ نننۍ موضوع د نموسری په نامه لندې ځمکې په اړهدی. نموسری په مغولي ژبه کې د ژوندی بوډا د سترګو مانا لري. دغه سيمه د چين د لياو نينګ ولايت د جانګ وو ولسوالۍ په شمال ختيځ د قرچين صحرا په جنوب کې موقعيت لري. د دغې سيمې پوره نوم د نموسری طبيعت ساتونکې سيمه ده. ځايي اوسېدونکي دغه سيمې ته (( پاو ځي )) وايي، چې په ځايي ژبه (( پاو ځي )) د کوچنی جهيل مانا لري. د لياو نينګ ولايت د فو شين ښار د ځنګلونو ادارې لوړ پوړي انجنير ګاو يانګ وويل،

د دغې سيمې پراخوالی لوی نه دی، خو د يوې طبيعت ساتونکې سيمې په توګه جوړېږي. که څه هم د قرچين په صحرا کې هوا ډېره وچه او خرابه ده او د ژوندي پيدايښتونو ډولونه يې کم دي، خو د نموسری د (( پاو ځي )) پراخوالی زيات دی او په کې غني ژوندي پيدايښتونه ليدل کېږي. نو د دغې طبيعت ساتونکې سيمې د جوړونې هدف د بېلابېلو ډولونو څارويو، نباتاتو او سرچينو ساتل دي چې دغسی منابع د انسانانو د ژوند او ترقۍ لپاره ډېرې ګټورې دي. ښايي چې په راتلونکي کې زموږ د درملنې، بدني روزنې، خوراکونو او د ناروغيو د وقايې او علاج په هکله د اړتياوړ توکي دلته پيدا کېدای شی.

خبريالان له شن يانګ ښار څخه د موټر په وسيله د پنځو او يا شپږو ساعتو مزل وروسته د جانګ وو ولسوالۍ د سي هه علاقه دارۍ هوه ما کلي ته رسېدلي او د نموسری د طبيعت ساتونکې سيمې د ادارې مشر هوانګ لي لخوا ورته هر کلي وويل شو چې له ١٩٩٦ کال څخه د دغې ادارې د مشر په توګه ګمارل شوی. هغه د نموسری په اړه لنډ معلومات داسې ورکړل.

دغه طبيعت ساتونکی سيمه د معمولي او مرکزي سيمو په دوو برخو ويشل شوې ده. په مرکزي سيمه کې د چوپانۍ د ممنوعيت له کبله هيچا ته د ننوتلو اجازه نشته، نو هلته نباتات ښه وده کولای شي. موږ هر کال په منظرې ساتونکې سيمه کې واښه او نيالګۍ روزو، نو اصلي طبيعی بڼه يې ګام په ګام بېرته اعاده شوې ده.

د نموسری په سيمه کې خبريالانو وليدل چې د جهيل په غاړو د نی پراخ ځنګلونه پراته دي او په جهيل کې د نيلوفر ګلان ښه غوړېږي. د حيرانۍ وړ ځای دا دی چې په دې سيمه کې دغه شان په زړه پورې منظرې او بشپړ ايکولوژيک سيسټم ساتل شوی دی.

که څوک د کښتۍ په وسيله د جهيل سيل کوي، د مرغانو اوازونه اورېدل او د نيلوفر سپين او سره ګلان لېدای شي، ته به وايي دا په دنيا کې جنت دی . ښاغلي هوانګ لي وويل، 

د نيلوفر ګل د چين په جنوبي برخه کې په ګوټ ګوټ کې ليدل کېږي، خو زموږ د هېواد په شمال ختيځ کې دغه ګل کم ليدل کېږي . دغه ډول ګل چې د جانګ وو سوړ رنګ ګل نومېږي، يوازی په دې ځای کې روزل کېږي او د توې سيمې يو ډول نبات دی.

په تېرو څو کلونو کې د نموسری طبيعت ساتونکی سيمې کارکوونکو په منی کې د ځايي ګلانو تخمونه راغونډ کړل او په پسرلي کې يي وکرل او وروزل. له دغې لارې، په نموسری کې د دغه ډول ګل د کرلو پراخوالی له شپږ اعشاريه شپږ هېکټارو نه څلوېښت هېکټارو ته اوچت شوی دی. د نيلوفر ګلانو سر بېره، په لنده ځمکه کې رنګا رنګ نور نباتات هم پيدا کېږي، د شمېرنې سره سم، په دغه سيمه کې يوازې د عالي رتبه نباتاتو ډولونه دوه سوه او اووه څلوېښت دي.

بر سېره پردې، د نموسری په سيمه کې د حيوانانو ډولونه له سلو نه زيات دي. د ډېرو کلونو د ساتنې وروسته، په دوبی کې د نموسری منظرې ډېر په زړه پورې دي چې په صحرا کې د يوې مرغلرې په توګه ځليږي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای