CRI Online

ښکلی عرګونا ښار

cri     (GMT+08:00) 2011-11-09 12:26:32

 د چين د داخلي مغولستان په شمال د عرګونا په نوم يو سيند د مغولي قوم د مورني سيند په توګه ګڼل کېږي چې عرګونا په مغولي ژبه د خدمت مانا لري. دغه سيند ته نژدی عرګونا ښار کې د شپاړسو قومونو وګړي اوسېږي. څرنګه چې د دغه سيند په مخامخ د روسيې ځمکې دي، نو دغه ښار د ځانګړي کولتور، ايکولژيکي منظرې او لرغونی تاريخ له امله شهرت لري او په چين کې د ډېرې پاکې شنې ځمکې په توګه ګڼل کېږي.

د عرګونا په څلورو موسمونو کې منظرې بېلې دي. په دې ځای کې ښه ساتل شوي دښتونه، د دوه مليونو هېکتارو په پراخوالي لومړی ځنګلونه او د يو سل او شپږويشت زره هېکتارو په پراخوالي لندې ځمکې واقع دي. د لندې ځمکې په منظرې لرونکی سيمه کې ډنډونه، څړ ځايونه ، بوټي او جګې ونې خورې ورې پرتې دي، په تېره بيا په مني کې د ونو پاڼې رنګارنګ دي او منظرې يې ډېری ښايسته دي.

سيلانې جاو شيو مينګ په لندې ځمکې کې د مني منظرې د کتلو لپاره خاص له خاوند سره له بېجينګ څخه د موټر په وسيله د يو زر کيلومترو مزل په وهلو سره دلته راغی ، اصلي څوکې ته د نه ختلو په مهال کې د دې ځای ښکلۍ منظرې ته ډير حيران شوه . دې وويل،

د لندې ځمکې منظرې ډېرې ښکلۍ او په زړه پورې دي. په تېره بيا اوسمهال دی. په مني کې سور، شين او ژېړ رنګونه ليدل کېږي چې د ډنډ اوبه شين رنګ لری . په دې ځای کې لندې ځمکې په ښه توګه ساتل شوې دي. زما په اند، د چاپيريال ساتنه د هر تن پرغاړه دنده ده .

ټولو ته معلومه ده چې لنده ځمکه د اقليم، تودوخې او رطوبت او خاورې د تنظيمولو په برخه کې مهم رول لوبوي، نو د ځمکې کرې د بډوډۍ په توګه يې ګڼل کېږي. پخوا د دغې لندې ځمکې په شاوخوا سيمه کې اوسيدونکو د لندې ځمکې د طبيعي زيرمو په اتکا ژوند کولو. د زيرمو بي حده کارولو يې ځايي چاپيريال ته زيانونه ورسول . د چاپيريال ساتنې په غرض د ځايي اوسيدونکو د ويښتيا د لوړتوب سره سم، وګړي په وار سره له دغې سيمې څخه نورو ځايونو ته نقل شوي څو چې چاپيريال ته مصنوعي زيانونه کم شی . اوس مهال د عرګونا لندې ځمکې د ځايي اوسيدونکو په سترګې د مرغلرې په توګه ګڼل کېږي.د لندې ځمکې ساتونکې سيمې اداره کوونکې يان پي فانګ د اوږدې مودې لپاره له نورو څلويښتو ملګرو سره د دغې سيمې د ساتنې لپاره کوښښ کړی. د دوی په سترګې دغه سيمه ځانګړې ښکلا لري. دې وويل،

هره ورځ د سيند پرغاړه ګزموو او بېلې منظرې کتلی شو. زيات شميرسيلانيان کله کله پوښتنه راکوي چې لنده ځمکه کومه بڼه لري. ځواب می دا دی چې يوازی پخپلو سترګو لندې ځمکې ګوري، د دې ښکلا له نژدې احساسولای شي. نو موږ د نورو کسانو په پرتله لا زياتې په زړه پورې منظرې کتلی شو.

پر طبيعی منظرې سر بېره، ځکه چې د عرګونا ښار د زياتو قومونو اوسيدونکی ځای دی. نو د دغې سيمې د قومي کولتور او دودونو پيژندنه هم د سيلانۍ يوه مهمه برخه ده. په عرګونا کې د دوه ويشت سلنې اوسېدونکي ملي لږکی دي چې په کې د مغول، هوی، مان، کوريا، داور، روسيې، بای، لي، شي بوه، اويغور، جوانګ، عوينک او علونچون قومونه ميشت دي. د زرګونو کلونو راهيسې، دغه قومونه نسل په نسل له همغږۍ او سولې څخه په ډکه فضا کې ژونداو کار کړی او کوي يې. په چين کې د روسيې قوم يوازنی خپلواک کلي ((اين هه)) کلی هم په دې ځای کې دی.

بر سېره پردې، د عرګونا ښار د شي وي علاقه داری د مغولي قوم سرچينه ده. اته سوه کلونه مخکې، د مغوليانو نيکه ګان له دې ځای څخه وتلی دی.

د عرګونا ښار د سيلانۍ ادارې مشرې سونګ ينګ وويل،

زموږ په سيمه کې طبيعی منابع ډېر غنی دی. د بېلګې په توګه موږ په اسيا کې ډېر په زړه پورې لندې ځمکې، په چين کې د دولت په کچه د ځنګلونو ډېر لوی پارک او د مغولي قوم مورنی سيند لرو. بر سېره پردې، زموږ دښت د هولون بير دښت په شمال د ډېر ښکلی دښت په توګه ګڼل کېږي.

د ځايي وګړيو په خولو، دا شينګ ان لينګ غرونه د دوی د فقرې ستون ، عرکونا سيند د دوی د وينې رګونه او کولتور، تاريخ او طبيعي چاپيريال د دوی روح دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای