CRI Online

د دياو يو تای په نامه ملي هوټل

cri     (GMT+08:00) 2016-01-05 13:35:13

د دياو يو تای په نامه ملي هوټل د بېجينګ په لويديځ د های ديان سيمې په يوه منظره لرونکې منطقه کې پروت دی. د کب نيولو لرغونی ډګر چې څه دپاسه اته سوه کلن تاريخ لري، د پخوانيو امپراطورانو د سفر په مهال د استوګنې ماڼۍ او هم اوس د بېجينګ مشهور باغ دی. د ميلاد له يو زر او يو سل او پنځلسم کال څخه تر يو زر او دوه سوه او څليرويشتم کال پورې د جين سلسلې جانګ ځونګ امپراطور پخوا په دغه ځای کې کبان نيول، نو ځکه اوس د امپراطور د کب نيولو ډګر په نامه ګڼل کېږي. د يوان سلسلې په لومړيو وختونو په يو زر او دوه سوه او يو اويايم کال کې د چين صدر اعظم ليان شي شيان په دغه ځای کې د ون ليو تانګ په نامه يوه بنګله جوړه کړه چې د سيلانۍ يو مشهور ځای ګرځېدلی و. له يو زر او څلور سوه او پنځه ويشتم کال وروسته د کب نيولو دغه لرغونی ډګر د لوړ پوړيو چارواکيو کور شو چې زيات مشهور شخصيتونه به په دغه ځای کې راغونډېدل او هلته به يې مشاعرې کولې. د دغه ځای منظرې د چينګ سلسلې چيان لونګ امپراتور ډېرې خوښې شوې او بيا يې په کې يوه ماڼۍ جوړه کړه.

د چين حکومت په ١٩٥٨ کال کې د چين د ولسي جمهوريت جوړېدو د لسمې کاليزې د نمانځنې او چين ته د ځينو هېوادونو مشرانو د هرکلي لپاره پرېکړه وکړه چې د کب نيولو لرغوني ډګر په منظره لرونکې سيمه کې يو ملي هوټل جوړ کړي او د دياو يو تای په نامه يې ونوموي. له يو کال وروسته په دغه ځای کې اوولس ودانۍ جوړې شوې. له دې وروسته د دياو يو تای ملي هوټل د نورو هېوادونو او حکومتونو د مشرانو او مشهورو نړيوالو شخصيتونو لپاره په ځانګړيو خدمتونو پيل وکړ او دغه هوټل د ګوند او هېواد د مشرانو له خوا د ديپلوماتيکو فعاليتونو مهم ځای وګرځېد. له جوړېدو راهيسې په دغه مېلمستون کې زر تنه مشرانو او مشهورو شخصيتونو ته هرکلی ويل شوی او ډېرې زياتې نړيوالې غونډې او فعاليتونه هم په کې تر سره شوي دي.

د دياو ياو تای د ملي هوټل پراخوالی له څلور سوه او دېرش زره مربع مترو څخه زيات دی چې جهيل يې څه دپاسه اويا زره مربع متره سيمه نيولې ده. د دياو يو تای ملي هوټل په باغ کې له سلو نه زيات ډوله شاوخوا يو لک ونې روزل شوي چې په دې جمله کې له نوي نه زياتې لرغونې ونې، نهه ويشت ونې چې د رسمي اړيکيو د ټينګېدو په هکله د نورو هېوادونو مشرانو لخوا کينول شوي او نورې سل ونې چې د نړيوالو دوستانو لخوا د سوغاتونو په توګه چين ته وړاندې شوي دي. ويل کېږي چې د دغه هوټل چاپيريال ښه او په زړه پورې دی.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر مياشت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ ځل لپاره له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. په هغه وخت کې ولسمشر اشرف غني هم د دياو يو تای په ملي هوټل کې واوسېد او د فانګ فې يوان په نامه ودانۍ کې د چين له صدراعظم لي که چيانګ سره يو ځای د افغان مسئلې د استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو په څلورمه غونډه کې ګډون کړی وو. د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته ولسمشر اشرف غني هم په دغه هوټل کې زموږ څانګې له خبريالانو سره مرکه ومنله.

تاسی ښايي پوښتنه وکړئ چې له مهمو وګړيو پرته، عام وګړي په دغه هوټل کې اوسيدلی شي، که نه؟ ځواب دا دی چې دغه هوټل له ۱۹۸۰ کال څخه د عامو وګړيو پرمخ پرانيستل شو. خو د امنيت د ساتنې په هکله يوازې څو ودانۍ عامو وګړو ته خدمت وړاندی کوي. د دغه هوټل د يوې شپې د يوې خونې کرايه له درې زرو يوانو نه تر څلوېښتو زرو يوانو پورې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای