CRI Online

د بېجينګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-03-19 17:47:51

 بېجينګ د چين پلازمينه ده او د چين په تاريخ کې د څو امپراطوريو سلسلو پايتخت هم و. په بېجينګ کې د امپراطورۍ يوه عظيمه ماڼۍ شته چې په نړۍ کې د تعميراتي پيمانې جوړښت له نظره تر ټولو لويه ده او ډېره ښه ساتل شوې ده. دغه راز په بېجينګ کې د نړۍ لومړنی لوی ميدان او مشهور لوی ديوال ليدل کېږي. که تاسې درې، پنځه ورځې په بېجينګ کې پاتې وئ، د سفر پروګرامونه مو څنګه ترتيبوي؟ د پروګرام په دې برخه کې به له تاسو سره مرسته وکړو.

زموږ په نظر، تاسې کولای شئ چې د سفر په لومړۍ ورځ لوی ديوال او د مينګ د درې د ۱۳ امپراطورانو مقبرو ته لاړ شئ. لوی ديوال د نړۍ په تعميراتو کې له اوو عجايبو څخه شمېرل کېږي.د امريکې کيهان نور د اموست سپوږمۍ ته د پورته کېدو وروسته داسی وويل چې په کيهان کې د ځمکې په کره کې يوازې هغه دوه پروژې چې د انسانانو په لاسونو جوړې شوې په سترګو ليدل کېږي چې يو يې د هالند لوی ساحلي بند دی، بل يې د چين لوی ديوال لوی ديوال دوه زره پنځه سوه کاله تاريخ او پنځه زره يو سل کيلومتره اوږدوالی لري او د چين شمال کې له اوو ولايتونو، ښارونو او خود مختارو سيمو تېرېږي. د بېجينګ په چوکاټ کې د شپږ سوه کيلومترو په اوږدوالي لوی ديوال ولاړ دی او زياتره برخې يې ښې ساتل شوي دي.نن ورځ چيني او بهرني سياحان کولای شي چې د بېجينګ ښار په اطراف د يان چينګ په ولسوالی کې او هوای ژو په ولسوالی کې د با دا لين او مو تين يو په غرنيو سيمو کې لوی ديوال ته وخيژي. وروسته د لوی ديوال د سيل نه تاسی کولای شئ چې د مينګ امپراطورۍ مقبرو ته لاړ شئ چې هلته د پنځلسمې پيړۍ څخه تر اوولسمې پيړۍ پورې د چين د مينګ سلسلې ديارلس امپراطوران ښخ شوي او د مقبرو ساحه يې څلوېښت مربع کيلومتره ده. مقبرو ته د تګ لاره چې مقدسه لاره بلل کېږي، د سياحانو د زياتې علاقې وړ ځای دی او اوږدوالی يې اوه سوه پنځوس متره او د لارې په دواړو اړخونو کې ډبرين حيواناتو او مجسمې ولاړې دي چې وزن يې شپيته يا اويا ټنه دی.

د مينګ د ديارلسو امپراطورانو له مقبرو څخه يوازې د دينګ مقبره اول جوړه شوې ده. دا مقبره د ځمکې څخه د اووه ويشت

 

و مترو په ژوروالي کې واقع ده او د يو زرو يو سلو پنځه نويو مربع مترو په ساحه د مخکينۍ، شاتنۍ، منځنۍ، ښي او کيڼې پنځو سالونونو څخه تشکيل شوې چې دغه پنځه سالونونه ټول د ډبرو څخه جوړ شوي دي. دغه راز له مقبرې څخه درې زره طلايي او نقره يې سامانونه، جواهرات، چيني باب او ورېښمين منسوجات پکې پيدا شوي دي. دلته بايد په خاص ډول وويل شي چې په مقبرې کې پيدا شوي د امپراطور او ملکې تاجونه د ننداره کوونکو سترګې جلبوي چې فقط د ملکې تاج په سلو قيمتي ډبرو او پنځو زرو ملغلرو ښکلی شوي دی. دا دی د سفر د لومړی ورځې پروګرام. تاسی په دوهمه ورځ کولای شئ چې دننه په بېجينګ کې ځيني نور تاريځي ځايونه مثلاً له غرمې مخکې دمخه د تيان ان من ميدان ته ولاړ شئ چې دغه ميدان په نړۍ کې تر ټولو ډېر لوی او مشهور دی. تر غرمې وروسته کولای شئ چې امپراطوري ماڼۍ او نورو پارکونو ته لاړ شي. ماښام تاسی کولای شي چې د بېجينګ هيلۍ کباب وخورئ او يا تياتر ته لاړ شئ. مګر د امپراطورۍ ماڼۍ سيل په دوهمه ورځ بايد ستاسو د پروګرام عمده برخه وي. امپراطورۍ ماڼۍ د پنځلسمې پيړۍ څخه د شلمې پيړۍ تر لومړيو کلونو پورې د مينګ او چينګ سلسلو پايتخت او په وار سره څليرويشتو امپراطورانو د اوسيدلو ځای پاتې شوی. دغه عظيمه او شانداره ماڼۍ چې له نهو زرو اطاقونو څخه جوړه شوې، د چين په لرغونې زمانه کې د ساختماني فن يوه نمونه ده. دغه قصر په مخکينۍ او شاتنۍ برخو ويشل شوې چې مخکينۍبرخه يې د تای هه، جونګ هه او باو هه قصرونو څخه عبارت ده او د تای هه قصر د نورو دوو ماڼيو څخه لوی دی او په دغه ماڼۍ کې د نويو امپراطورانو د تاج پوشۍ مراسم او د نوي کال د نمانځلو او مهمو فرمانونو د صادرولو فعاليتونه اجرا کيدل. په شاتنۍ برخه کې د چيان چينګ، جياو تای او کون نينګ ماڼۍ واقع دي او د دغو ماڼيو په ختيځ او لويديځ اړخ کې په جلا توګه شپږ قصرونه د امپراطور، د ده د ملکې او د کورنۍ د نورو غړو د اوسيدو ځای و. په امپراطورۍ ماڼۍ کې ډېر زيات قيمتي او انتيک شيان پر خپل ځای ساتل شوي دي چې زيات شمېر يې په دنيا کې سيال او جوړه نه لري.

په بېجينګ کې د ليدو وړ ډېر زيات تاريخي ځايونه شته. که ستاسو سفر د دريو ورځو لپاره ټاکل شوی، نو زما په نظر د سفر په اخري ورځ تاسې دوبني ارګ سيل ته ولاړ شئ.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای